په ۱۹۲۹م کې د لاهور یوې بنګلې مخ ته لوی تور موټر څخه یو بارعب سړی ښکته شو. خادم په دروازه ورته وویل چې بادار يې یوې مقدمې لپاره عدالت (محکمې) ته تللی دی. هغه سړي ورته خپل کارډ پریښودو او رخصت شو. بادار علامه محمد اقبال د هند نامتو شاعر او وکیل کور ته راغلو نو د کارډ په لیدو يې ملازم ته وویل، ” ته خبر يې چې هغه سړی د افغانستان باچا و. تا به لږ د کیناستو ست ورته کری وای.”
اقبال د افغانستان سفیر نادرخان سره په لومړي ځل فرانس کې لیدلي وو. په ۱۷ جنوری ۱۹۲۹م کابل کې حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) د امان الله خان حکومت نسکور کړو نو نادرخان د بغاوت ختمولو لپاره هند ته لاړو. د لاهور اورګاډي په سټیشن اقبال ورسره ولیدل او له خپل جیب يې ورته ۵۰۰۰ روپۍ ډالۍ کړې. په دغه اخلاص د نادرخان په سترګو کې اوښکی راغلې. اقبال په ۳ اکتوبر د’’نادر خان ہلالِ احمر‘‘ په نوم یو فنډ ( پانګه) جوړ کړو. تر ۵ نومبر ۱۹۲۹م په فنډ کې ټولې شوې، ۸۰۰۰ روپۍ يې نادر شاه ته واستولې. هلته ’’مجلس امدادیه ملّي‘‘ د پېسو لپاره د مننې لیک سره ورته د سفر بلنه هم ورکړه. په ۱۴ دسمبر ۱۹۳۰م کې نادرشاہ پخپله اقبال ته لیک کې د ده د هلو ځلو مننه وکړه. په اکتوبر ۱۹۳۳م کې د استقلال په جشن کې د کابل پوهنتون د پرانستې پلان هم و. نادر شاه د دې لپاره د هندوستان دریو روڼ اندو ډاکټراقبال، د علیګړپوهنتون مشر سرراس مسعود او نامتو عالم سید سلیمان ندوی ته بلنه ورکړه. د اقبال منشي،غلام رسول او د راس مسعود سکټر پروفیسر ہادی حسن نه علاوه د اقبال خادم علی بخش هم ورسره مله شول.
له سفر وړاندې اقبال یو بیان کې وویل چې، د افغانستان ځوانان د اوسنیوعلومو د تر لاسه کولو لپاره لیواله دي. دا زمونږ فرض دی چې په خپل وس ورسره ملاتړ وکړو. په کابل کې یو نوی پوهنتون او د پیښور اسلامیه کالج د پوهنتون په سطح د افغانستان او هندوستان ترمنځ ذکي او بااستعداد افغان وګړو ته به ګټه ور وي.
د ۱۹۳۳م اکتوبر په ۲۰ نېټه سید سلیمان ندوي نه بغیر، دغه وفد د لاهورڅخه په اور ګاډي (فرنټیرمیل) کې پیښور ته روان شو. په پیښور کې د افغانستان حکومت موټر ورته ولاړ وو او د انګریز حکومت وزیر سرصاحبزادہ عبدالقیوم خان هم پخپله موجود و. په اسلامیه کالج کې ورته د چایو انتظام شوی و او یو شمیر طالب علمان او استادان د پروفیسر محمد شفیع په مشرۍ په سټیشن هرکلي ته تللي وو. میلمانه راغلل نو صاحبزاده عبد القیوم په ټینګار دوی سټیشن ته مخامخ د هغه کور کې چای وڅښل. صاحبزاده په ډوډۍ هم ټینګار کاو خو اقبال ورته وویل چې که خپل میشتځای ته ورشي نو قضا مونځونه به ادا کړي.
کله چې اقبال او ملګری يې د صاحبزاده له کوره را بهر شول نو د اسلامیه کالج شا و خوا ۲۰ هلکانو، د دوی موټرو ته لوی پړي تړلي وو. په دوی کې شاعر فارغ بخاري هم و او وایی چې د افغان حکومت تور موټر مو په راښکلو راښکلو “ډینزهوټل” ته یوړو. هلته افغان حکومت د میلمنو لپاره دوه کوټې ( ۶ او ۷ ) نیولې(ریزرو) وې. اخوا په اسلامیه کالج کې د ډوډۍ انتظام شروع شو خو دا هم ونشو. ځینې خلک د علامه اقبال د لیدو لپاره هوټل ته ورغلل. په دوی کې د ” افغان” او جمهوریت اخبار مدیر “خان میرهلالي” هم وو. هغه یو نظم ’’اقبال او پښتانه” کې دا ملاقات د سوال و جواب په شکل بیان کړو.
علامه وایی چې پښتون قام کې د ژوند نښې دي او د ژوند سره مینه لري. د دوی خصلت د عربانو په شان او تاریخ يې د ننګ او غیرت له حماسو ډک دی. میرهلالی ورته وایی چې پښتانه خو د انګریز غلامان دي نو علامه په جواب کې وایی چې د پېرنګي کاسه ډکه ده او ژر به د دوی د مکر جال تار تار شي. که دا قام په یو مرکز جمع شو نو د انګریز غرور به خاورو سره یو کړي.
په ۲۱ اکتوبر اقبال او ملګري يې په دوو موټرو کې د تورخم په لار کابل ته روان شول. تر هغې د استقلال جشن ختم و خو دوی په سرکاري میلمستون کې ایسار شول. د ” انجمن ادبی کابل” کې علامه په خپله وېنا کې هم دغه خبرې وکړې. ویل يې افغانستان ته د یو داسې مېړنی پکار دی چې دغه قام د جهالت له تېرو وباسي.
دوی د کابل تاریخي ځایونه ولیدل او د بابر باچا په مقبره اقبال دا شعر وویلو.
خوشا نصیب که خاک تو آرمید اینجا
که این زمین ز طلسم فرنگ آزاد است
هزار مرتبه کابل نکوتر ز دلی است
که آن عجوزه عروس هزار داماد است
ترجمه- “ته بختور يې چې مړی دې دلته پروت دی ځکه دا خاوره د یورپ له طلسم ازاد ده. کابل له ډېلي زر وارې ښه دی ځکه هغه د زرو مېړونو ښځه ده.”
په ۲۶ اکتوبر سید سلیمان ندوی چې د سفر اسناد لپاره وروسته پاتې و، کابل ته ورسیدو. درې واړه د نادرشاہ ملاقات له ورغلو. اقبال هغه ته د قرآن کریم یوه نسخہ ډالۍ کړه او د ماځیګر د لمانځه وخت شو نو نادر شاه اقبال ته د امامت خواست وکړو. اقبال معذرت سره ورته وویل چې نن ستا په امامت نمونځ کول غواړم ځکه چې ټول عمر مې ارمان و چې د یو مسلمان باچا په اقتداء کی نمانځه ته ودریږم.
د شپې ډوډۍ صدراعظم سردار ہاشم خان په کور کې وه. هلته د نورو نه علاوه د دفاع وزیر شاہ محمود، شہزادہ اسداللہ خان چې د شاهي پوځ مشر و، خارجه وزیر سردار فیض محمد، د دربار وزیرسردار احمد خان، د فواید عامه وزیراللہ نواز او د مجلس اعیان مشر میرعطا محمد هم موجود وو. سردار فیض محمد خان د افغانستان او هند د تاریخي اړیکو، اقبال په سیاست او فلسفه او راس مسعود جاپان ته د خپل سفر په اړه خبرې وکړې. په ۲۷ اکتوبر د جمعې لمانځه لپاره دوی د نادر شاه سره پل خشتی جومات کې یو ځای شول. بیا دارالامان ته لاړل او سردارفیض محمد، اللہ نواز او سرورخان جویا سره يې د غرمې ډوډۍ وخوړه. په ۲۹ اکتوبرعلامه اقبال په قصردلکشاہ کې نادر شاه سره په وروستي ځل ولیدل.
په ۳۰ اکتوبر سهار دوی د سرورخان جویا په بدرګه غزنی ته روان شول. د ۱۲ پېړۍ صوفی شاعر او درویش حکیم سنائیؒ په زیارت اقبال دومره په تلوسه شو چې ډېر وخت د قبرسر ته ولاړ په زوره يې ژړل.
په بله ورځ مقر په سرکاري میلمستون کې میلمنو ته د غرمې ډوډۍ تابیا شوی وه. ماځیګر دوی قلات غلزئی ته لاړل او شپه يې هلته وکړه. د نومبر په لومړۍ نېټه دوی کندهار کې د “خرقه شریف” زیارت ته ورغلل. اقبال د پیغمبر(ص) خوشبوی احساسوي.
آمد از پیراهن او بوی او
داد مارا نعرهٔ الله هو
بیا د احمد شاه ابدالي په مقبره وایی هغه عارف، د عقل او د تورې خاوند و او پاک روح يې زه په خبرو راوستم.
از دل و دستِ گهرریزی که داشت
سلطنتها برد و بی پروا گذاشت
نکته سنج وعارف و شمشیرزن
روح پاکش با من آمد در سخن
د نومبر په دریمه دوی د چمن په لار کوټې او بیا لاهور ته روان شول. په ۸ نومبر نادر شاه په کابل کې ووژل شو. اقبال د دغه سفر احساس په یو نظم کې را ونغښتل.
حضور حق سے چلا لے کے لولوئے لالا
وہ ابر جس سے رگ گل ہے مثل تار نفس
بہشت راہ ميں ديکھا تو ہو گيا بيتاب
عجب مقام ہے ، جي چاہتا ہے جاؤں برس
صدا بہشت سے آئي کہ منتظر ہے ترا
ہرات و کابل و غزني کا سبزه نورس
سرشک ديدہ نادر بہ داغ لالہ فشاں
چناں کہ آتش او را دگر فرونہ نشاں!
د ظاهر شاه له خوا هم د اقبال درناوی کیدو. په ۱۹۳۴م کې کله چې علامه ناروغه شو نو هغه به ورته تازه او وچه میوه وراستول. د هغه مشهور شعر لوستو افغانانو ته یاد دی چې
آسیا یک پیکر آب و گل است – ملت افغان در آن پیکر دل است
از فساد او فساد آسیا – در گشاد او گشاد آسیا
ایشیا د خټو او اوبو څخه جوړ بوت او افغان ملت پکې لکه د زړه دی. هلته جنګ د ټول ایشیا شخړه او هلته خوشالي د ایشیا خوشالي ده.
سلام.
ستاسو لیکنې او تاسو د قدر وړ یاست .
سمېره او د بېښنالیک پته که راته ولېږۍ.
ډاکټر محمدزمان احمدزی