د افغانستان پوځ

?????????????????????????????????????????????????????????


د امیردوست محمد خان له مړینې وروسته، د ده دریم زوی شیرعلي خان په ۱۸۶۳م کې د افغانستان پر تخت کیناستو.
انګریزانو هغه وخت د روس له ویرې “فارورډ پالیسي” شړله او د خپلو سرحدونو د ټاکلو لپاره د افغانستان په لویه خاوره يې خېټه اچولې وه. بل خوا روس هم خپل استاځي کابل ته لیږل او د هند بحر ته يې پښې لوڅې کړې وې. د هغه وخت مشهور کارټون کې امیر شیرعلي خان د زمري (برطانیې) او د یږې (روس) ترمنځ ولاړ ښودل کېږي.
د دوست محمد نورو زامنو افضل خان او اعظم خان په داخلي جنګونو کې لږ وخت لپاره کابل ونیولو خو شیرعلي په دویم ځل په ۱۸۶۶م کې بیا امیر شو نو برطانیې ورسره روغه وکړه.
د ده لومړی هدف د افغانستان یو عصري پوځ جوړول وو نو حسین علي خان يې د دفاع وزیر وټاکلو. د امیردوست محمد په وخت قطغن (ترکستان) په لښکر کې د سواره پوځ قوماندان د پیاده جنرل کریم بخش هندوستانی و. دی د سپه سالار فرامرز خان د قتل په سازش تورن کابل کې قید و. امیرهغه خوشې کړو او بیا يې د پوځ جنرل وټاکلو.
انګریزان پوهه شول چې امیر د ملک د اداره کولو صلاحیت لري نو په ۱۸۶۸م د نومبر په دویمه نېټه يې ورته د ملګرتیا لیک، د سوغات په توګه ۱۲۰۰۰ ټوپک او ۶۰۰۰ روپۍ واستول. ده ته يې هند ته د راتلو بلنه هم ورکړه. امیر هند ته ورغلو او په بیرته سفر کې له ځان سره د هندي پوځ منصبداران سردار بهادرغلام نقشبند، عبدالحمید او فتح علی خان کابل ته راوستل. هلته د لومړۍ پوځي پوهنځي (ملټري اکاډمي) تابیا وشوه. د پوځ درې برخې پلي (پیاده) اس سپاره او توپخانه وه او پوځي رتبو لپاره په پښتو او دري کې نومونه وټاکل شول.
سرتېرى- (سولجر)
پرک مشر(لانس کارپورل)
لمړی بريدمن(لیفتنټ)
بریدګی(سارجنټ)
تورن (کیپټن)
جګړن (میجر)
ډګروال (کرنل)
ډګرجنرال (لیفټنټ جنرل)
تورن جنرال (میجرجنرل)
لوی درستیز(چیف اف سټاف)
ډلګۍ (سیکشن)
غونډ (رجمنټ)
ټولۍ (کمپني)
کنډک (بټالین)
فرقه (ډویژن)
لوا (بریګیډ)
بلوک (پلاټون)
سلامي (سیلوټ)
رسم ګذشت (مارچ پاسټ)
ګزمه یا ګشت (پیټرول)
قطار کاروان (کانوای)
مورچه یا سنګر(ټرینچ)
صحرايي روغتون(فیلډ هاسپټل)
طعام خانه (میس)
قشله- ګیریزن
قرارګاه- هیډ کوارټر
قول اردو( آرمي کور)
مهمات (ایمونیشن)
وسلتون (آرمري)
پوسته (پوسټ)
یرغل یا برید(حمله)
توپچي (ګنر)
په دغه منظم پوځ کې ۵۷ پیاده غنډ (۳۴۰۰۰نه زیات عسکر) ۲۰ سپاره غنډ ( ۱۱۰۰۰ نه زیات) ۲۶ د غرونو باتري (توپخانه) چې پکې ۱۵۰۰ سواره او پلي شامل و. پوځي قشلی (ګریزن) په کابل، هرات، کندهار، میمنی، بلخ، پکتیا او ننګرهار کی وې. سرحدي عسکر د دې نه علاوه وو. د پیاده عسکر تنخواه د میاشتې ۷ روپۍ او د سپارو ۱۴ روپۍ وه. د پوځيانو لپاره اروپای ډول یونیفورم (وردې) کوټ-پتلون- ټوپۍ (خولۍ) بوټ جراب او د ژمي لپاره ګرم بالا پوش(کوټ) حکومت ورکول. د کابل په توپخانه کې د میاشتې یو توپ جوړیدو او ورسره په رانجو(بارود) لوی وړې ګولۍ هم جوړیدې.
امیر شیرعلی خان په مارچ ۱۸۶۹م کې د خپلو مشاورو سره امبالې ته ورغلو او له انګریز يې د خپل پلار سره شوی لوظنامه کې د بدلون غوښتنه وکړه. په دې کې لویه ماده په بهرنیو چارو کې د افغانستان خپلواکي وه خو هغوی ورسره و نه منل.
امیر شیرعلي خان مجبور شو چې د افغانستان د دفاع لپاره روس سره تړون وکړي. هغه په خپله خاوره بهرني نه غوښتل او په کابل کې برطانوي سفارت له ساتلو يې ډډه کوله. په کابل کې د روسانو د استاځو ورتلل انګریز خپل سپکاوی ګڼلو. هغوی امیر بیا د خبرو اترو لپاره هند ته وبللو خو ده په ۱۸۷۳م اپریل کې خپل وزیراعظم سید نور محمد شاه شمله ته واستاو. انګریزبیا ټینګار کاو چې افغانستان به په بهرني سیاست کې له برطانیې مشوره اخلي. د پخلاینې لپاره يې امیر شیرعلي خان ته د یو لیک سره ۱۵۰۰۰ ټوپک او یو میلین روپو د ورکولو ژمنه وکړه. امیر، ټوپک اخیستل ورسره ومنل خو روپۍ يې وانخستې. په ۱۸۷۶م کې برطانیې خپله ملکه وکټوریه د هند” ایمپریس” ( ایمپراتوره) اعلان کړه او یو لوی دربار ته يې ټول نوابان او راجه ګان وروبلل. امیر شیرعلي خان هم ورته بلل شوی و خو دی ورنغلو چې د انګریز په مخ یوه څپېړه وه. هغه تر خپله وسه کوشش کاو چې د انګریز سره دشمني و نه کړي. په ۱۸۷۷م جنوري کې يې د حکومت مهم غړی میر اخور احمد جان يې پیښور ته د خبرو لپاره واستاو. دا مذاکرات ۳ میاشتې کیدې چې پکې انګریز په کابل کې خپل سفارت په ساتلو ټینګار کاو. په ۱۸۷۸م کې وزیراعظم سید نورعلي شاه او له هغه څو میاشتې وروسته شهزاده عبد الله په مرموزو حالاتو کې مړه شول. انګریزانو په علي مسجد او پیواړ کې پوځي عملیات پېل کړل نو امیر شیرعلي روس تاشکند ته لاړو چې روسان د خپلې دفاعي لوظنامې درناوی وکړي. خو هغوی هم ورسره خیانت وکړو نو دی مایوسه بیرته مزار کې په فروري ۱۸۷۹م کې وفات شو.
امیر شیرعلیخان یوغیرتي انسان او په وطن مېن کس و چې د خپلو کمزوریو سره هم په افغانستان کې یو ملي اردو تشکیل کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *