دنګل
پهلوانۍ کې دوه کسان د خپل تکړه وجود په زور د یو بل د پرزولو هڅه کوي. خلک يې نندارې ته ولاړ وي او په هند کې ورته “دنګل” وایی.
خو نن زه درته د ښځو د یو دنګل کیسه کووم. ماګل او شاګل اصل نومونه يې نه دي او په یو میلمستیا کې ورته نزدې ناسته وم. د میز چاپېره ۵ ښځې نورې هم وې او د روغبړ او سلامونو نه وروسته د شاګل او ماګل دنګل داسې شروع شو.
ماګل. دا کمیس دې ډېر ښکلې دی.
شاګل. (موسکۍ) دا راته خور پیښور نه راوړې و. لږ راباندې ارت دی خو خیر…
ماګل. هم دغسې کمیس راسره و خو د لور په وار مې اپریشن سره خېټه لویه شوه. ما ویل یو وخت به وزن کم کړم خو ونشوه. هغه کمیس مې خیرات کړو.
شاګل. توبه زما اپریشن هم راته جنجال جوړ کړی و. پوره ۳۰ ټانکې( کوک) يې راته وهلې وې.
ماګل. زما ۴۲ وو…سړي راته ډېره موده د بړستنې نوم اخیستو.
شاګل. ( په خېټه لاس) زه درې ورځې په کټ پرته وم. د خوځیدو نه وم او ډاکټر راته وېلي وو چې مکمل ارام به کوې.
ماګل. زه خو چې له هاسپټل کور ته راغلم نو یو پاک لوښې مې نه موندلو. خداې دې زما خواښې له خیر ورکړي، بیا هغه راغله او کور يې سمبال کړو.
شاګل. ما ته خو ۱۰ کسان په کور کې کیناستل. ( په خېټه لاس) د ټانکو د درد سره مې هم پخلی کاو.
ماګل.( په خېټه لاس) زما د خسرګنۍ ۲۰ کسان په ثابت بس کې راته راغلل. د خواښې مې توان نه و…نو زه پخپله پخلي ته ودریدم.
شاګل. سړي راته ویل چې ډوډۍ به له بازاره راغواړو خو زه د خسرګنۍ له پیغور ویرېږم.
ماګل. زما خواښې تراوسه یادوي چې ما څنګه په سخت تکلیف کې ټول کارونه کول.
شاګل. (د بنګړو لاس اوچت) دا بنګړي راته خسر هغه وخت جوړ کړي وو. خدای دې وبخښي.
ماګل. (د غاړې لاکټ نیسي) ما ته يې دا لاکټ راکړو، خو اول مې زوی و نو په هغه وار يې راته د سرو زرو سیټ جوړ کړی و. نن مې د ډبلي نه راوویستو خو اوس يې موډ نه دی. وېم چې خرڅ يې کړم او یوه درنه کړه پرې واخلم.
شاګل. سره زر دومره ګران شوی دی چې توبه…زما خواښې ټولو انږیندو ته ۲۰ تولې سره په واده کې ورکړي وو. خو اوس هم (خندا) ورسره ۱۰۰ تولې شته.
ماګل. مونږ ټولو خویندو ته خو یواځې د پلار له کوره د ۳۰ تولو کړې او د غاړې کټماله شوی و.
شاګل. ورک دې سره زر شي… څوک چې زمکه لري هم هغه خان وي.
ماګل. د خانانو دې خدای بیخ وباسی، لوڼو ته په میراث کې برخه نه ورکوي.
شاګل. پښتانه هم دغسې وي.
ماګل. زه خو لور ته وایم چې پښتون سړی سره واده ونکړې.
شاګل. لور دې د څو کالو شوه.
ماګل. نام خدا … ۱۰ شوه. ستا زوی ؟
شاګل. دغه د ۸ به وي…
د ډوډۍ اعلان سره پهلواني هم ختمه شوه. هر چا د وریژو له غورۍ قابونه ډکول خو ما سوچ کاو چې دغه دنګل چا وګټلو؟