د اوړي په روژه کې به د مسو لوی کټوری (کاسه) د لیمو له شربت ډک و. پکې به د نیلا رنګ تخم ملنګ او پیازي رنګ د اسپغول دانو د سپینو واورو سره لامبو وهله. مور به راته د سپینو (مسینو) لوی څمڅۍ شربت په وړو کټورو کې راکړو او بې صبره د ملا بانګ انتظار مو کاو.
د پیښور په ډېرو کورونو کې یو لوی مسین کټوری ارو مرو موجود و. د مسو لوښي به د واده په وخت د جینۍ داج (پسول) کې شامل وو. د دې په حاشیه به په وړو وړو ټکونو کله د جیومیټري ډیزاین او کله ګلکاري شوی وه. شته منو خلکو به د پیروتی پاڼه (آیوي) د برسنډې ګل یا د چلغوزې د ډیزاین فرمایش ورکاو. دا به په څو ورځو کې د کاریګر په لاس جوړیدو.
د پیښورمسګران په چترکاري کې مشهور وو او د ماهر استاد نوم به پرې کنده شوی و. خلکو به ” چتره کټوره” یا چتري غوري” نوم اخیستو چې د نورو لوښو څخه يې بیل کړي.
لوی کټوری به یواځې شربت لپاره راویستل کیدو او بیا به ښځو په المارۍ یا په بنۍ سمبال کړو. د مسینو لوښو یو ستونزه دا وه چې څه موده وروسته به يې پړک ختم شو او قلعي ګر ته به يې د سپینولو لپاره ورکاو.
د ښار بازارونو کې شربت خرڅوونکو هم لوی لوی مسین جامونو کې شربت خرڅول. پخوا یواځی باچاهانو او شته منو خلکو د شربت یا شراب لپاره آوتابه (افتابه) یا ابریق ساتلی شو. سوچه (چیني) جګ او د شیشې ګیلاسونه به نه وو نو مسو کټوری به یو عام لوښی و. د ۲۰ پېړۍ تر نیمایی خلکو مسین لوښي خرڅول او د چیني لوښو رواج عام شو. اوس د مسو کټوری یواځې د ښایست لپاره خال خال کورونو کې لیدل کېږي.