“سره ګړۍ” چې سیک او انګریز ورته په غلطۍ” ساراګري” وایی، اوس د ډرامو او فلمونو څخه په یوه افسانوي تاریخ بدل شوی دی. اصل پېښه په ۱۸۹۷م کې وشوه چې د سامانه په غرونو کې برطانويانو خپلې پوځي چاوڼۍ جوړې کړې. ښکاره ده چې پښتنو په خپله خاوره د دغو یرغلګرو وجود نه منلو او پرله پسې به يۍ د دوی په پوځي کیمپونو او کلاګانو حملې کولې.
د کوهاټ په غرونو کې اپریدي او اورکزي له پېړیو راهیسې اباد دي. په ۱۹ پېړۍ کې “سامانه” کې دوه کلاګانې “لاکهارټ” او کاویناري (ګلستان) کې افسران سپین پوستي اروپایی او جنګیالي (سپایان) يې د هند د مختلفو نژادونو خلک وو. په ۱۸۴۰م کې د پنجاب سیک سلطنت په رژیدو شو نو انګریزانو د رنجیت سنګ پوځیان پخپلو وزرو کې واخیستل. په ۱۸۸۷م کې د ختیځ پنجاب په فیروزپور کی يې د سیک ځوانانو ۳۶ نومره رجمنټ جوړ شو چې د بنګال د لوی شمیر پیاده پوځ برخه وه. سیکان هم د پښتنو په شان لوړ دنګ او جنګي خصلت لري او انګریز پوهیدو چې د قبایلو مقابله به ښه وکړی شي. په جنوری ۱۸۹۷م کی د دغو سیکانو یو رجمنټ د کرنل کوک په مشرۍ اورکزو ته واستول شو.
د لاکهارټ او کاویناري کلاګانې له یو بل لیرې او د مخابرې لپاره په منځ کې ” سره ګړۍ” وه. ممکن هلته پخوا هم د سرو خښتو یوه کلا (ګړۍ) موجوده وه. د دې د څار او مخابرې په لویه مناره به سپایانو د هندارو ( شیشو) په واسطه دواړو غاړو لویو کلاګانو کې خپلو افسرانو ته د حملې یا د بیړني حالت خبر ورکاو.
په ستمبر کې اورکزو او اپریدو یو ګډ لښکر سره ګړۍ محاصره کړه چې د شمیرې په اړه سیکان تل مبالغه کوي. په اورکزو کې هغه وخت ابادي لږ وه او د کوهاټ څخه بهر غرونو کې هر کلی اصل کې یو کچه (خټو) کور او ورسره لږه زمکه وي. د انګریز د هغه وخت په اندازه د خیبر او کوهاټ سیمه کی ټول ۲۰ زره خلک اوسیدل. له دره ادم خیلو څخه د خوندي تیریدو لپاره د اپریدو ۹ قامونو ته د کال ۱۲ زره روپۍ او ډېر لږ د اورکزو ته ورکړی کیدای.
اپریدو سره به توره –خنجر یا پخواني جزیل ټوپک و. ولس يې بې وزله او د سړو په وجود به روغه جامه نه وه. په پښو کې به يې د میزرو څپلۍ او د اوربشو-جوارو ډوډۍ یا غوزان خوړل. د ۲۰ پېړۍ تر نیمایی هم د غرونو قبایلو د غنمو ډوډۍ د خوړلو توان نه لرلو. برطانوي پوځ د ټوپک، طماچه، لاسي بم او دوربین سره سمبال وو. سپایانو يې د ورځې درې وخته په سوچه ( ژیړو) غوړو کی پخه ډوډۍ، ورسره ترکاري، دال او خواږه خوړل. د انګریز افسرانو خواړه نور هم ښه وو او شراب يې د راشن برخه وه. د دوی دفاعي پوزیشن پیاوړی او د کلا په دېوالونو به يې لوی توپې ایښې وې.
په ۱۲ ستمبر ۱۸۹۷م په سهار سپایی ګورمکهه سنګ له سره ګړۍ، د هنداری ( آینه) په واسطه، لویو کلاګانو ته د محاصرې پیغام ورکوو. هغه ته امر وشو چې ډزې شروع کړئ. په پښتنو کې مرګ ژوبله وشوه چې شمیره يې نه ده څرګنده. تر ۲ بجو سیک پوځیانو له سره ګړۍ ډزې کولې تر څو ګولۍ او کارتوس يې په ختمیدو شول نو خپل مشر نه يې کومک وغوښتو.
په ۱۵ ستمبر ۱۸۹۷م د آسټریلیا اخبار ” سدني مارننګ هیرالډ” یو راپور خپور کړو چی ” ۱۰۰۰ اورکزو په ” سره ګړۍ” په پوسټ حمله وکړه چې د ۳۶ سیک رجمنټ ۲۱ کسان پکې پراته وو.” بیا یو بل اخبار په ۱۵ ستمبر د خبر سره ورزیاته کړه چې ” دغو څو کسانو په میړانه ۶ ساعته دفاع کوله تر څو ټول ختم شول. یو مېړني په یواځې ځان “ګارډ روم” یا و څارنې خونه ساتله او ۲۰ حمله کوونکي يې ووژل چې په اخره کې په خپله پوسټه کې وسوځیدو.” یوه بله پاڼه ” برسبېن کوریر” په هم هغه نېټه لیکي، ” د هند د شمال مغربي سرحد نه خبرونه وایی چې اپریدي قبایلو چې شمیره يې ۱۰ زرو ته رسیده، او د سامانه د غرونو په سلسله کې په ټولو پوسټو يې حملې کولې، د ” بریګیډیر جنرل ېیټمین بریګز” تر مشرۍ یو ځواک له خوا يې مخه ونیول شوه.
اوس پوښتنه دا ده چې د دغې جنګ خبرونه د آستریلیا میډیا ولې ورکول؟ د دې دوه وضاحتونه دي. یوه دا چې آسټریلیا د برطانیی مستمره وه بلکه هلته زیات سپین پوستي آبادکار د برطانوی مجرمان او له جیلونو يې هلته وراستولي وو. د بریګیډیر بریګز مرستیال او د ۳۶ رجمنټ کوماندان د آسټریلیا “میجرچارلس ډی ویو” ۶ کاله پخوا د بنګال پیاده پوځ سره یو ځای شوی و. دی د آیرلینډ اوسیدونکی د برطانوي پوځ افسر او آسټریلیا د ” کوینز لینډ” په پوځ کې يې خدمتونه تر سره کړي وو. د ده آسټریلوي حامله میرمن، درېو ماشومانو او یوې نرسې سره په کاویناري کلا کې وه. چارلس سره په کلا کې د ۳۶ رجمنټ ۱۶۶ سپایان وو.
د سره ګړۍ د سقوط حال په ۸ جولای ۱۸۹۸م د ” آسټریلیا ټاون ایند کنټري ژورنال” کې خپور شو. چارلس وایی چې د سیکانو د سخت تاوان سره هم دوی د خپل سنګر دفاع او د حمله کوونکو څخه يې د هغوی ۳ جنډې ( بیرغ یا نشانونه) تر لاسه کړل. د یو اخبار په تور او سپین تصویر کی سیکان د دریو نیول شویو بیرغونو سره ښکاري. په یو بیرغ ” الله اکبر” او په دوو نورو د ګلونو نقش دی. چارلس د حوالدار کالا سنګ او سندر سنګ د میرانې ستاینه او سپایان ” زما سړي” په نوم یادوي چې لکه د شیطانانو په جنګ کې ووژل شول.” د ماشومانو “آیا ” د زخمي سپایانو ملهم پټۍ کوله او د میرمن “ډی ویو” ماشومه وزیږېده چې ” وایلټ سامانه” نوم يې پرې کیښودو. په ۱۸ ستمبر په ” برسبین کوریر میل” کې چارلس د کوینزلینډ د دوو میرمنو د میړانې حال وایی چې په مونږ حمله وشوه او ۱۲-۱۳او ۱۴ ستمبر مو دفاع کوله. په ” جوخته کلا کې زما په ۲۱ کسانو او یو ملاتړ ناڅاپه حمله وشوه او د ۱۲ نېټې په ۳ بجو او ۴۰ دقیقو ماته مو وکړه. وړاندې لیکي چې دشمن مونږ نه ۲۰ ګزه په فاصله، د لیونو په شان يې ډزې کولې. په ۱۶۶ کسانو کې ۴۴ مړه، ژوبل او ورک شول. ” حالات ډېر خراب وو خو دوی زه وژغورلم.”
د سره ګړۍ ټولو سپایانو ته پس له مرګه ” انډین آرډر اف میرټ” او د تیراه په جنګونو کی هر برخه وال ته يې د ” هند میدل” ورکړو. چارلس دفاع کوونکي سیکان د ” ګلستان بهادر” په لقب یادوي او پخپله يې هم د سیکانو پر مټ میدالونه واخیستل. په ۱۹۰۴م کې د فیروز پور په چاوڼۍ کې د هغو ۲۱ سپایانو یادګاري څلی د پنجاب ګورنر سرچارلس پیوز په لاس افتتاح شوه.
په لومړي او دویم نړۍ وال جنګونو کې په زرګونو برطانوي پوځیان چې پښتانه هم پکې وو، په یورپ او ایشیا کې وژل کیده. سیکان هر کال د دوی لپاره یادګاري غونډې کوي او په ۲۱ پېړۍ کې د سوشل میډیا او نورو وسایلو په کارولو نوی تاریخ لیکي. د خپلو سپایانو د خدمات، د پنجاب د خزانو لوټ، د رنجیت سنګ د نمسي مبارزه او داسې نورو موضوعاتو په اړه مستند فلمونه جوړوي. اخوا هر کال د لندن په وسله تون ( آرمري هاوس) کې د “سره ګړۍ” د شهیدانو ورځ لمانځي. که په ګوګل کی د انګریزي ساراګری” نوم ولیکل شي نو په لسګونو مضامین او ویډیوګان به درته ښکاره شي. د ایشرسنګ په اړه ویل کېږي چې هغه تر اخري سلګۍ جنګ کاو او د سیکانو ناره يې وهله. دا چا ولیدل او څنګه اوس ۱۰۰ کاله وروسته په اړه يې فلمونه جوړېږي او خلک پرې باور لري. یو متل دی چې “تر څو ریښتیا راځي نو دروغو کلي وران کړی وي.” د ” سرفروش” او ” کېسري” نومې فلمونو کې کله ۸ زره او کله ۱۰ زره پښتانه د ښکلیو سیکانو په وړاندې، وحشي ښکاره کېږي. خو د کوماندان چارلس هغه لومړۍ راپور چې د پښتنو شمیره پکې ۱۰۰۰ تنه ښودل شوی وه، زیات حقیقت ته نزدې ده. برطانوي سیکان اوس د حکومت نه دا غوښتنه هم کوي چې د سره ګړۍ د جنګ حال باید په درسي کتابونو کې شامل شي.
په دې کې شک نشته چې په سره ګړۍ کې سیک سپایان مېړني وو خو د ۱۰۰۰ شا و خوا د پښتنو لښکر د دوی خلاف نه و جوړ شوی. دوی د یو قابض سلطنت او برطانوي استعمار خلاف و. د پښتنو په خاوره انګریز حمله کړې وه خو برعکس سیکان او انګریز دواړه ورته “اینوېډرز” ( حمله کوونکي) نوم اخلي. په ۲۰۲۲م کې د یادګاري څلي د ایښودلو لپاره سیکانو سره برطانوي او پاکستاني پوځیان هم مله وو. ښکاره ده چې د پنجاب حاکمان اوس هم د پښتنو نه زیات سیکانو ته نزدې دي. بل خوا پښتانه د خپل تاریخ لیکلو ته څه چې لوستلو لپاره وخت نه لري. که څوک دومره وکړی چې د اپریدو او اورکزو هغه درې جنګي بیرغونه د هند په کوم میوزیم کې ساتل شوي دي نو دا به لوی کار وي.