د ۲۰ پېړۍ له پېل، د هند روڼ اندو د انګریز نه خپلواکۍ لپاره یو پوځي کیمپېن ته لاره هواروله. په ۱۹۱۶م کې د بغاوت هغه وخت افشاء شو چې په وریښمن ټوکر لیکنې د انګریز لاس ته ورغلل.
د هندوستان په دیوبند مدرسه کې شیخ الهند مولانا محمود الحسنؒ د”ثمرۃ التربیہ” سیاسي ډله وروسته په ډېلي کې “جمعیۃ الانصار”په نوم فعالیت کاو. د سیالکوټ یو عالم عبېد الله سندهي (بوټا سنګه اوپل) شیخ عبد الرحیم او بې شمیره هندوان او مسلمانان په بمبئی، ګجرات، کراچی، پانی پت، لاهور، سندهه، بهاولپور، قبایلو او افغانستان کې ورسره مله وو.
د دیوبند علماو ۱۹۱۲م د بلقان په جنګ کې غازی انورپاشا ملاتړ کاو. هغه هم د انګریز خلاف و. شیخ الهند له ۱۹۰۵م د عالمانو سفارتي ډلې چین، جاپان، جرمني، فرانس او امریکا ته وراستولې چې د هغو حکومتونو مرسته واخلي. په چین کې په اردو اور چینایی ژبو یوه مجله “الیقین” خپریده او یوه شفاخانہ يې هم پرانسته. خوهلته حکومت ورسره ملاتړ ونکړو. یوې ډلې په جاپان کې ” اسلامک فریترنټي” په نوم ټولنه او په انګریزي او جاپاني ژبو مجله خپروله. په ۱۹۱۰ء کې برکت اللہ او چوهدری رحمت علی په فرانس کې د انګریزی اخبار “انقلاب” جاری کړو. امریکا کی لاله هردیال “غدر” اخبار خپراو چې انګریزانو د غدر(بغاوت) په ځای دا “غدار” یعني باغي په نوم مشهور کړل.
مولانا عبید اللہ سندھی، څو ځلې صوبه سرحد ته لاړو چې د دې جغرافیه او د خلکو جنګي توان وګوري. ده د ترک پوځ لپاره د رسد او مرکز سره د رابطو نه علاوه، مکران څخه په کراچی، له کندھار څخه په کوټه، له مانسهرې څخه په هزاره او له درہ خیبرڅخه په پیښور د حملې پلان جوړاو. ځینې ځوانان يې په برطانوي پولیس او پوځ کې برتي کول چی انقلابي مشرانو ته مخبري وکړي.
شیخ الهند د جنګ مرکز “یاغستان” ( آزاد قبایلي سیمه) ټاکلی وه. د امیر حبیب الله نایب شهزاده نصرالله او زامنو د شیخ الهند ملاتړ کاو. خو امیر د انګریز سره جنګ نه غوښتو.
په برلن کې د لاله هردیال په هڅو جرمنی او ترکی د تحریک په ملاتړ، پخپلو کې یوه لوظنامه وکړه. په ۱۹۱۴م کې د لومړي نړۍ وال جنګ له کبله انګریزان په یورپ کې بوخت وو. په ۱۹۱۵م کې په کابل کې، مهندر پرتاب سره مولانا سندھی هم یو ځای شو. د پنجاب او سرحد هغه محاصلین چې په کابل کې نظر بند وو، د هغه په هلو ځلو خوشې شول. دوی په کابل کې ” عبوري حکومت” هم جوړ کړو.
په ۱۹۱۶م کې د دیوبند په مشاورتي غونډه کې ۱۹ فروري ۱۹۱۷م د مکمل بغاوت نېټه وټاکل شوه. په یو لوظنامې د شوریٰ غړو دستخط وکړو چې شیخ الهند به پخپله غازی انور پاشا سره ملاقات کې د دې نیټې منظوري اخلي. بیا دا به کابل ته لېږي چې امیرحبیب الله خان پرې دستخط وکړي او بیرته انور پاشا ته وراستول کېږي. محمود الحسن، خپل جائیداد په وراثانو وویشلو او د حج په اراده بمبۍ ته روان شو. د ده د ګرفتارۍ یو تار په خفیه پولیسو کې د ده ملاتړو وځنډاو، تر څو دی په بېړۍ کې عدن او بیا مکې ته ورسیدو. په مدینه کې انور پاشا سره ملاقات وشو او د دیوبند وثیقه يې وروسپارله. یوه میاشت وروسته د مدینې حاکم ورته دوه لیکونه ورکړل چې ورباندې د انور پاشا دستخط، مهر او د حملې منظوری وه.
شیخ الهند د ترکي حکومت معاہده، ځان سره وساتله او د افغانستان- ترکی معاہدہ يې د لرګي په یو صندوق کې د تختو لاندې پټه، مولانا هادی حسن سره بمبۍ ته روانه کړه. هلته د تحریک یو غړي، صندوق له بېړۍ اوچت کړو او په مظفر نګرکې حاجی محمد نبی ته يې واستاو. مولانا هادی حسن په نینی تال کې يې قید کړو او یو میاشت وروسته خوشې شو نو خپل کړه وړه يې بدل کړل. د ظفراحمد په نوم يې لیک له حاجی محمد نبی څخه واخیستو او افغانستان ته روان شو. څرګنده نه ده چې دا معاهده امیر حبیب الله ته ورسیده که نا. خو انګریز شکمن و نو عبیداللہ سندھی په کابل کې د زیړ وریښم په ۳ رومالونو ولیکل او په ۹ جولای ۱۹۱۶م عبد الحق ته يې ورکړل چې سندهه ته یوسي.
