ا
د پیښور په آرکایوز(آرشیف) لایبربري کی د ۲۰ پېړۍ له پېل چاپ شوي اخبارونه او د “افغان اخبار پشاور” څو ګڼې مې ولیدی.
په می ۱۹۰۹م کې دغه پاڼې ته انګریز حکومت د چاپ اجازه ورکړه ځکه دا څو میاشتې د مخه یو کس عبد الله په پټه خپروله. دا به يې په دره ادم خیلو کې په یو مشین له چاپ وروسته د شپې به پیښور کې خلکو ته وېړیا وېشله. په دوو ژبو چاپیدونکی ” افغان اخبار” ( په انګلش دی افغان) په هره پاڼه یو کالم به پښتو او بل خوا د دې اردو متن لیکلی و. داسې ښکاري چې متن به له اردو بیا پښتو ته يې ژباړلو. قاضي ګل احمد د دې کاتب و او پخپله به يې له انګریزي او فارسي ترجمې هم کولې.
دا اوونیزه پاڼه به د هری میاشتې په لومړۍ- ۸- ۱۵ او ۳۰ نېټو چاپېده. د معززینو لپاره د کال ۸ روپۍ او د عوامو لپاره ۴ روپۍ بیه ټاکل شوې وه. په مخ پاڼه يې لیکل چې د پېشکي پېسو نه پرته به څوک اخبار نشي تر لاسه کولې. د خریداري نمبر حواله به په خط وکتابت کې ورکول ضرور وي او که څوک په اخبار کې خپل اشتهار(اعلان) ورکول غواړي نو خط لیکلې شي. کومو خلکو چې د اخبار مدیر ته پېسې وراستولې، د هغوی نومونه به د مخ په پاڼه خپریدل. د خبرونو ځای د منځ پر پاڼو د اشتهارونو څخه وروسته و.
د خبرونو معیار ښایی ” تلوسه” وه. یو خبر دا دی چې په “کلوګون” رنګون- د برما پلازمینه- کې جلال خان نومې یو پښتون ټیکه دار په خېټه کې د شپې یو کس چاقو ومنډلو او هغه يې ووژلو. د هغه د قتل په شک کې د هغه دشمن یو بل پښتون ټیکه دار اسلم خان د خپلو ۹۰ پښتنو مزدورانو سره ونیول شو. د برما یو بل خبر و چې په اسمان کې یوه لوی لکۍ لرونکی ستوری ښکاره شوی دی چې د هغه ځای خلک ورته اندیښمن دي. د بمبۍ یو خبر و چې یو برهمني جینۍ ” کلیان بایی” پخپله خوښه د یو معزز مسلمان سید عبد القادر سره واده وکړو. د ترکی خبر و چې سلطان عبد الحمید له شخصي خزانې یوه تسبیح تر لاسه شوی ده چې بیه يې ۷۵ زره پونډه ( ۱۱ لکه ۲۵ زره روپۍ) وه. د ترکانو نوی باچا ارشاد آفندي چې په سلطان محمد خامس مشهور دی، خپل ټاکل شوي اخراجاتو نه چې ملازمان هم پکې شامل دی، ۲۰ فی صده کمښت راوستې دی. هغه به ژر د خپل ملک سرکاري سفر وکړي.
د وزیرستان څخه د ډاکو(غدۍ) او د هندوانو د دکانونو د چور خبرونه دي. د بنو په “دړکه” کلي چې غدۍ راغله نو خلکو ورسره مقابله وکړه او له ډاکوانو يې دوه کسان ووژل، ۵ يې ټپیان کړل او یو يې ترې ژوندی ونیولو. دویمه ډاکه په ” پهاړ خیلو کې وه چې هلته هم کلي والو، مقابله وکړه او یو کس يې ووژلو او یو يې زخمي کړو. البته په دغې داکې کې دوه هندوان، ښځه او سړی ووژل شو. خو په سر کې کلي وال خبر نه وو او ډاکوانو دا دواړه په خپل کور کې ووژل. دریمه ډاکه د ډیره اسمعیل خان په خدکی کوټ کې پریوته. هلته هم کلي والو ورسره سخته مقابله وکړه او ډاکوانو ته يې زیان واړاو خو افسوس چې کلي والو سره وسله نه وه. راپورچي (ژورنالیسټ) حکومت ته مشوره ورکوي چې پکار ده دغو کلیوالو ته د وسلې ساتلو اجازه ورکړي. د هند د مشهور انګریزي اخبار ” پایونیر” د یو راپور حواله شته چې په ټانک کې د هغوی نماینده په سیمه کې د ډاکو او د شوکو خبر ورکوي. دا هم وایی چې ډاکوان مسلمانانو ته څه نه وایی او هندوان لوټي. هغوی اوس له ویرې نور ځایونو لکه ډیره غاذیخان ته کډه کوی.
اخبار کې په ځایی پېښو پوره راپور خپریدو چې سرچینه يې د پولیس ګزټ و. زیات خبرونه به د جرمونو او د پولیسو د کارکردګۍ او یا د عدالت د یو مشهور مقدمې د فیصلې راپور و. د افغانستان خبر به زیات وخت د شاهي کورنۍ په اړه و. د امیر حبیب الله خان د وخت مهمې پیښې لکه د کیسې پکې خپریدې. د امیر په پوځ کې بغاوت او د ده خلاف سازش په څو پاڼو خپور شوی و.
ښایی د دې له کبله اخبار به انګریزانو هم اخیستو او د نورو سیمو انګریز چارواکو، لکه راجپوتانه انګریز پولیټیکل ایجنټ د افغان اخبار په مشتریانو کې شامل و. د پیښور نه علاوه ” افغان اخبار” هریپور (هزاره) او پنجاب ته هم وراستول کیدو.
.