سیده قانته بیګم


د ۱۹۷۰م په لسیزه کې ما د پیښور ریډیو” د خویندو پروګرام” لپاره مضامین لیکل. ذیتون بانو يې پروډیوسره وه او هره اوونۍ به يې یوه میلمنه د ژوندي پروګرام لپاره رابلله. سیده قانته بیګم به مې اکثر لیدله چې په سپینه بورقه کې پټه دننه سټوډیو ته ورتله.
په هغو ورځو کې د ستوډیو په فرش سپین څادرغوړیدلی او په منځ کې به مایکروفون پروت و. قانته بیګم به بورقه لیرې کړه نو قیمتي وریښمین کمیس پرتوګ به يې ښکاره شول. په وجود کې لوړه دنګه او سره سپبنه وه. ددې ویښته او د شیفون سپینې لوپټې رنګ به یو شان وځلیدل. د شیشې بلې غاړې ته به ټخنیکي کارونو لپاره یو سړی ناست و. نو قانته بیګم به په ترڅ کیناسته، خپلې لوی بټوې نه کاغذ راوویستو او په هغې لیکلی متن به يې په ارام لوستلو. ” د ماشوم پالنه” دا به سرخط و او هغې به په یو ستونزه خبرې وکړې. وروسته د هغې کتاب ” ځما سفرنامه” مې ولوستله نو خبر شوم چې دا ډېرو ملکونو کې ګرځیدلی وه.
سیده قانته بیګم د مردان په سره ډېرۍ کې د ۲۱ اپریل ۱۹۰۸م کې د سید وسیع الدین کره وزیږېده. د ۵ کالو په عمر کې يې دیني زدکړې پېل شوې. فارسي، عربی ، اردو او انګریزي ژبې په خپل کور کې زده کړې. بیا په پښتو نثر لیکلو يې پېل کړ.
د ده وروڼه میا ضیاءالدین او حیاء الدین حکومتي چارواکي او مختلفو ملکونوته به تلل نو قانته بیګم ته د سفرونو موقع پیدا شوه. هغې به هر ځای خپل یادښتونه قلم ته سپارل. قانته بیګم د ډېلي، کشمیر، انګلستان، امریکا، کینیډا، فرانس، روم، مصر او افغانستان کې د خپل سفر حال په ساده ټکو بیان کری دی. په ځینو ځایونو کې د پردې قید سره هم خپل پټ احساس څرګند کړي او د خپلې ټولنې ته د یو درس ورکولو کوشش کوي.
ځما سفرنامه په ۱۹۴۷م کې چاپ شوه چې دا یوې میرمن له خوا په پښتو کې تر ټولو لومړۍ یون لیک ګڼلې شي. سیده قانته بیګم په ۲۲ می ۱۹۹۰م کې وفات شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *