د امیر حبیب الله خلاف سازش


په ۱۹۰۹م کې د افغانستان د امیر حبیب الله خان په ضد یو سازش وشو. په ۲۳ می ۱۹۰۹م یکشنبه( اتوار) د ورځې له پیښور خپریدونکی د پښتو او اردو اوونیز ” افغان اخبار” د تیرې اوونۍ جاري ” امیر د کابل او سازش” په سرلیک یو راپور خپور شو.
وایی ” یوه ورځ هر کله چه شهزاده حبیب الله خان په محل کښ ناست د یو خاصی مقدمې فیصله اوروله چه ناڅاپه د هزاره و دیارلس څوارلس فوجی افسران محل کښ راننوتل. د هغوئ د مخونو رنګ زیړ تښتیدلی و. د هغوئ هیبتناکو سترګو نه لنبی (لمبې) ختلی. د هغوئ جسه (وجود) په وینو کښ لړلی پړلی وه. د هغوئ وردیانې (یونیفورم) شوکیدلی ټوکیدلی وې. د هغوئ په مخونو او سرونو باندې انچونه ګردونه او خاوری پرتې وې. غرض دا دی چه هغه فوجی افسران په هر حال کښ یو د هیبت نمونه جوړ شوي وو. حبیب الله خان د دوی د داسی حال په لیدو سره حیران شه. او سبب يې ترنه وپوښتل. نو افسرانو جواب ورکه. چه ځمونږه رساله یاغی شوه. او هغوی څو افسران قتل کړه. او په زیات پسات باند تیار دی. مونږ خلق ډیر په مشکل سره څانونه بچ کړه.
شهزاده صاحب. لا وخت ډیر دی. خدای د پاره تاسو د خپل څان د حفاظت ډیر زر څه بندوبست وکړئ ګنړه ډیر ورانی به وشی- د یاغیانو نیتونه بدل شوي دي (یا یی رنګونه بدل کړي دي) او هغه د سپی څامن ستاسو د دښمنان د مرګ په نیت مخه یی هم دی خوا ته کړی ده- اوچت پاسئ او ډیل مه کوئ-ګنړه ویره ده خدای د نه کړي چرته څه نور څه و نه شي.
شهزاده حبیب الله خان باند د دی هیبتناکو خبرو اترو او د خوفناک بیان لږ غوندی هم اثر و نه شه بلکه په ډیر حوصلی سره یی یو چرټ ولګاوه او وی ویل ښه ده هیڅ پرواه نشته. زه د باغیانو سره مقابله کولو د پاره هم اوس تیاری کوم او حکم یی وکړو چه په دا ټکی اس حاضر کړئ. خو چه اس راغی شهزاده صاحب پر باند سور شه او بی له د اخستو د وسلی نه یواڅی اس یی په تراټ پریښو او هم هغه طرفته چه د یاغیانو د راتلو یی خیال وه لاړل- خو چه د یاغیانو نظر په شهزاده صاحب باند پریوت- نو هغوي د خپل خیالی فتح په خیال باند مست شول- او یوه بی اختیاره د فتحمندئ د خوشحالئ نه چغه کړه او سره د دی د ټوپکونه یی شهزاده صاحب ته ونیول او دوه دری ډزی يې پر باند وکړی یاغیان پخپل جوش کښ داسی ډک وو-چه په هغوي کښ د خپل نیک او بد تمیز هم باقی نه وه پاتی شوی. هم په هغی جوش کښ مستو څو سپاهیانو په بی عقلی او ټوقو ټقالو سره پخپلو کښ یی خپل ټوپکونه وجنګول –چه د هغی په سبب سره ډزی خالی لاړی. او ګولئ (مردکئ) د شهزاده د سر او د لوی ګندو څخه نه په شړنهاري سره تیری شوی- حبیب الله خان د دی خبری هډو هیڅ پرواه ونکړه-او بی د خوف خطره څیرونکی د یاغیانو په ټولی کښ ننوتل- او د دوه و دری و سپاهیانو په شا باند په زور سره د دوه و دره و لختو ګزارونه وکړل- په سختي سره په مهیب آواز کښ یاغون ته یی د واپس کیدو حکم ورکړ- هغوی خپلو کمپو ته بیرته تللو نه انکار وکړ- حبیب الله خان په ډیر قهر سره ورنه پوښتنه وکړه-چه څه سبب دی چه تاسو خلق په شرارت او په پسات باند تیار شوی ئی. ټولو په یوی خولی وویل. څمونږ افسران له مونږه سره د کمینه و سلوک کوي او مونږ له سپو نه هم زیات بد ګنړي. مونږ د داسی سپکوالی سره د ژوندون تیرولو نه مرګ په زر (۱۰۰۰) درجه غوره ګڼړو. او چه مونږ مرګ و ته تیار شوی یو نو ولی د خپل زړه ارمان و نه باسو او مړه نه شو.”
