باهو ډېرۍ


په مارچ ۲۰۲۲م کې د صوابۍ یو وړوکي کلي ” باهو ډېرۍ” لیدو ته ورغلم.
د وچو او تورو غرونو په لمنه کې د خاورو یوه غونډۍ نیمه کنستل شوې وه. د کچه سړک په غاړه د ودانیو بېخ او څو پوڼۍ لیدل کیدې. د دې بلې غاړې ته د یو ناست بودا مجسمه رابرسیره شوی وه چې سر يې ورک و.
باهو ډېرۍ کې چې ځایی خلک ورته ” باخو ډېرۍ وایی، په ۲۰۲۱م د کورونو جوړولو لپاره کنستون کیدو چې څو پخواني دېوالونه ښکاره شول. یو کس د پیښور میوزیم د قدیمه اثارو شعبې ته خبر ورکرو او هلته یوې سروې کې شا و خوا ۴۰۰ ودانۍ په نښه شوې. دا تر اوسه د ګندهارا تر ټولو لوی بودهه عبادتځای ګڼلی شي. په جنوري ۲۰۲۲م کې دلته کنستون پېل شو چې یو بودای خانقاه او سټوپا اثار رابرسیره شول. د ارکیالوجي د شعبې مشر ډاکټر صمد وایی چې دا ۱۸۰۰ کاله پخواني وو.
په ټول جوړښت کې ځایی تیږه او خټه کارول شوی وه او هلته یو کارکوونکي راته وویل چې ۱۲ فټ ( ۴ میټړ) اوږده دړه پیښور ته يې وړې ده چې ورباندې د بودا د ژوند واقعات کنده وو. د سټوپا او خانقاه په هره برخه کې هواره شوی تیږه په مهارت لګیدلی وه. دا تیږه نزدې غر نه توږل شوی او بیا په انساني لاسونو هواره کړی وه. اوسني ګلکاران، د سیمنټ او مشیني وسایلو سره هم دومره په صفایی داسې تختې نشي جوړولی.
د بودا تر ټولو لویه مجسمه شا و خوا یو نیم میټر لوړه او په ناست حالت کې جوړه وه. دواړه لاسونه يې په غېږ کې نیولي دي. په بودهه عقیده کې دا مراقبه او د تفکر الامه وي.
د سټوپا شا ته یوې بلې ودانۍ چاپېره په دېوالونو وړو مجسمو کې تر اوسه یوه رابرسیره شوې وه. بل ځای د بودهه ستوا وړوکی او ولاړه مجسمه رژیدلی خو پوره وه. د یو لوی مجسمې یوه پښه او د وجود لږه برخه پاتې وه چې ښایی پر تخت یا کرسۍ ناست و. دا د چین بودهه جوړښت یوه نښه ده. هلته په کرسۍ ناست تر ټولو لویه مجسمه (لیشان بودا) په نړۍ کې مشهوره ده. خو د دې فیصله به لرغون پوهان کوي چې په باهو ډېرۍ کې د بوده عقیدې کومه فرقه اوسیده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *