په ۱۹۰۶م کې د میاں نعمان الدین احمد کاکا خیل له خوا یو اشتهاري (اعلان) پاڼه خپره شوه چې د پښتو ژبې لیکوالانو د پام وړ وه. متن يې داسې و.
” د هرچا چه یو علم پخپله ژبه کې وي- هغه علم ډیر ځر- اسان حاصلولی شي- ذکه د پښتنو د علمیت د پاره د هر علم فن بیان هم په پښتو کښ بیانول ضروری دی- نو که چا د څه داسی قسم کتاب په پښتو ژبه کښ جوړ کړ-زه به په قدر د کوشش د هغه او په اندازه د ضرورت او مناسبت د مضمون- حسب حیثیت خپل انعام ورکړم او د کتاب په اشاعت کښ به یی مدد اکړم-”
نعمان الدین هغه وخت د سیالکوټ حکومتي چارواکی ( ایکسټرا اسسټنټ کمشنر و. له دغه متن ځو خبرې معلومېږي. دغه افسر په سرکاري نوکرۍ کې انګریزي، فارسي او اردو کتابونو په ډېروالي د کمښت احساس کوي. دغسې احساس په پښتو ژبې مئېن لیکوال ته اکثر پیدا شي خو نعمان الدین د لیکوالۍ په اړه معلومات نشته. دویمه دا چې هغه په مورنۍ ژبې کې د زدکړې پلوي کوي. ځکه ” هغه علم ډیر ځر- اسان حاصلولی شي-” مانا دا چې زر پرې پوهېږي. د پښتنو د وروسته پاتې کیدو یو سبب د هغه وخت او اوسنی تعلیمي نظام دی چې یو ماشوم په بله ژبه زدکړه کوي. د متن ژبه د هغه وخت د اردو (چې فارسي به پکې زیاته وه) څخه ترجمه شوی ښکاري. دا جمله ” زه به په قدر د کوشش د هغه او په اندازه د ضرورت او مناسبت د مضمون.” د فارسي ” به قدر کوشش واندازه ضرورت و مناسبت مضمون” کېږي. د نوښار کاکاخیل ټبر اوس هم شته من دی او د انګریزي تعلیم له برکته سړي يې په لوړو رتبو ملازمت کوي. میاں نعمان الدین هم دغسې شته من خو د لوی زړه خاوند دی چې پښتو لیکوال ته نه یواځې انعام بلکه د کتاب په چاپولو کې ورسره د مرستې ژمنه هم کوي. څرګنده نه ده چې څومره لیکوالان به د ده له اشتهار خبر شوی وي او یا به يې کتاب چاپ شوی وي.
د میاں طارق شاه له فیسبوک څخه
SALAM MAM,
DA ISHTEHAR PO MOSBAT SAR TASO WAZHAT DA KHARA DA CHE POKHTO WARSTO PATEKIDO ASAL WAJA DA, DA CHE PA SCHOOL,MADRASA KE ZARIA TALEEM NA DE.O ZAMA PA KHAPLA POKHTO DERA GADAWADA DA ZAKA CHE MONG HUM PA SCHOOL KE POKHTO IKHTYRAI SUBJECT WO,O NAN SABA KHO LA DER DA AFSOOS KHABARA DA CHE PA PRIVATE PUBLIC SCHOOLNO KE PA POKHTO KE KHABARE KAWAL MANA DEE,DA ZZARA BO CHATA KAWAO,MONG TOL POKHTANO THEKDARAN,MOLAYAN,TABLIGYAN,SIYATDAN.TOL PA URDU KE GHAPEE,
ZA PA KHAPLA BAKHANA GHAWAROM,
محترمی صفیه حلیم خور
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمی د څیړونکی په اړه یو موضوع باندی کار کوم یعنی یعنی یو علمی اثر لیکم که تاسی سره داسی کوم کتابونه یا مجلی چی د څیړونکی او پلټوونکی په اړه معلومات ولری چی د ریفرینس په توګه تری استفاده وکړم که وی د پی ډی ایف په شکل یی زما لاندی ایمیل ته ولیږه
په درنښت
که موضوع دې راته وښایې نو ممکن ایمیل درواستوم.مننه