لویه دره


ما په لومړي ځل د انګلیسی ژبې د زده کړې په کتاب کې د
– Grand Canyon
نوم ولیده او‌ په اړه مې یې مقاله ولوستله. ګرانډ کینین د امریکا د اریزونا په ایالت کې دی. زه له نویدا ایالت څخه ورته په موټر کې ورغلم چې سلګونه میله مزل دی.
پارک ته چې ننوځي باید ۳۵ ډالر ټکټ واخلئ او دره د پارک له دروازې څخه شاوخوا پنځه میله لېرې ده. له دروازې څخه تر درې پورې ځنګلونه او ونې دي او په دروزاه کې درته ویل کېږي چې ځينې وحشي حیوانات شته او باید په خپل سر ممنوعه سیمو ته داخل نشئ. ما په لاره کې څلور پنځه داسې هوسۍ ولیدلې چې لکۍ یې نه لرلې، قدونه یې هم تر عادي هوسیو جیګ او ارام اخوا دیخوا ګرځېدل. د موټرونو تمځای، کافي خانه، یوه هټۍ، چې د ګرنډ کینین په نوم جوړ شوي لباسونه او نور وسائیل په کې خرڅېږي، هم په پارک کې شته. کرايي بایسیکلونه هم شته که د پارک شاوخوا ګرځئ. د سیلانیانو لپاره ځانګړي موټرونه او لوی بسونه هم شته چې پارک او شاوخوا سیمې پرې ګوري.
د موټر له درولو سره سم مې په هماغه لوري چابک ګامونه واخیستل چې ګڼ سیلانیان ور روان وو، له شاوخوا دوو دقېقو پلي مزل څخه وروسته مې سترګې په “ګرانډ کېنین” ولګېدې! هک حیران شوم چې طبیعت څومره ښه انځورګري کړې ده. د درې زېړ او سور رنګ، ژورې ژورې کندې، څمڅمې، په منځ منځ کې ځینې بوټي، لویې او وړې ډبرې او په تل کې یې د “کلراډو سیند” د انسان سترګې نه پرېږدي چې بلې خوا ته واوړي.
دا لویه دره یو میل ژوره، ۲۷۷ میله اوږده او ۱۸ میله پلنه او پراخه ده..
سایسنپوهان اټکل کوي چې دا دره پنځه یا شپږ میلیون کاله لرغونتوب لري او یوه هواره سیمه وه خو د سیند په تېرېدو سره دومره ژوره کړه چې ګرانډ کېنین شو. د کلرادو سیند Colorado river]
د امریکا او مکسیکو په منځ کې بهیږي او د ګرینډ کینین په زړه کې تېرېږي. اوس دا سیند هغه پخوانی شور او ځوږ نلري او ډېره برخه یې وچه شوې ده.
د درې ژورو ته چې سړی ښه ځېر شي، په زړه کې یو ډول ویره او ډار وپارېږي. زما په زړه کې څو ځلې دا خبره را وګرځېدله چې هسې نه د سیلانیانو د نندارې لپاره جوړ دا ځایونه ونړېږي. مګر ما څلور پنځه داسې کسان هم ولیدل چې د درې هغو څنډو ته ولاړل او تصویرونه یې واخیستل چې کټارې یې نه لرلې، یو کس خو په یوې ډبرې ناست او پښې یې لاندې ځړېدې، ډېر زړه ور انسانان و.
ما ښه ډېر تصویرونه واخیستل. ګرنډ کینین د ۲۰۰۰ او ۸۰۰۰ فوټه ترمنځ ارتفاع لري، سره له دې چې باد او شمال په کې وي، خو په کومه ورځ چې زه ورغلی وم د تودوخې درجه د [فارنهایټ] په حساب تر ۱۰۰ لوړه وه.

زما سره د اوبو یو بوتل و، خو ژر مې تش کړ. موږ ولاړ وو چې یوه ښځه راغله، په لاسونو کې یې دوې کڅوړې وې چې په کې اوبه، پېپسې او چپس وو. ماته یې وویل: زه د فرانسوي سیلانیانو لارښوده یم، دا مواد مو اضافه شول، هغوی غوښتل چې کثافت دانۍ ته یې واچوي، خو زما زړه نغواړي، انصاف نه دی چې دا ضایع شي، که خپه کېږئ نه، تاسو یې واخلئ او نوش جان یې کړئ. ما کڅوړې واخیستې او مننه مې ترې وکړه. رزق باید ضایع نشي.
یوه بله جالبه صحنه چې زه یې وخندولم، هغه د “موش خورما” ( ببر لک) ننداره وه. سیلانیانو ته ویل کېږي چې په لویې درې کې حیواناتو او ژویو ته خواړه او څښاک ورنکړي. زه له نندارې وروسته، په یوې تېږې باندې کیناستم چې لږ دمه شم، زما تر څنګ بل کس ناست و او چپس یې خوړل، ناببره یو موش خرما [Squirrels] راغی او د سړي د چپسو په پلاستیک یې ټوپ کړ او د سړي په زنګون باندې په دوو پښو ودرېدله. سړي د چپسو پلاستیک ګوزار کړ او په منډو شو، اخوا یې دوه ملګري ولاړ، ورپورې په کړس کړس وخندل. خو موش خرما خپل کار کړی و.
د لویې درې په یوې بلې برخې کې یوه لویه ډبره او نوم یې دی، ” بتکه په ډبرې ناسته ده” دا یوه لویه تېږه ده او سر یې رښتیا هم داسې ښکاري ته وا بتکه پرې ناسته ده.
د امریکا حکومت په ۱۹۱۹ کې دا ګرینډ کینین لویه دره ملي پارک اعلان کړه. د شمېرو له مخې د کال نژدې شپږ میلیون داخلي او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ځي. ما په خپله یو شمېر امریکایان، فرانسویان، هسپانویانو، مکسیکویان او هندیان، چې ځینو یې خپل سپيان هم له ځانونو سره راوړي وو، ولیدل.
زه د ۲۰۲۲ د جون د میاشتې په ۱۷ نېټه ورغلی وم. دغې درې ته زما لاره بیخي زیاته اوږده وه، خو په دې ارزېده چې دومره اوږد مزل وکړم. مطمین یم چې دا سوربخنه، زېړه، ژوره، جذابه، لرغونې او د کلرادو سیند له لاسه جوړه شوې لویه او لرغونې دره به مې تر ډېره په ذهن کې تازه وي.
جعفر هاند

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *