سارنات


د هند ترټولو پخوانۍ عقیدې “جېن” سادهوان به په دشتو او ځنګلونو کې په مراقبه کیناستل. کله چې به مړه شول نو په ناست حالت کې به يې ورباندې خاورې واړولې. بیا به يې هغه ډېرۍ په تیږو وپوښله او ورپسې خښتې به يې پرې تاو کړې.
دغه وړې ډېرۍ “چېتیا” نومېږي او خلکو لپاره سپیڅلي وو نو ځکه د نذر ( منښتو) لپاره به ورته تلل. د ګنګا جمنا پرغاړو د بنارس سپیڅلي ښار ته هم ډېر سادهوان ورتلل چې د ژوند وروستۍ ورځې هم هلته تیرې کړي. دغسې یو ځای سارنات د بنارس څخه ۵ کلومیټر لیرې او د یو لوی سټوپا نه علاوه څو لرغونو ودانیو کنډوالې پکې اوس هم ترسترګو کېږي. د سارنات پخوانی نوم ” ایسیپتانه” (هغه ځای چې سپیڅلي سړي ورته تلل) و. د دې سبب هغه مراقبه کوونکي وو چې د پخوانیو غونډیو ( قبرونو) شا و خوا به په عبادت ناست وو. د پښتنو په سیمه کې هم درویش یا پیر به د پخواني صوفي د مقبرې سره نزدې “چېله” کوله.
په پالي ژبې کې سارنات “مریګداوه” د ” هوسیو بڼ” نومیدو چې ښایی دلته ځنګل او د ښکار ځناور به پکې ګرځیدل. سارنات د بوده دین تر ټولو سپیڅلی زیارت دی چې ګوتم بودا پکې په لومړي ځل خپلو ۵ مریدانو ( سنګهه) ته نروانه ته د رسیدو ۸ لارې وښودلی. د بودا له مړینې وروسته د ده مریدانو د هغه مړی وسیزلو او ایرې يې په ۸ برخو کې د خاورې په غونډیو کې پټې کړې. په دوو نورو ډېریو کې هغه مرتبان چې پکې ایرې ساتل شوې وې او د اور پاتې بڅرکي خښ شول. د وخت په اوږدو کې دا ډېرۍ ورکې او د دوی اصل ځای له خلکو هیر شو.
خلکو د سارنات د پخوانیو غونډیو سره نوي ډېرۍ جوړولې خو اټکل کیدو چې هلته به د بودا ایرې هم موجودې وي. څو سوه کاله وروسته په ۲۴۹ ق م کې اشوکا باچا بودهه دین ومنلو نو په سارنات کې هغه ځای د یو لوی سټوپا جوړولو امر وکړو چې بودا پکې درس ورکړی و. په لومړیو بودای متنونو کې دا درس یا تبلیغ په یو “بڼ” کې و چې “مریګه ایاورن” نومیږی. په سانسکرت کې “مریګه” د ښکار ځناورو ته وایی. بیا هغه ځای چې رشي پټنه” یعني “د رشي د راتلو ځای” د یو لوی سټوپا لپاره غوره شو. دا ” دهمیک” ستوپا بللې شي او ورسره په یوه مناره د اشوکا نصیحت ولیکل شو. دا ۴۴ میټړ لوړه ستوپا د تیږو او پخوخښتو څخه جوړ او پلن والی يې ۲۸ میټر دی. بهرني تیږې يې په ګلونو نقش او براهمي ژبه پرې کښلی ده. د ۷۰۰ کالو په اوږدو کې د ترمیم او بیرته رغولو لپاره دا سټوپا ۶ ځلې په نور پلستر او خښتو وپوښل شوه. خو د دې سر به نامکمل پریښودل کیدو. په ۶۴۰م کې خوانزانګ سارنات ته ورغلو نو لیکي چې هلته ۱۵۰۰ راهبان اوسیدل.
د دهمیک سره نزدې یوه بله لویه بودهه سټوپا “دهرما راجیکه” نومېږي. چاپېره ترې نورې کنډوالې هم وې چې هر یو يې له زمکې ۶ میټر لوړ و. د ۲۰ پېړۍ په پېل کې دلته د اشوکا او کنشکا باچاهانو د وخت ډبر لیکونه رابرسیره شول.

1 Comment

Add a Comment
  1. السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته پس له سلامه محترمى ستاسۍ او عافيت غواړو الله دى وکړي چى روغ او حيا په جاموکښې په ياست

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *