چونه


د اوړي په پای کې به زمونږ کور ته د سپینو غونډارو یوه لویه بوجۍ به راوړل شوه. ماشومانو ته به يې وویل چې بوجۍ ته به نزدې نه ځئ. ټول محلت به خبر شو چې زمونږ کره ” چونه کېږي” له دېوالونو به يې تصویرونه لیرې کړل او د ټولو کوټو سامان به په برنډه کې راټول شو. په کړکیو به يې څادرونه وځرول او په فرشونو به يې زوړ اخبار واچاو.
پلار به مې د اوسپنې یو لوی ډرم له اوبو ډک کړو. بیا هغه لوی غونډاري به يې یو یو په احتیاط پکې واچول. مونږ به د لیرې نه کتل چې له اوبو به لوګی او ګوړګړو غږ پورته شو. د چونې غونډاري به ډېر وخت په اوبو کې خوټکیده او د ډرم د پاسه به برغولی پروت و. یو چونه ګر چې مونږ به ورته ” خلپل کاکا” ویل، په برنډه کې پر زمکه ناست چای څښل. د ده څنګ ته به د وچو واښو جوړه نوی “کوچي” پرته وه. دا د جارو په شان جوړ، خو بیخ کې به يې یو کلک لرګی د نیولو لپاره و. بل سر به په نرۍ پړي راټول او د یو لوی برش په بڼه و. دا کوچي به يې لومړی په فرش کیښوده، لږ اوبه به يې پرې وشیندلې او په سټک به يې وټکاو چې نرم شي. بیه يې څلور آنې وه ځکه دا به وسولیده نو نوی به يې راوړه.
خلپل کاکا به ډرم سره ودریدو، یو لوی لرګی به يې پکې وهلو او چونه به يې ښه وشاربله. بیا به يې پکې د نیل پوره ډبلی تش کړو او هغه به يې هم ورسره شاربل. نیل به پکې ورګډ شول نو یو وړوکی زوړ ټیم به يې ترې ډک کړو. د لرګي زوړ پارسنګ (اندرپایه) چې زیات وخت په ګودام کې و، د کوټې یو دېوال سره يې اړم کړو. د دغه اندرپای سره یو میخ ټک وهلی و نو په هغې به يې د چونۍ ډک وړوکی ډول (بالټی) ځوړند کړو. کوچي به يې په مایع شوي چونه کې ډوب کړه او په چت به يې ومښلو. شروع کې به چت نیلا ښکاریدو خو له اوچیدو وروسته به تک سپین او هوار شو. تر غرمې به یوه کوټه چونه شوه نو مشر ورور به مې خلپل کاکا ته د ډوډۍ پتنوس او ما به د اوبو ډک مسین ګیلاس ورته یوړل. ده به د غولي بل سر کې یو سماوار ته کیناستو او مخ لاسونه به يې ووینځل چې د چونې په وړو څاڅکو به ککړ وو. چونه شوي کوټو ته به مونږ څو ورځې نه تلو او بیا به مې مور د فرشونو په وینځلو پېل وکړ. چونه به د اوبو سره ووینځل شوه ځکه دا کیمیاوي مواد نه دي بلکه ” الکلاین” دي او د مالګې یا نورو معدنیاتو په موجودګۍ رژېږي. د خښتو فرشونه به وچ شول نو د کړکیو شیشې به مو په زاړه او لامده اخبارونو پاکول. بیا به يې پالنګونه او نور سامان ځای ځای کیښودو. لس دولس ورځې به هم دغه حال و. اخر چې برنډه به له سامان تشه شوه نو خلپل کاکا به د پوڼیو، غسلخانې او د باورچي خانې چت او دېوالونه هم چونه کړل. خلپل به خپله مزدوري واخیسته او ورک شو نو مونږ ماشومانو به د وراسته شوی کوچي او چونې سره کله د کونترو(کفترو) کوټڼۍ او کله د بره منزل په فرش ځان ته دایرې او د لوبو خانې جوړولې.
چونه په انګریزي کې ” لایم سټون” د کیلشیم اوکسایډ سرچینه ده، په “ژوندۍ” او “مړ” دوو حالتونو کې خرڅېږي. د ونو په تنه د دې وهل د هغو چینجو مخه نیسي چې د دې بیخ ته تاوان رسوي. چونه د سیمنټ نه علاوه د کورونو رنګ، د کروندې په کیمیاوي سره او د لوښو وینځلو پوډر لویه برخه جوړوي. مړه چونه د مخ پوډر، غاښونو په کریم او ان د کیلشیم په ګولیو کې هم کارېږي. دا د سمندر په تل کې جوړېږي او اکثر په ساحلونو پروت وي. تر ټولو پخوانۍ زیرمې د مصر سره موندل کیده او هلته خلکو د دې جوهر کشف کړو. د چونې تیږه بحرهند، خلیج فارس، میکسیکو خلیج او بحرالکاهل پر غاړو هم پیدا کېږي.
پخوا به ځینو خلکو له ژمي وړاندې په کورونو کې ارو مرو چونه کوله چې حشرات به پرې ختم شول. د چونې ځای اوس رنګ (پینټ او ډسټمپر) اخستې دی خو په دې کې هم چونه ورګډه وي. ځکه خو چونه اوس هم د نړۍ یو ګران بیه تیږه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *