شیخ قاسم افغان


د هندوستان په اتر پردیش صوبه کې “چونار”(چنار) یو مشهور تاریخي ښار دی. هرکال په زرګونو خلک هلته د “شاه قاسم افغان” زیارت له ورځي.
شیخ قاسم غوریه خیل د محمد ذاهد زوی په ۱۵۴۹م کې د پیښورسره نزدې په “بوډنۍ” کلي کې وزیږېدو. د ده نیکه خواجه میرداد یوعالم او زیارت يې په باجوړ کې دی. د ده مور بي بي نیک بخته د اشنغر د مامدزو سردار شیخ الله داد لور وه. شیخ قاسم د څو میاشتو و چې پلار او دوه ترونه يې د “شیخ تپور” په جنګ (۱۵۵۰م) کې شهید شو. د ده پالنه او روزنه د ده نیا “بی بي ښارۍ” وکړه.
په ځوانۍ کې د پیښور د دوآبې نتهو ګګیاڼي بنوزي لور “بي بي توتیا” شیخ قاسم ته ورواده شوه. خو د ده زیات وخت به د “پلوسې” یوې ونې لاندې په عبادت او ذکر تیرېدو. خلک به ورته عقیدت لپاره ورتلل او ورته به يې ویل چې د هندوستان نامتو اولیاو کې چا سره بیعت وکړي. د شیخ قاسم وېنا وه چې ” ما خوب ولیدو چې د سید عبد الرحمن بلوتي سره څو کسان په خانک کې یو ځای ډوډۍ خوري. خو زه هغه خانک ته لاس نه اچوم ، داسې ښکاري چې زما برخه په هندوستان کې نشته.” دی پیښور ته لاړو او کله چې د ده دوه ماشوم زامن او بیا میرمنه هم حق ته ورسیدل نو شیخ قاسم د حج اراده وکړه. مریدانو ورته دویمه میرمن د مغل افغان ګګیاڼي لور “بي بي بسی” کویژدن (نکاح) کړه چې دی له اوږد سفر منع شي. خو ۲۷ کلن شیخ قاسم واده وځنډاو او د خپلو دریو نزدې ملګرو، شمس بن مبارک، حاجي محمد او شیخ اسمعیل ګګیاڼی سره په ۱۵۷۵م کې اوږد سفر پېل کړو.
دوی له پیښور، جلال اباد، نیمله او بیا سفید سنګ ته ورسیدل نوهلته ۶ نور مریدان هم ورسره یو ځای شول. شیخ قاسم د سید خان او مولانا اسمعیل نه علاوه نور رخصت کړل او له سرخ رود دوی جګدلک، کابل، نجراب، پرمان، آهنګران او بیا د غوربند په لاره خینجان او غوري (دهانه غوري) څخه شاه مردان علي آستانې (مزار شریف) ته ورغلل. په بلخ کې هغه وخت عبد الله خان ازبک حاکم و. د خواجه محمد پارسا زیارت نه وروسته، شبرغان ته لاړل او د وارو له کبله د خواجه اسمعیل په خواست، د هغه په کور پاتې شول. له پیښور تر میمنه ۶ میاشتې پرې تیرې شوې. دوی به زیات وخت په عبادت تیراو. بیا حلماء (خلم) کې شیخ صوفي نظر سره چې د خپل وخت له مشایخو څخه و، یوه میاشت پاتې وو. شیخ قاسم د ” جکنور” په یو غار کې څو درویشانو سره هم ورځې تیرې کړې. د یوې ورځې په مزل د ” خواجه التی” مزار ته لاړل او یوه شپه يې وکړه. د بلخ یوه قافله “هریو” (هرات) ته روانه وه نو دوی ورسره مله شو او مرغاب درې نه وراخوا ورسیدل. د هرات ښار نه بهر دوی د خواجه عبد الله انصاري او نورو مشایخو زیارتونو ته ورغلل. هغه وخت په پارس کې شیعه ګانو په سني مسلمانانو ظلم کاو نو دوی ښارونو څخه بهر په شپې کولې. د حضور پاک “خرقه شریف” هغه وخت د ” جام” په یو کلي ” کوسو” کې پرته وه. د هغې له زیارت وروسته دوی چشت او مشهد ته ورغلل. یو ځای شیعه ډلې ورباندې حمله وکړه خو شیخ قاسم ژوندی پاتې شو. بیا د کردستان په لار، د شام حمه (حمس) ته رسیدو او هلته د قادریه سلسلې سید میرحسین ګیلاني په لاس يې بیعت وکړو. هغه به ورته له مینې “یا شیخ قاسم-یا صالحی-یا مبارکی- یا ولدی (زما زویه) نومونه اخیستل.
د واپسۍ سفر يې په بېړۍ کې وکړو او د مکران ساحل څخه د جنوبي پښتونخوا په کلیو او قامونو تیر شول. بیا د بنو او کوهاټ په لار په ۱۵۸۱م کې بیرته پیښورته لاړو. هلته ولس په شیخ قاسم راټول شول نو اکبر باچا اندیښمن شو ځکه غوریه خپل په کابل کې د ده ورور میرزا حکیم سره ولاړ وو. څه موده وروسته باچا دوی ته معافي اعلان کړه نو غوریه خیل بیرته پښتونخوا ته لاړل. شیخ قاسم د دویم میرمن سره ژوند پېل کړو خو ځینو سرکاري ملایانو به د پیښور مغل حاکم شادمان ته لمسون کاو نو دی يې ونیولو.
په ۱۵۹۳م کې دی د خپلو نزدې ملګرو سره لاهور کې د شیخ ابوالفضل په کور کې نظر بند شول. دوه کاله هلته تیر کړل او بیا يې پریښودل چې په ښار کې وګرځي خو د لاهور نه د وتلو اجازه ورته نه وه. شیخ قاسم د خلیل قام یو بل صوفي شیخ یوسف سره په لاهور کې یوه خانقاه او لنګرجاري کړل. په لږه موده کې هلته هم مشهور شو او ډېرو عالمانو د ده په لاس بیعت وکړو. د شیخ قاسم دریمه میرمن يې د خواجه محمد خلیل لور “بي بي خدیجه” وه او یوه وینځه يې هم لرله. هغه د خپلو مریدانو تعلیم او تربیت پخپله کاو او وظایف به يې ورښودل. د تبلیغ نه علاوه ده د قران د تفسیر، احادیث او د نامتو صوفیانو اقوال په یو کتاب کې راټول کړل. اخون درویزه دا کتاب غلط او په شیخ قاسم د کفر فتوا ولګوله. خو دا لیکنه د قران او سنت مطابق وه نو د ده خلاف تبلیغ کامیابه نشو. په لاهور کې د ده یو شاګرد حسین ابن صابر ” تحفه قاسمي” نه علاوه د شیخ قاسم او نورو صوفیاو ژوند لیک، “اسرارالافاغنه” په پښتو او فارسي ولیکلو.
اکبر باچا په ۱۶۰۶م کې مړ شو نو د ده زوی جهانګیر د شیخ قاسم د وژلو امر وکړو ځکه دی شکمن و چې د باچاهۍ لپاره ده د خسرو پرویز (جهانګیر زوی) پلوي کوله. خو د خپلو درباریانو په مشوره، ژر دا سزا يې په قید واړوله او شیخ قاسم يې ” چونار کلا ته واستاو. دی ډېر ضعیف او ممکن د قید په تکلیف یو کال وروسته حق ته ورسیدو. جهانګیر باچا د جبران په توګه يې د ده زامنو ته يې د چونار سره نزدې ” سکر” کلي کې ۳۰ جریبه ( بیګه) زمکه ورکړه. شاهجهان باچا ورته نورې زمکې او بیا فرخ سیر په امر د “بیګ پور” ټول کلی يې ورکړو.
د شیخ قاسم مقبره د چونار کلاڅخه یو کلومیټر په فاصله په افغاني سټایل له تیږو جوړه، ساده ګومبده او په دېوالونو يې نقاشي لري. په لویه دروازه د ده یو شعر او د وفات نېټه ۱۶۰۷م لیکلي دی او هرکال د رجب په میاشت کې د ده عرس کېږي.
سرچینه
اسرارالافغانه- المعروف اسرارالافغان. ۱۶۰۴م. حسین خان افغان. اردو ژباړه او څېړنه. سعود الحسن روهیله. افغان ریسرچ سنټر. لاهور. ۲۰۱۶م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *