په ۲ جون ۱۹۵۳م د برطانیې ۲۷ کلنه شهزادګۍ ایلزبت د ملکې په توګه پر شاهي تخت کیناسته.
د فرانس مشر نپولین بوناپارټ قول دی چې ” شاهي تخت په مخملو پوښلی لرګین بنچ وي.” خو برطانوي شاهي تخت د لرګي یوه لویه کرسۍ (چوکۍ) او په سرکاري توګه د “سینټ ایډورډز کرسۍ” نومېږي. د دې لاندې پرته یوه لویه تیږه د سکاټلینډ نه راوړل شوی وه.
تر ۱۳ پېړۍ سکاټلینډ یو خپلواکه باچاهي وه. په ۱۲۹۶م کې د انګلستان لومړي ایډورډ باچا هلته پوځ یوړو، د ” پرت” د ” څکون ” جنګ يې وګټلو او هلته یو کلیسا کې ایښې لویه تیږه يې لندن ته راوړه. دا تیږه د سکاټلینډ د باچاهانو تخت او ډېر سپیڅلی ګڼل کیدو. د (څکون) تیږې سره یو په زړه پورې داستان تړلی دی. وایی چې حضرت یعقوب (ع) په ” بیتهل” کې په تیږې سر ایښې ویده و. ده خوب ولیدو چې په یوه زینه اسمان ته خېژي. دی راویښ شو نو په هغه تیږې يې لږ غوړ وڅڅول او دعا يې وکړه. د حضرت یعقوب ( ع) زامنو هغه تیږه له ځانه سره مصر ته یوړه. له هغه ځای د هسپانیې یو باچا ” ګاتهیلوس” یونان ته او بیا د ده زوی “سایمن بریخ ” په ۷۰۰ ق م کې آیرلینډ ته یوړه. هلته دا ” لیه فیل” یعني مقدس کاڼي یو سپیڅلي غر “تارا” ته يې یوړو. داسې انګیزه وه چې که د شاهي کورنۍ غړی پر دغه تیږه کېني نو دا غړمبېږي. که بل څوک پرې کېني نو بیا تیږه خاموشه وي.
د ۵ پېړۍ په ورستیو کې د آیرلینډ د شاهي کورنۍ ” فرګس مورمیکآیر” دا تیږه سکاټلینډ ته یوړه او هلته هم باچاهي پېل شوه. په ۹ پېړۍ کې دا د باچاهۍ نښه وه او یو وخت ورباندې دا جمله په ” ګېلیک” ژبې کنده شو. ” د دې تیږې ځای بختور او چې څوک پرې کېني نو هغه به په سکاټلینډ حکومت کوي. دا مستطیل تیږه ۱۵۲ کلوګرام وزن لري.
د انګلستان لومری ایډورډ باچا د تیږې لپاره د یو لرګین کرسۍ جوړولو امر وکړو. داسې اټکل کېږي چې ممکن د څېړۍ د ونې جوړه یوه پخوانۍ دوه نیم میټر لوړه کرسۍ ورله ترکاڼ ترمیم او د دې لاندې هغه تیږه په تختو کې بند کیښودل شوه. په ۱۳۰۰م کې ایډورډ او ورپسې ۷۰۰ کاله د برطانیې هر نوی باچا به په دغه کرسۍ (تخت) کیناستو نو ټولو به ورته سر ټیت کړو.
د کرسۍ د پاسه طلای رنګ ( ملمع) وهل شوی او په سور رنګ د مرغیو، بوټو او ځناورو نقشونه جوړ دي. د شا د تختې په بل مخ یو زمری او د پاسه پرې د باچا پښه نقش ده. دا کرسۍ مودام د ویسټ منسټر په کلیسا کې پرته وي.
په ۱۶ پېړۍ کې د کرسۍ څلورو پښو ته د لرګي څلور زمري جوړ شول او د څکون تیږه يې څرګنده کړه. په ۱۷۲۷م کې کرسۍ بیا ترمیم شوه او نوي طلایی ملمع شوي زمري کیښودل. له ۱۳۰۰م راهیسې ۳۸ باچاهان پردغه تخت کیناستل او تاج يې په سر کړو. ۱۴ میرمنې د خپل میړه یا د اولاد د سرپرست په توګه د ملکه خطاب لرلو خو د هغوی لپاره د تاجپوشي بیل مراسم وشول. په برطانیې کې په یو وخت کې دوه باچاهان ( ملکه میري او ویلیم) باچاهي کړی ده او د تاجپوشۍ لپاره میري په یوې ځانګړې کرسۍ کیناسته. دوه باچاهان يې داسې هم وو چې تاجپوشي يې ونشوه. د تاجپوشۍ په وخت د کرسۍ او د تیږې مخ د کلیسا قربان ګاه لوري ته وي.
دا شاهي کرسۍ په ۱۸ پېړۍ کې د ولس د نندارې لپاره کیښودل شو. په کلیسا کې زده کوونکو او سیلانیانو به کله موقع پیدا کړه نو د کرسۍ پر شا يې خپل نومونه او ښکنځلې کنده کول. یو کس لیکلي دي. “پي- ایبټ په ۵-۶ جولای ۱۸۰۰م کې پر دغه تخت خوب وکړو.”
په ۱۹۱۴م کې د ښځو د رای ورکولو لپاره په مظاهرو کې چا دغه تخت ته بم کیښودو او د څکون د تیږې یوه ټوټه يې ماته کړه. خو انګریزان زاړه شیان خوښوي او دا هر څه د برطانوي تخت د تاریخ یوه برخه ګڼي. د دویم نړۍ وال جنګ په وخت په لندن د جرمني د بمباریو له کبله دا تخت په یو خوندي ځای کې وساتل شو. بیا يې کلیسا کې کیښودو خو په ۲۵ دسمبر ۱۹۵۰م کې د سکاټلینډ ملتپالو د څکون تی.ه غلا کړه. څو میاشتې وروسته پولیسو دا وموندله او بیا خوندي ځای کې کیښودل شوه. اخر په فروري ۱۹۵۲م کې د ملکې د مراسمو لپاره بیا کلیسا ته راوړه.
زه په لومړي ځل ویسټ منسټر کلیسا ته په ۱۹۸۶م کې ورغلم او دا پخوانۍ شاهي کرسۍ او ورلاندې پرته تیږه مې ولیده. سوچ مې کاو چې د ۷۰۰ کالو په موده کې څومره انسانان له دغې فاني نړۍ لاړل. د دغه تخت لپاره به څومره جنګونه شوی وي خو اخر باچا هم مړ شي.
په ۳ جولای ۱۹۹۶م د برطانیې وزیر اعظم جان میجر اعلان وکړو چې د څکون تیږه به سکاټلینډ ته بیرته ورکوي. خو دا به د تاجپوشي د مراسمو لپاره راوړل کېږي. په نومبر کې دا تیږه يې ایډنبرا ښار ته یوړه او اوس هلته د ښار په تاریخي کلا کې پرته ده.
د څکون تیږه په ریښتیاو د ملکه ایلزبت لپاره بختور شوه چې ۷۰ کاله يې د باچاهۍ وشول. تراوسه د نړۍ په یو ملک کې چا دومره اوږده موده د ملت مشري نه ده کړې.