په هند کی د ترکاري دکانونه ډېر ښایسته وي. رنګارنګ سابه پکې هره ورځ په ترتیب ایښې او ښځې پرې لکه د مچانو راټول وي. د لندن په ګجراتي دکانونو کی مې یو میټر اوږد ډانډي لیدل. ورسره په انګریزي ” ډرم سټک” چی پښتو کې د “ډول غږولو لښته” مانا ورکوي، لیکلي وو.
یوې ملګرې راته د دې هندي نوم “سینجهن ” وښودلو. بیا د یو تامل په کور کی مې دغه سبزي “سیهاجن” په ښوروا کې ولیده. راته يې وویل چې د دې پوټکی کلک او پخولو کې هم نه نرمېږي. لکه د هډوکي به يې ګوتو کې را اخلې او په غاښونو له ژوولو وروسته، غورځوی. د سینجهن کلک ډانډي دننه لکه د آلوګانو نرم مواد خونده ور وو. په پنجاب کې دغه ترکاري ” سوهاجڼه” نومېږي او لکه د مټر يې پخوي.
د سیهاجن ساینسي نوم مورینګه ( مورینګه اولیفېره) طبي ګټې لري. دا د نړۍ په هغو څو بوټو کی شامل دی چې د دې جرړه، ډانډي، پاڼې، ګلونه، پلۍ او زړي ټول خوړل کېږي. اوس په بازار کې د دې د زړو(تخم) او پاڼو څخه وچ شکل کې جوړ دارو خرڅېږي. د دې پاڼې د خپل خوند او تاثیر له کبله د “جمامه یا جومیا” د ساګ په شان وي. مورینګه د ایشیایی ملکونو ونه ده خو په افریقه او د امریکه ګرمو سیمو کې هم پیدا کېږي. د دې ونه وړه او د زړي نه يې بوټی شنه کېږي. جرړه يې تریخ خوند لري چی داروګانو کی يې کاروي. د هند حکیمان د دې تخم وټکوي او پوډر په شکل کی ګولۍ یا کیپسول ترې جوړوي. د دې پاڼو او پلۍ کی پروټین (حیاتین) فولاد، کیلشیم او پوټاسیم زیات وی. د ګازر او بادام په شان مورینګه کې هم وټامن ای او اي موجود وي. د دې له وچو پاڼو جوړ ۵۰ ګرام پوډر د یو لوی کس د ورځې غذای ضرورت پوره کولی شي. په هند کی دا د غریبو خلکو خواړه دي چې د ګرانې میوې د اخیستو توان نه لري، په دغو سابو پایی. د هغه ځای د حکیمان وایی چې د مورینګه په ونه کی شاو خوا د ۳۰۰ ناروغیو درمل شته دی.
د ساه لندی- د معدې زخم- د بندونو درد- بې خوبي- د وینې فشار- مرګي او کولیسټرول نه علاوه مورینګه د وینې د پاکولو، د پخته ورګی او د تریخي د کاڼي ختمولو قدرتي دارو دي. اوس په بازار کې د دې ګولۍ او کیپسول راوتلي دي خو پکار ده چې خلک د سینجهن ونې وکري او لکه د سابه او ترکاري يې وخوري.