د دی خبری په آوریدو سره حبیب الله خان وویل، کوم تکلیفونه چه تاسو خلقو ته رسولي شوي دي-هغه ټول راته یو په یو بیان کړئ- زه به پخپله د هغی خبری تحقیق کوم- که په ریښیتا سره ستاسو شکایتونه صحیح وختل-نو هغه به پورته کړی شي- او آینده د پاره به د هغو بندش وکړی شي- او ستاسو په معامله کښ به په ښه شان سره انصاف وشي- او د دی خبری د یقین ورکولو څه چه زه دا مال (محال) وایم دا ریښتیا دی-زه د خپل پلار بزرګوارد ږیری مبارک قسم خورم-که چری اوس هم ستاسو یقین راته شی-او تاسو خپل کمپو ته بیرته ستانه نه شوئ نو دا له غوږه په ښه شان سره وباسئ چه ستاسو به ډیربد حال وشي-او تاسو به په داسی په بد رنګ مرګ ووژلی شئ-چه نور به ستاسو د دی حال په بدو سره عبرت واخلي. ( باقی آینده)”
د اخبار د دغه کالم سره لاندی بیا نوی سرخط او روان خبر دی چی
” د اوسنی سازش د کابل متعلق هیڅ نوی خبر نه دی معلوم شوی- بی له دی نه چه امیر صاحب لا تر اوسه پوری د سازش په تحقیق کښ مصروف دي. څلور تنه معزز او معتبر سړي په شبه کښ نور هم ونیولی شول- له دی تحقیقات نه دا خبره په ښه شان سره ثابت شوی ده –چه امیر صاحب میره مور بی بی حلیمه او میرئیز ورور شهزاده عمر جان بیشکه په دی سازش کښ شامل دي. معلوم نه دی چه امیر صاحب په کوم مصلحت سره د معافی اعلان کړی دی-او په شکمنو قیدیانو د سازش باندی بی له نظر بندئ نه او د مضبوطی پهری نه نوره څه قسم سختي تر اوسه پوری پری نه ده شوی.”
د دې پیښې وروستی خبر دا و چې امیر د سازش مجرمانو لپاره یوه کمیته جوړه کړه چې دوه ملایان، د سنی- شیعه او هندوانو یو یو استاځی پکې و. دغه کمیټی د خپلو پلټنو نه وروسته درې کسانو ته سزا فیصله وکړه چې محمد حسین، محمد اعظم او سردار عبدالغیاث وو. دا درې واړه توپ سره يې والوزول.
د اخبار د پاڼې په وروستي برخه کې، ” له کابل نه خبر راغلی دی چه سراج الملت والدین امیر حبیب الله خان صاحب بادشاه د کابل خپل زلمی څوی او ولیعهد سردار عنایت الله جان د ټولو فوڅونو د افغانستان کمانډر انچیف(جنګي سپه سالار) مقرر که-او په ټول سلطنت کښ د دی خبری جار وګرزاوه او ټول لښکرپه دی مقرروالی باند خپله خوشالي وښودله.”

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *