دا جنګ په ۱۶۷۱ م ( ۱۰۸۲ ه) کې د مغلو خلاف د پښتنو لوی پاڅون او د ” لنډی خانې، تاترې، خیبر جنګ” په نومونو هم شهرت لري.
له ۱۶ پېړۍ، کابل او پیښور د یوې صوبې په توګه اداره کیدل او صوبه دار به په اوري کې کابل او د ژمي پیښور کې اوسیدو. په۱۶۷۰م کې د کابل صوبه دار نواب محمد امین خان وټاکل شو چې د ګولکنډه د یو زرګر، میر جمله زوی او د اورنګزیب په باوري کسانو کې شامل و. امین خان د خوشال خټک ملګری او په هند کې د هغه قید نه خلاصي لپاره يې ورسره مرسته کړی وه. ده د ۱۶۷۱-۷۲ ژمی په پیښور کې تېر کړو او په سپرلي کې يې کابل ته د تلو لپاره تیاري شروع کړه.
امین خان د خیبر د لارې خوندي کولو لپاره په جمرود کې د اپریدو مشرانو سره ملاقات له ورغلو. د ده په ملو کې د کونړ فوجدار (د پولیسو مشر) حسین بیګ هم شامل و او کله چې اپریدي راغلل نو ده په زوره اعلان وکړو چې، ” د نواب سګان مجرای کا.” یعني د نواب سپي سلام ته حاضر دي.” څرګنده نه ده چې اپریدو او شینوارو پرې څه غبرګون وښودلو خو دا لوی سپکاوی و. بله پیښه په کونړ کې وشوه چې یوه ” پراچګۍ” د سودا لپاره د تاڼې بازار ته ورغله نو هلته سپایانو ورپورې ټوکې وکړې. نزدې موجود څو صافیانو دوی منع کړل، په شخړه کې سپایان يې ووژل او وتښتیدل. حسین بېګ، له صافي مشرانو قاتلان وغوښتل. هغوی انکار وکړو نو په صافیانو يې لښکر وکړو او نورو پښتنو قامونو ته يې د ملاتړ وویل. دوی په کونړ کې د صافیانو کورونه وسیزل خو په پټه يې پیغام واستاو چې مونږ د مغلو د لاسه مجبوره وو.
له دې وروسته مومندو او صافیانو لاسونه یو کړل او د ایمل خان په مشرۍ د حسین بیګ په تاڼه يې حمله وکړه. امین خان پښتنو ته د سزا لپاره مټې ونغښتې او د خوشال خټک سره صلاح مشوره وکړه. هغه ورته وویل چې “ستا شان د دوی سره د مقابلې نه دی-ته لوی دوي سهل هالم دی-دا ساعت يې وغلوه-چې له لارې تفرقه شي چې بیا تر خیبره تیر شی-هر څه چې پوهیږې هغه کوه.” مانا دا چې اوس د پاره يې راضي کړه چې مخې نه دې لیرې شي. د خیبر نه تیر شوې نو بیا ورسره هر څه چې کوی… خو د امین خان دا خبره خوښه نشوه. ورته يې وویل چې ته اوس ما ته مصلحت ښایی..زه به باچا ته څه جواب ورکوم چې څو سپو د لاسه ویریدم. خوشال خټک ” له خپله هراسه له هغه خبرې واوښت، د دهشته يې ورته ووې چې هر ګاه ته په دا راضي يې…زه د وړاندې ته راپسې.”
د خوشال خټک نه علاوه، د مومندو مستجاب خان، د کوکي خیلو درویزه او د اورکزو ملک تور خان د مغلو سره مله وو. صوبه دار د فروري په میاشت کې مستجاب خان مومند خپل استاځي په توګه جمرود ته واستاو چې اپریدي د خیبر دره بنده نه کړي. خو د جرګې د ناکامه کیدو سره هم امین خان په هغه لار د تلو پخه اراده وکړه. د ده د فیصلې دوه عوامل وو، یوه دا چې په ښکاره لوی شمیر پښتانه جنګیالي ورسره مله وو او دویمه جزېل ټوپک او توپې ورسره په هاتیانو بار وې. د جنګي ډلې مشر محمد خان خېشکی او د توپخانې مشر مبارز خان دواړه پښتانه وو. د خوشال خان په قول د دې پوځ شمیره ۴۰ زره وه. د ۱۰۸۳هجري محرم میاشت کې مغل قافله له جمرود تر لنډي کوتل په ارام ورسیده. په دې کې خزانې نه علاوه، ښځې، ماشومان، د دوی خدمتیان او ملازمان هم وو. د تورخم سره نزدې د غريب خانې په غاښې، شمشاد او نورو لوړو څوکو، مومند، شينواري، صافي او اپریدي ځای په ځای مورچو کې پراته وو.
د اپریدو مشري دریا خان کوله چې د “کلیو” یا ګلی قام او په تاريخ مرصع کښ د ده استوګنځای د ادم خیلو”سنډه بسته”(زوړ کلی) و. دوی سره د تورو او غشو لیندو نه علاوه لویه وسله هغه لوی کرکنډې ( تیږې) وې چې ښکته په مغل پوځ يې رغړول. پوځ د هرې خوا نه تر حملو لاندې و او نیمه برخه يې شا ته او نوره لنډي خانې ته ورسیده. هلته د تورو او نیزو په جنګ کې مغل مات شول نو ” آفریدی اورکزی چې سرداران يې د مغل سره په جلب کښې وو دا هم ځنی کناره شول.” ګومان دی چې د مغلو سره ملو پښتنو هم چور تالان کې برخه واخیسته. محمود خان خېشکی د خپلو ملو سره ووژل شو او مبارز خان مومند وتښتیدو.
صوبه دار ته چا مشوره ورکړه چې د تاترې لار کابل سیند ته ورښکته شوی ده، په هغې ورشه. دا د “ډکې” لاره ده چې د خیبر نه هم خطرناکه وه ځکه کابل سیند کې خلک په جاله مخ په بره ځي. هلته هم د پوځ لویه برخه تري تم شوه. بیا د امین خان یو جمعدار ورته وویل چې، ” د لنډی کوتل نه په قطب هغه لار اختیار کړه-کومه چه د شلمانیانو او ملاګورو په غرونو کښی علی مسجد ته راوتلی او د لوی لاری سره یوه ځای کېږي. ” محمد امین خان هم د هغه پښتون جمعدارپه مشوره دغه لار اختیار کړه-علی مسجد ته راووت او په ډیره بده رنګه دوه لاس دوه پښی پیښور ته راورسید.” د پوځ یوه برخه په جنوب کې تاترې ته ورسیده نو هلته پرې حمله وشوه. د ټولې ورځې په جنګ کې مغلو لوی ځاني او مالي تاوان وکړو. تاریخ مرصع وایی چې د مغلو ۱۰ زره کسان ووژل شول. د امین خان اوخښې میرزا سلطان کربلای، یوه ښځه او زوی په مړو کې شامل وو. د ده یوه وړه لور، خور او مور یرغمل ونیول شول. خو د صوبه دار ځوان زوی میرزا عبد الله د غیرت له کبله خپله مېره مور په قید کې په یوه چړه حلاله کړه. دی پخپله هم د اپریدو له خوا ووژل شو.
خوشال خان “په هزار مشقت له څو فرزندانو سره د تهترو (تاترو) د بلا نه پیښاور ته راورسید.” ده په خپل خط د خیبر د جنګ نېټه ( محرم سن زر درې اتیا) لیکلی وه. د امین خان د تباهۍ تفصیل لیکي او وایی چې زه او مستجاب ورسره وو…زه سخت بیمار وم، د تهترو په غرونو کښې کله پلی او کله سور راتلم. ډېر په ځان شوم. اشرف خان مې محمد امین خان لره واستوه. خوار و زار حیران ناست وه.” هغه ورته وویل چې پلار ته زما سلام وایه او ښه ده چې روغ راغلو او د بیمارۍ دې خدای صحت درکړه. که څه طاقت لرې نو راشه. خوشال لیکي چې زه ډېر بې طاقته وم نو له شرمه مې عذر وکړو په کټ پروت وم. ” اشرف خان همروزه تر کوره ورسولم. په نوښهر کښې په بیړۍ کښیناستم، عالم سره درهم برهم شه.”
په تاتره کې خوشال خان د مستجاب مومند سره خبرو ته معمولي اشاره کوي او وایی چې ما ورته وویل ” زوره ور کار پیښ شه…راشه یو مصلحت سره وکړو.” دا مصلحت څه و؟ ښایی ده د فاتح پښتنو سره د ودریدو ورته وویل. خو مستجاب ” ناقباحت فهم” و او ورته يې وویل چه ” ښه بیا به سره وکړو.” یعني امین خان سره يې خیانت ونکړو.
د خوشال خټک دا شعرد هغه وخت حالت ښایی.
مستجاب مهمند که چرګه د مغل ده
زه خوشال خټک خو باز یم ځای مې غر
د خیبر د جنګ په اړه د هغه څو بېتونه داسې دي.
څه شينواري, څه مهمند, څه اپريدي وو
چې ئې مات کړو د صوبې واړه لښکر
یوه بله قطعه کې وایی
شينوارو, اپريدو د ډکې خوارو مهمند
روپې په خروار يوړې، موهران واړه په چج
د اندازې تر مخه شاو خوا دوه کروړه روپۍ نغدې او قیمتي سامان د پښتنو لاس ته ورغلو.
د خیبر جنګ د اورنګ زیب لپاره د خطر یو ذنګ و او هغه ۱۶۷۲م د فروري په وروستیو کې د لاهور نه فدای خان د نورې خزانې او مرستو سره پیښور ته واستاو. امین خان د خپلې ماتې ملامتي په مستجاب خان مومند واچوله او فدای خان ووژلو. په دې د سیمې ټول مومند د مغلو خلاف شول او امین خان د خپلې عهدې نه لیرې کړې شو. مهابت خان چې دوه ځلې پخوا هم د کابل صوبه دار و، بیا پیښور ته ورسیدو او د اپریدو سره يې چرګې مرکې پېل کړې.
سرچینې
۱. تاریخ مرصع. افضل خان. د دوست محمد خان کامل تصیح او نوټونو سره. یونیورسټي بک ایجنسي. پیښور. ۲۰۱۷م
۲. پښتانه د تاریخ په رڼا کې. سید بهادر شاه ظفر کاکاخیل. یونیورسټي بک ایجنسي. ۱۹۶۵م ( نومبر ۲۰۰۶م چاپ)
۳. د قبایلو تاریخ- میاخان اپریدی. خورونکی- باړه بک ایجنسي.باړه. تاریخ نامعلوم