چیړ


د پلوسې له ونې راټول شوی وچ شوی سلیخ (چیړ) د شاتو رنګ لري او په حکیمي نسخو کې پکارېږي.
په نړۍ کې د ډېرو ونو په تنه سلیخ لرونکی اوبه راټولېږي چې وروسته بیا کلک شي او ځینې يې د انسان لپاره ګته ور وي. د هر یو خپل بوی او ځانګړتیا وي چې تر ټولو مشهوره د ” دیودار” یا د چیړ ونه ده او په پښتو کې “رانځړه” نومېږي. په نورو کې د خرماڼۍ (زردآلو) او کیکر یا ببول ونه شامله ده. د مختلفو ونو دغه چیړ ګوند کتیره- ګوند کیکر-ګوند ایراني او داسې په نورو نومونو بازار کې خرڅېږي چې یواځې ماهر حکیم يې پېژني.
پلوسه په یونانی ژبې کې “اکاکیا” او په انګریزي کې “اکیشیا” نومېږي چې ۱۳۵۰ قسمونه لري. ځینې پکې لوی ونې او نور واړه بوټي وي. د دې دوه ډوله مشهور دی چې یو ته کیکر ( اکیشیا نیلوټیکه) او بل ته پلوسه ( اکیشیا موډیسټه) وایی. پلوسه په هندي کې “پهلای” وي او د دې چیړ تر ټولو ګران او د خواړو لپاره غوره وي.
دا اکثر خلک د ملا درد په معجون یا مساله (ملا مضبوط) کې کاروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *