د جمعې به چوټې وه خو زه به د هره ورځ په شان د یو سور چرګ په بانګ سهار له خوبه راویښه شوم. سوچ به مې کاو چې دا چرګ ولې د جمعې په ورځ بانګ کوي. کاشکه لږ انسانیت پکې وای.
سکول ته د نه تلو جشن به مونږ ټولو وروڼو خویندو په پراټه او اګۍ کولو. خو په ژمي کې به مې مور، لوی حمام ( سماوار) په اوبو ډک او ورلاندې اور بل کړو. په اوړي کې د غسلخانې ټول بالټي به سهار وختي ډکیدل ځکه ۱۰ بجې به د نل اوبه بندې شوې. خو بیا ۱۲ بجې بیرته راتلې نو د هر چا د کوشش و چې ۱۲ بجې ولامبي. خو په ۱۰ کسانو کې د دې امکان به نه و.
په هغو ورځو کې چا د جمعې په ورځ جامې نه وینځلې ځکه دا به سپېره ګڼل کیده. ما به هره جمعه دغه پوښتنه کوله چې ولې؟ بیا یوه ورځ راته مور ووېل چې په جامو وینځلو ښځې ستړې شي. پکار ده چې هغه د کور سړو ته د لامبلو او پاکو جامو تابیا وکړي، ډوډۍ ورله ورکړي چې په وخت جومات ته د نمانځه لپاره لاړ شي. خو هلکان به په غولي کې په کرکټ اخته شول. بیا یو یو ته به په نوم چغه وهل کیده چې ” فلانیه! شابه زر ولامبه.” هغه به په غونډوسکي بالنګ کاو او په چغه به يې ناره کړه چې فلاني ته ووایه!
خور به مې خپله کوټه پاکوله، ما به بړستنې او کمبلې راټولولې. مور به مې پخلي سره سره د چغو او نارو ډیوټي هم پوره کوله. ستونزه دا وه چې کرکټ ټیم کې هیڅ لوبغاړی به نه سوځیدو. عجیبه میچ و چې د رنز حساب پکې و خو نور د لوبې لپاره د دوی خپل اصول و. که په لوبو کې یو کس لږ ستړې شو او یا د متیازو لپاره به روان شو نو زما یو کار دا و چې هغه په غسل خانه کې ګیر کړم. بهر نه به مې ورپسې کونډه بنده کړه. دی به مجبور شو چې ولامبي.
د جارو او د برنډې د فرش وینځلو یا په لمده ریچه د پاکولو نه وروسته یو لوی چیلنج دا و چې تر څو دا وچ نه وي، څوک پرې و نه ګرځي. خو د کرکټ بال پسې لیوني سپیلني د لامده فرش پرواه نه کوي. په ژمي کې ورځې لنډې وي نو میچ به ژر ختم شو. بیا نو په غسل خانې به وار نه و. په دروازه به دوه کسان پخپلو کې ونښتل او دریم به د موقع نه ګټه واخیسته او دوی به يې ټیله کړل. پخپله به وردننه شو. که چا خپلې پاکې جامې او تولیه له ځانه سره غسل خانې ته نه و وړې نو دا زما فرض و چې د هغه جوړه ژر پیدا کړم. په یو اوږد سټینډ ( مونږ به ورته لرګی ویل) په دریو ډانډو لوی وړې تولیې به ځوړندې وې. ما به یوه وچه تولیه ترې راښکله او د غسل خانې په دروازه به ودریدم. دروازه به لږ خلاصه شوه. یو لاس به را بهر شو او اول به تولیه رانه راښکله. بیا به پاکې جامې. د کوم ورور سره به چې زما جنګ شوی و، هغه به خپلې خیرنې جامې راته په مخ وویشتلې او زه به په بدو ردو سر شوم. سړي به جومات ته لاړل نو ښځو به هم ژر ژر ولامبل او په دغه ورځ د نوکونو پریکول هم ضروري وو.
په ژمي کې به له غرمې ډوډۍ وروسته، ټولو نمونځ کاو او په اوړي کې د نمانځه وروسته، ټولو په ګډه ډوډۍ خوړله.
په جمعه به بازارونه بند او په لارو به څوک نه ښکارېدل. ماسپښین به ځینو خلکوغم ښادۍ، امبارکۍ او دغسې نور کارونه کول خو زیات به په کور وو. هغسې جمعې اوس الونیا شوي دي.