“سانسکرت د يوناني ژبی نه زياته مکمله، د لاطين نه پراخه او د دواړو نه زيات په لطافت، سوچه کړی شوی ده.” دا خبره د ختیځو ژبو نامتو عالم ویلیم جونز په ۱۹ پېړۍ کې وکړه.
سر ویلیم جونز، په ۱۷۴۶م کې د لندن کې وزیږېدو او د ۳ کالو و چې ریاضي دان پلار يې مړ شو. د مور تر څارنې د ښوونځي سبق يې پوره کړو. له ماشومتوب يې د نورو ژبو د زدکړې سره علاقه وه. له ۱۷۵۳م ویلیم د لندن په “هېرو” ښوونځي کې، پخپله عبراني ژبه زده کوله. د لوړو زدکړو لپاره په اکسفورډ پوهنتون کې داخل شو نو هلته د عربي او فارسي شعر سره اشنا شو. له سبق وروسته، ده د شهزادګۍ ډایانه د غورنیکه “لارډ سپنسر” د استاد په توګه یورپ ته سفرونه کول او نورې ژبې يې زده کولې.
په ۱۷۷۰م کې د ډنمارک د باچا په غوښتنه، جونز د نادر شاه افشار تاریخ، فرانسوي ته وژباړلو. په ۱۷۷۱م کې يې ” فارسي ګرامر” لیکلو په وخت ورته څرګنده شوه چې د اروپا او ایشیا په ژبو کې ډېر الفاظ یو بل ته ورته وو. جونز د قانون (حقوق) د لوړو زدکړو سره، یوه شعري ټولګه او په ایشیای شعر یوه تبصره چاپ کړل. د خپلو ادبي کارونو لپاره دی په ۱۷۷۲م کې د “رایل ایشیاټیک سوسایټي” غړی وټاکل شو.
په ۲۵ ستمبر ۱۷۸۳م جونز د قضاي محکمې (عدالت) وکیل په توګه کلکتې ته لاړو. هلته د قانوني چارو لپاره د سانسکرت زده کړه، د ده ضرورت و خو ورته جوته شوه چې د دې ژبې ګرامر ډېر ساینسي و. په ۱۷۸۴م کې د ویلیم جونز بل کتاب ” د یونان، اټلي او د هند خدایان” چاپ شو.
په هند کې له ده وړاندې نورو مستشرقینو هم پلټنې کولې. چارلس ویلکنس په ۱۷۸۵م کې د هندوانو سپیڅلې کتاب “بهګوت ګیتا” انګریزي کې وژباړلو. نورو د عربي او فارسي نامتو کتابونه وژباړل. ویلیم جونز د دې د خپرولو لپاره “د بنګال شاهی ایشیایی ټولنی بنسټ کیښودو او پخپله د دې د مجلې مدیر شو چې لومړۍ ګڼه يې په ۱۷۸۹م کې چاپ شوه.
د جونز په هڅو د “هندي علومو” د لیکنو او څېړنو کار ګړندی او په لویدیځه نړۍ کې د هند په اړه نظر واوختو. دی د هند مسلمان او هندو لیکوالانو اوعالمانو سره ملګری شو او هلته اوسیدونکي هر نژاد خلکو کلچر ته يې پام کاو. هغه وخت د مغل شاهانو د کتابونو ژباړې نه واخلې تر برهمني دین او آریایی وېدونو څېړنې وشوې.
دی د فارسي، سانسکرت او عربي په اړه وایی چې یو ژبپوهه د دغو دریو ژبو په مطالعه پوهېږي چې د ټولو سرچینه یوه، چې اوس ورکه ده. ده د ۱۸ پېړۍ مغل لیکوال سراج الدین علی خان ( ۱۷۵۶م) لیکل شوی ” سراج الغات مطالعه کړه او د سانسکرت او فارسي ترمنځ يې اړیکې ولیدې. د دواړو ژبو د تورو ریښې او اصل معلومول هم هغه وخت وشول. د مور پلار لپاره د هندي “پتاماتا” ډ فارسي “پدر مادر” د يوناني “پاتر میتر” او انګلش “فادر مدر” يې بیلګه وه. د اس توری په “ليتهوانيا” کې اسوا” او په فارسي ” اسپ” پخپلو کې سره ورته وو. هغه وخت ویلیم جونز د ژبو د مختلفو کورنیو لپاره “انډو یورپین” نوم وکارو.
سید غلام حسین خان طبا طبای د اورنګزیب له وخته تر ۱۷۸۱م یو تاریخ “سیرالمتاخرین” لیکلی و. دا تاریخ، ویلیم جونز ولوستلو او په ۱۷۸۹م کې کلکتې کې يې چاپ کړو. د هند یو بل عالم میر محمد حسین چې د جونز ملګری و، “دبستان مذاهب” کتاب ولیکلو. په دې کې د انساني نسل او د ایران په اړه معلومات وو. هم هغه وخت یو انګریز لیکوال ” ګلېډ وین” د دبستان ژباړه په انګریزي کې پېل کړه. ویلیم جونز ته د افلاطون او “وېدونو” فلسفه یو شان ښکاریده.
په ۱۷۹۲م کې جونز ” پارسی او هندي صوفیانه شاعري” کتاب ولیکلو چې د سعدي او حافظ د شعر بیلګې يې لرلې. د ده په اند د صوفي او یوګي ترمنځ څه توپیر نه و. د هندي علومو په پرمختګ کې د ویلیم جونز لویه ونډه وه خو د آریای نسل په اړه د ده مفکوره د منلو وړ نه وه. ده د پښتنو په اړه د مغلو درباري لیکوال نعمت الله هېروي په تاریخ تبصره وکړه چې ګني دوی بني اسرایل وو. بیا ډېرو اروپای او پښتنو لیکوالانو د پښتنو شجره یهودانو سره وتړله.
ځینې د شرقي علومو د چاپ او خپرول ویلیم جونز کارنامه ګڼي. خو دا لومړې ځل نه و ځکه د ۱۶ پيړۍ راهيسې هند کې مسيحي مبلغينو هم څه نا څه لیکل. د هاليند او امريکې ژبپوهانو په ۱۷ پېړۍ کی د نړۍ د ژبو په اړه پلټنې کولې.
د سانسکرت ګرامر په څلورم ق.م پيړۍ کی شنکر اچاريه پانيني لیکلی و. هغه په لومړي ځل الفاظ د خپل اصل ريښې څخه د غږ او تکرار د لارې جوړيدو سیسټم کشف کړو. اوسني ژبپوهان ورته غږ (صوت) يا “مورفيم” جوړښت واي. پانیني ۴۰۰۰ داسې بليغي يا جامع کليمې (لکه متلونه) وليکل چې د ژبې د سمې کارونې اصول وو. هغه دا اصول په ۸ څپرکو ( درسونو) کې ولیکل چې اوس هم “هشتادایه” نومېږي.
ویلیم جونز د پخته ورګي (ګردې) په پاړسوب ناروغه شو خو خپلې لیکنې يې جاري و ساتلې. د هندوانو او مسلمانانو د قانون په اړه د ده کتاب په هند کې د برطانوي حکومت او اداره کې مرسته وکړه. دی په ۲۷ اپریل ۱۷۹۴م کې د خپل مرګ په وخت هم د بنګال د ایشیای مجلې مدیر و.