عبد الحق د بنارس نو مسلم ځوان او د مولانا باوري کس و. دی یو کال وړاندې د ملتان الله نواز او شاه نواز سره کابل ته تللي وو. ده د سفر نه وړاندې وریښمین لیکونه د خپل کوټ په استر کې دننه وګنډل. له کابل او پیښورڅخه دی لومړی په بهاولپور کې د خپل پیر کور ته ورغلو. کوټ يې هلته پریښودو او ملتان کې د خپلو ملګرو پلار، رب نواز لیدو ته لاړو. هغه ته يې د زامنو خیریت نه علاوه د خپل تحریک حال هم وویلو. دی خبر نه و چې رب نواز د انګریز جاسوس و. د هغه په ګواښ عبد الحق له ویرې د بهاولپور نه خپل کوټ راوړو چې پکې وریښمین لیکونه پټ وو. په ۱۴ اګست رب نواز د ملتان کمشنر ته دا لیکونه وسپارل.
لومړۍ لیک د عبد الرحیم سندھی په نوم و. دا ۶ انچ اوږد او ۵ انچ پلن او متن کې وایی، ” دا لیک حضرت مولانا شیخ الهند ته وراستوې. هغه ته په لیک کې او زباني ووایې چې کابل ته د راتلو هڅه دې نه کوي. حضرت مولانا شیخ الهند ته ووایه چې مولانا منصورانصاری به دا ځل حج ته نشی تلی. شیخ عبد الرحیم، په څه نا څه طریقه په کابل کې مولانا سندھی سره ملاقات وکړي.“
دویم لیک ۱۰ انچ اوږد او ۸ انچ پلن او شیخ الهند ته مخاطب دی چې د تحریک مخه ورغړو ته دې هم ښکاره کړي. د رضاکار پوځ “جنود الله” د افسرانو د معاش زکر او د ۱۰۴ کسانو د دندو په اړه معلومات دي. د راجه مہندر پرتاب سنگھ ، د روس،جاپان، ترکي او د جرمني د استاځو راتلل او د عبوري حکومت د جوړیدو خبره پکې شوی ده. دریم لیک ۱۵ انچ اوږد او ۱۰ انچ پلن، د لومړي دویمه برخه معلومېږي. په هند کې د ده د تحریک فعال او غیر فعال غړو زکر دی. د مولانا آزاد او د حسرت موهاني د ګرفتارۍ اطلاع او حجاز ته د تلو خبره ورته نا ممکن ښکاري. د غالب پاشا لیک د تحریک غړو ته ښودل شوی او قبایلي سردارانو هم لیدلی دی. “د ترنګزو حاجي په مومندو کې دی او مهاجرینو په سوات او مومند کې اور پوری کړی دی.” د جرمني- ترک استاځو د راتګ او ناکامه کیدو سبب يې لیکلي دی چې د لوی جنګ نه وړاندې پکار وه چې ایران او افغانستان اړتیا يې په نظر کې ساتلی او د حل څه لاره يې ویستلی وای. افغانستان ته د جنګ لپاره د اړتیا وړمرستو تفصیل هم پکې و. شیخ الهند ته يې مشوره ورکړي وه چې په مدینه کې دې پاتې وي او ترکي افغانستان او ایران تر منځ د یوې لوظنامې هڅه وکړي. ورته يې خبرداری ورکړو چې هند ته دې نه راځي ځکه انګریز د ده د نیولو په تکل دي. په دریم لیک د تحریک د غړو نومونه او د عبېد الله سندهي دستخط و. عبدالحق انګریز پولیس ته وویل چې ټول لیکونه د ده په وړاندې لیکل شوي او مولانا سندهي پرې دستخط کړی و.
د لیکونو په افشاء هند کې ۲۲۰ کسان ګرفتار او په ۵۹ کسانو د بغاوت او سازش مقدمه شروع شوه. د محمود الحسن سره د ده نزدې ۴ ملګري مولانا حسین احمد مدنی، مولانا وحید احمد مدنی، د پیښور مولانا عزیرگل او حکیم نصرت حسین مالټا کې قید شول. مولانا سندهي او د ده ملګري، د امیر حبیب الله په امرونیول شول. رب نواز ته د ” خان بهادر” خطاب او نور امتیازات ورکړی شول.
دا درې واړه لیکونه اوس په لندن کې د “برټش لایبریري” په هندي ارکایوز کې خوندي دي.
سرچینې
۱.اسیران مالټا. حضرت مولانا سید محمد میاں. مارچ ۱۹۹۹م. جامعه مدنیه کریم پارک لاهور.
2. Silk Letter Movement. Muhammad Miyan Deobandi. Translated by M. Qasmi. Shaykh al-Hind Academy. 2013