شا و خوا ۵ زره کاله کېږي چې انسان د ونو په تنه د مایعات (شیره) په خاصیت پوهه شو. په شمالي افریقه، اومان- یمن او لویدیځ افریقه په دشتو کې د یوې وړې ونې په تنه به يې کش ورکړو نو سپینه شیره به ترې راوتله. دا به کلکه شوه نو راو به يې شوکوله، په اور به يې کیښود نو خوشبودار لوږی به يې کاو.
له ونو زبیښلی سپینه شیره د عربي “اللبن” پۍ (شوده) “اللبان” او په هند کې لوبان شول. په لاطیني کې البانم و خو اوس د ” فرینک انسنس” یعني فرانسوي عطر په نوم بازار کې خرڅېږي.
د لوبان ازغن ونه د شاه بلوط په شان او پاڼې يې زیتون د پاڼو په شان وي چې له پخیدو وروسته سور رنګ واخلي. میوه يې د بیرو په شان سره وي. د دې تنه غټه، لرګی يې کړسن او ژرماتېږي. د لوبان د ترلاسه کولو لپاره لکه د اپیمو د بوټي، د ونې په تنه چاقو سره “کش” لګوي. سپینه شیره د شبنم د څاڅکو په شان ترې بهر وځي او یو بل سره ونښلي چې د هوا په لګیدو کلکه شي. دا بیا زیړ یا پیکه سور رنګ ته واوختي خو دننه سپین وي. تر ټولو ښه کیفیت لوبان سپین او د پاسه پرې خالونه وي. هغه وخت د دې خوشبوی د ونیلا په شان وي. باید یوه ونه د ۱۲ وارو نه زیات کش نه شي ځکه بیا پرې چینجي حمله کوي.
د لوبان ونې به د ملایا او جاوا په جزیرو هم کیدل چې هلته نه به عرب تاجرانو نورو ملکونو ته د دې تجارت کاو. په لرغونې اسیریا او په نبتیانو تهذیب کې لوبان د خپلو طبي ګټو لپاره کاریدو. له مکې معظمې په ژمي کې یمن ته تجارتي لار ” ایلاف” قافلو لوبان هم وړلو راوړلو او د دې ذکر په انجیل کې هم شوی دی.
په خلکو کې دا عقیده وه چې پیریان او بلاګانې د لوبان له لوګي تښتي. خو د لوبان اصل استعمال په ښاري ژوند کې د بد بویی څخه نجات و. پخوا به د اوبو بد رفت یا د غلاظت د لیرې کولو انتظام نه و نو د بد بوی د لیرې کولو لپاره به يې په ” خوشبودان” یا منقل کې د لوبان ټوټې په اور واچولی. د لوبان لوګی په کور کې د وړو چینجو او حشراتو مخه نیسي. د مړي د بد بوی لیرې کولو لپاره به هم لوبان کاریدو چې په پښتنو کې اوس هم دا رواج شته.
تر اویه د لوبان ۱۹ قسمونه په نښه شوي دي او اوس دا د یمن، سماټرا، عمان، ایتهوپیا. سوډان او سومالیه نه علاوه په هند کې یو تجارتي ونې په توګه کرلی شي. په ساینسی څېړنو کې معلومه شوی ده چې په لوبان کې ” کارتیزون” موجود وي چې د خفګان، سردردي، نفس تنګي او د ټوخي لپاره کارېږي. د دې قدرتي اینټي بایوټیک څخه اوس دارو جوړوي. د زخمونو په ملهم، صابون، کریم او نورو غوړو کې يې خوشبویی او اینټی بایوټیک په توګه ورګډوي. د غوږ درد، فالج ذپلو د مالش تیل او د زخم د بندولو په داروګانو کې هم لوبان شامل وي. د ساه اخیستو په لار د نرۍ پردې سره نښتی بلغم د لوبان په خوشبویی لیرې کېږي. حکیمانو به د ټوخي لپاره دارو کې لږ لوبان هم ورګډ کړل. د دې جوهر د نورو مغزیاتو سره یو ځای د ژمي یو تقویه غذا جوړوی.
د هند په آیور وید کې د لوبان ذکر نشته او د ۱۴ پېړۍ په وروستیو کې دا د یو دارو په توګه، عربانو هلته رواج کړو. سره نورو ملکونو ته یوړل شو. اوس د دې مارکیټ یورپ د لارې نورو ملکونو ته هم غځیدلی دی او د ډول سینګار په توکو کې “فرینکن ایسنس” که ورګډ وي نو بیه يې لوړه شي.