د ښځو لپاره د پوزی دوه ګاڼې پخوا ډېر رواج وې. میخکی اوس هم کله کله د فیشن برخه وګرځي خو د پوزې سورۍ کول اوس یو عیب ګڼلې شي.
په هندي کې “کیل” پنجابي کې “کوکا” او پښتو کې د “میخکي” ټکی د لونګو لپاره هم کاریدو. د پیغلې پوزه چې به په ستنې سورۍ کړې شوه نو څه موده د سپینو (نقره) مهین تار یا د ګنډلو تار پکې پروت و. د واده په وخت د شته من کورونو ناوې ته به د سرو نتکۍ یا پیزوان جوړیدل. غریبو ناویانو ته میخکی (میخکے) جوړاو چې یوه ساده غمی به يې لرلو. چارګل به لږ لوی او څلورو پرو کې به يې غمي لګیدلي وو.
د پښتو ولسي شاعرۍ کې د چارګل زکر داسې کېږي.
زما چارګل به دې ټوټې کړي
ما د چارګل په پرو ډېر وهلي دینه