په نغښتو مټو چې بخملۍ د بروزر شوړه تنور ته ور واچوله، نو د اور لمبو به یې د سر نه اوچتي ژبۍ ووهلې، د هاړ غرمې او د تنور تاو یې په بدن باندي د خولو نېز رامات کړ، شین خال یې د زني په کوهي کې غوپې ووهلې، سپین د نري خامتا کمیس ورپوري داسي ليو شو چې د بدن په خوځېدو راخوځېدو یې د شا په تخته د نرونرو ګونجو ګلکاري کېده او ورانېده.
“حسن کور ته د راننوتلو سره وویل
دا د غرمې تنور یې تود کړ
شینکې خالونه یې خولو کې غوپې خورینه
بخملۍ موسکۍ شوه، ” ستا په خله کې هر وخت ټپې وي.”
حسن وویل، ” بل هیچر ته زما ټپه نه رایادېږي خو چې تا ووینم نو…”
بخملۍ د بڼو غشي لکه د سلامي سنګینو ځمکې ته ټیټ کړل، خپل کار کې یې تلوار راواخیسته. ”
حسن: په تا مي دا ورځ پېرزو نه ده، ارمان مي دادی چې ته لکه د بي بي کټ کې ناسته واې او بل چا درله په خلې کی درکولې…خو…خو…”
بخملۍ: یعني زه شله ګیدړه وی، یا په نري رنځ پرته وی؟ چې بل چا راته خله کې راکولې؟
حسن: خدای دي نه کړي هسي…
بخملۍ: نو پښتنه په کار بده نه ښکاري اوهره ښځه هم. او بیا په تېره پخپل کار. زه ډېر شکرونه وایم چې د خپل سړي خدمت کوم.
حسن: زما نوم دي وانه خیست؟
بخملۍ په کټ کټ وخندل. داسي خبري به د دوی هره ورځ کېدې. خو نن د خولو سپرلی بل رنګ پیدا کړی و.
حسن: کمیس دی د خولو له زوره داسي غورځي لکه د سین چپې
بخملۍ: نه! داباسین چپې
حسن: نو چې لږ ترې بیرته شو، هسي نه چې ډوب مو کړي.
بخملۍ لاړه، د لوخي کچه څپر لاندي کېناسته. د دې نه پس دا د دوی د میني محبت ظاهرولو مشغولا او د خبرو ګډولو بسم الله وه. سین چپې چپې اباسین چپې چپې، د ډوډۍ په وخت د خندلو په وخت، د ژړلو په وخت. لنډه دا چې د سلام ځای دې کلیمې ونیو.
د دوی محبت ته به خلکو په کومه سترګه کتل؟ دا د هر چا خپل خپل نیت و. د خلکو په مخکې به دا کلیمې په سترګو کې ویلي شوې. د حسن سترګي چې به ورته ځیر ځیر شوې نو د هغې به ټیټي شوې. لکه چې چا ویلي دي،
په لکونو اشارې شته، د ښایست په پوټي ناز کې
په کروړونو سلامونه شته، د میني په پټ راز کې
شپې او ورځي اوړیدې او ښې تېرېدې. د تېري سنې ۱۹۵۳ ع په اوړي کې ځای په ځای وبا غوندي جوړه شوه. په غره، په سمه، د مړو کړسا وه، ډېر یې یتیمان او ډېر یې کونډان کړل، ډېري یې بوري کړې او ډېري یې سر توري کړې.
حسن او بخملۍ هم په دې شمېر کې راغلل. له فاني محبت نه یې ابدي محبت خوښ کړ. خلکو آسمان ته خولې بقي کړې. باران د پاره خیراتونه، زارۍ وشوې. خدای سره هرڅه ډېر دي، د باران فرشتو د آسمان د سمندر ورخ مات کړ او لکه د زوروري ګرمۍ زورور بارانونه راښکې شوه.
یا خو چا د باران سوال سره خیر نه وغوښتی او یا خو د ګرمۍ په آخرینه ورځ د حسن او بخملۍ په نامراده شوې مینه باندي آسمان داسي بې اختیاره وژړل چې د چا داسي ژړا یاده نه وه. دومره سېلابونه چې ډېر کلي یې یووړل، ډېري مقبرې یې هواري کړې. ژوندي یې د پولۍ پړق ته کښېنول او مړي یې د کالي دریاب تل ته ورسول. اباسین خو اباسین دی، د لنډي او سدات د سیند نیزونو هم د تاریخ د پاڼو یو ګوټ کې ځای وموند.
“سین چپې چپې اباسین چپې چپې”
عین هغه ځای ته چې کوم ځای لنډی او اباسین ترغاړه وځي، د اوبو له منځه یوې زریني ښاپېرۍ، وزرونه پړقول او آسمان پلو ته اوچته شوه. د مازدیګري لمر او د اوبو د پړقا په رنګینو پلوشو کې مخ په قبله دهغو دوو مسافرو مېلمنو استقبال ته والوته، کوم چې د څپو په بادي اوښانو سواره راتلل.
“سین چپې چپې اباسین چپې چپې.
ښاپېرۍ د هغو په سرونو د خپلو ځلېدونکو وزرو سوری وکړاو ورسره پسته شوه. مسافر په داسي سیالۍ راځي چې کله یو مخکې شي اوکله بل. هر مخکې چې یو فرلانګ نیم لاړ شي نو د اوبو په یو چورلک کې د خپل اوښ مهار دومره راتاو کړي چې خلکو جداجدا ښخ کړي وو، خو سین یو ځای کړل. خیر اباد سره دا دواړه، یو قطب، بل سوېل لوري ته بېل شو.
ناڅاپه د قطب غاړي مسافر د اباسین یوې زوروري چپې د سترګو رپ کې د سوېل مسافر نه څو قدمه مخکې بوته خو بیا راستون شو. ملګری ورته د ترورو وېښتو په بوکره کې پټ مخ راورسېده. ” سین چپې چپې اباسین چپې چپې” دواړه داسي غاړه غړۍ شول چې د اباسین چپو څه چې د غرونو تړو هم نه شو جدا کولای. ښاپېرۍ د زري وزرو په کفن کې ونغښتل او داوبو تل ته یې وسپارل. د غرونو څوکو او د اکبر باچا د قلا دېوالونو په زوره چیغي کړې.
سین چپې چپې، اباسین چپې چپې””
د راحت زاخيلي افسانه