په عربي تاریخونو کې د چا نوم سره د هغه کس د پلار، نیکه او غورنیکه نومونه یادول ضرور وو.
د دې لوی سبب د نوموړي مشخص کول وو ځکه په هغه نوم به نور کسان هم وو. بله دا چې ځینو ماشومانو ته به د نیکه یا غور نیکه نوم ورکری کیدو. که ماشوم د خپل نیکه په نوم “عادل” نومول کېدو نو ورسره به يې د پلار “سعید” نوم ورزیات شو. دی به يې عادل ابن سعید یاداو ځکه چې د نیکه د پلار نوم به يې بل څه و، لکه عادل بن شمس یا نور. په تاریخونو کې اکثر په یو نوم څو کسان شهرت لري نو ځکه د نوم سره يې د پلار نوم یادول نور هم ضرور وي چې څوک غلط نشي.
په عربي محاوره کې “ابن” څخه الف لیرې کېږي او یواځې “بن” کاروي. خو دواړه یوه مانا لري. هم دغسې د جینۍ نوم سره د بنت ( لور) کارېږي. لکه مریم بنت سعید یا داسې نور.
په اسلام کې نامتو شخصیتونه د خپل ښار یا د زیږېدو په کلي هم شهرت لري. په دوی کې د بصره رابعه ( رابعه بصري) د ګیلان شیخ عبد القادر ( شیخ ګیلاني) ابو مسلم خراسانی او داسې نور د یاد وړ دي.