په ۱۹۲۰ م کې ایران د سیستان یو ښار ته د “زابول” سرکاري نوم ورکړو. تاریخي ذابل اوس په افغانستان کې دی چې ۲۸ في صده زمکه يې هواره او نور ټول غرونه دي.
د سیستان زیاته خاوره د زابل سره وه او فردوسي په شاه نامه کی زابلستان او سيستان په یوه مانا کارول شوي دي. هلته د میسوپوټیمیا د تمدن یوه نښه په انساني لاسونو جوړ لرغوني کاریزونه دي. د ۵۵۰ ق م نه وړاندې د ذابل په وړو کلیو کې “ميډز” خلک میشت وو. د شمال څخه یرغل کوونکو ساکای قبایلو دا سیمه دومره مهمه نه ګڼله ځکه یو حکومت پکې نه و جوړ. په لومړۍ پېړۍ کې کشان واکمنو د افغانستان لویه برخه ونیوله خو په ذابل کې د هغوی اثار نه دي موندل شوي.
د ۵ پېړۍ د کشان شاه یا وړو کشانیانو په سکو “زاول” او زاولستان لوستل کېږي. هن (یفتلي) کوچي قیایلو له آمو پورې غاړې څخه د شنو ورشوګانو لپاره په نورو قامونو حملې کولې. له دغه ډلې “کیداري” قام د پارس ساساني باچاهانو سره جنګیدل او دومره ځواکمن شول چې د پارس باغي شهزادګانو به ورسره پناه اخیسته. د یفتلیانو نورو قبیلو خراسان، نیشاپور، هرات او مرو ونیول. تر اوسه څوک په باور نشي ویلی چې په زابل کې میشت قام د دغو نویو قبیلو سره څه خپلوي یا سیاسي ملګرتیا کوله او که نا؟
ځینې اروپای ژبپوهانو لکه د “مارکوارټ” په اند ذابل د يفتلي(هن) ژبې تورې دې. ځینې افغان لیکوالان یفتلي د “ابدالي” یوه بڼه ګڼي خو تاریخي یا ژبني شواهد يې نشته. د یفتلیانو نامتو باچا “مهراکله” په نقریی سکو “ساهي جبوله” یعني د “جبوله باچا” کنده و. جبول د ذابل پخوانی نوم و چې د ۵ پېړۍ بودای راهبانو “وایشو” او “سونګيون” پخپلو سفرنامو کې یادوي. مهراکله پخپله بې دینه و خو د بودایانو سرپرستي يې کوله. د ده ځای ناستې باچا “نریندرا ناراينه” د وشنو اسطوره نمانځله او په سکو يې، چکره او سنکه (سیپۍ) نښه جوړه ده.
په ۴۷۷ م کی د ذابل سفیران د شمالی وای (چين) پلازمېنې ته ورواستول شول. دغه خپلواکي په ۵۶۵ م کې د فارس او ترک ګډو ځواکونو په حملو ختمه شوه او هلته “نيزاک” حاکمان برلاسي شول. “کوواياما” لیکي چې د ذابل باچاهان د کاپيسی (کاپیسا) باچا “خينګل” خپلوان وو. د نيزاک واکمن په سکو د اورتون نښه د ذردشتي او بودايي دواړه عقیدې څرګندوي. په ذابل کی د “دېوا” بې شمیره مندرونه ښایی هلته د برهمني عقیدې ټینګه سرپرستي کیده. د ذابل “سکاوند” لوی عبادتځای، د هندو زایرينو لپاره مهم و او هلته په کال کې څو ځلې دوی د مختلفو نمانځنو لپاره راټولیدل. د الخون او نيزاک واکمنو ترمنځ سختو جنګونو یو سبب ممکن د دوی عقیدوي اختلاف و.
په ۷ پېړۍ کې د چین بودایی راهب خوانزانګ په ذابل کې د “دېوا” (برهمني) معبدونه وليدل او لیکي چې دلته د ټولو مذهبونو منونکی يو ځاې اوسيږي. خو زوره ور پکې تيرتيکها (ملحد) او د “ذونا” (ژونا) اسطورې منونکي دي چې د زابلستان په جنوبی غر کې اوسېږي. د بېلا بيلوعقیدو خلک او د ګاونډی ملکونو باچاهان هرکال “ژونا” ته د نذر وړاندې کولو لپاره راټولېږي. د شیوا په څېردا اسطوره د افغانستان په نورو سیمو کې هم منل کیده. د ۶۷۸ م باختري اسنادو کې د يوې معاملې په رسيد کې د “ژونا” په نوم ژمنه شوی ده.
په ۷۰۰ م کې یو چینایی سفیر “هویچاو” د ګندهارا په شان په ذابلستان کی د بودهه عقیدې لپاره حالات موافق ګڼي. د بامیانو په تنګی سفېدک کې موندل شوې د ۷۲۴م کال بودای ليکنه په ذابل کې د یو سټوپا معلومات ورکوی چې د خوراس زوې “الخيس” جوړه کړه. هلته څو سټوپې د اشوکا باچا په نوم هم جوړې وې چې له بهار تر آمو خاوره د هغه په تسلط کې وه.
په ۸ پېړۍ کې یوباچا “پانګل” له سکو ښایی چې دی د ګندهارا، اراکوزیا او د زابل حاکم و. کله چې عربانو په سیستان کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه نو پانګل د سلم بن زیاد سره روغه وکړه او ورسره مل شو. خو د ذابل سفارت تر ۷۵۳م هم چین ته سفرونه کول او د “ټانګ” باچا څخه يې د عربانو خلاف مرسته غوښتله. ښایی د ذابل شاهان پخپلې پخوانۍ عقیدې پاتې وو.
په ۸۷۹ م کې یعقوب لیث سفاري ذابل ونیولو او د سکاوند د مندر سرو زرو مجسمې بغداد ته واستولې. د ذابل لرغونی تاریخ اوس هم پلټنو ته اړ دی.
سرچینې
۱. افغانستان د تاريخ په رڼا کې- احمد علي کهزاد- ژباړن اورنګزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه، مارچ ۲۰۰۱ م ( کب ۱۳۷۹)
2. The Early Empires of Central Asia. W. M. McGovern. Chapel Hill. The University of North Carolina Press 1939.
3. The Kidarite Kingdom in Central Asia. E.V Zimmel. History of Civilizations of Central Asia. part 3. UNESCO 1994.
4. New light on ancient Afghanistan. The Decipherment of Bactrian. Lecture by Nicholas Sims –Williams. 1996.