خازه


د پښتنو په قبرونو د شناخت لپاره تیږه ” خازه” نومېږي. د سر په خازه د مړي نوم او ورسره یو بیت یا قراني آیت کنده کېږي خو د پښې لوري خازه اکثر وړه او ساده وي.
د هزارې د پښتنو په هدیرو کې د عامو خلکو کچه قبرونو ته هم د تورې تیږې، ساده خازې ایښودل کېږي. پخوا به د یو مشهور شخصیت په قبر د نوم په ځای د هغه د ژوند یو انځور به کنده کیدو. د یو مېړني د قبر په خازه به توره یا ټوپک جوړیدو. د میلمه پال کس د قبر خازه د چایو چینک یا کاسه او د دیندار کس په خازه به هلال او ستوری جوړیدل. کله کله به څو کسانو په یوه خازه توره، ټوپک، کوزه، هلال او ستوری، کتاب او دغسې نور نقشونه کنده کړل. دا د هغه سړي دروند یا سپیڅلی شخصیت نښې وې. د عامو خلکو د قبر په پرتله د یو نامتو کس د قبر خازه لویه او حاشیه لري.
پخوا به د ښځو قبرونه بې خازې او نامعلوم وې. خو تیره میاشت په بریکوټ کې زما د یو ملګري د قبر په خازه د چایو پیالۍ جوړه شوه. دا میرمن ډېره میلمه پال او سخي مشهوره وه. هلته خازې هم هغسې د تورې تیږې جوړېږي خو نقاشي ورباندې په کمپیوټر او مشین په واسطه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *