په ۲۶ جنوري ۲۰۱۶م نامتو ډپلوماټ صاحبزاده یعقوب خان د ۹۵ کلونو په عمر کې وفات شو. دی د رامپور د نوابي کورنۍ یو غړی او برطانوي پوځ افسر و چې په ۱۹۴۷م کې يې پاکستان ته کډه وکړه.
د هندوستان د نجیب آباد ریاست وروستی نواب جلال الدین خان په ۱۸۵۷م کې د انګریز له خوا تورن شو چې د خپلواکۍ په پاڅون کې يې د وروستي مغل باچا بهادر شاه ظفر ملاتړ کاو. دی او د ده اوخښی سعد الله خان دواړه ګرفتار او په یو پوځي محکمې کې ورته د مرګ سزا ورکړی شوه. د دواړو زمکې او کورونه ضبط شوي وو نو د دوی ټبر له نجیب اباد کډه وکړه او رام پور کې يې د خپلوانو کره پناه واخیسته.
د سعد الله خان زوی عبد السلام خان د لیک لوست شوقین او په خپل کورکې يې د نایابه کتابونو زیرمه لرله. د ده نمسی عبد الصمد خان د لوړو زدکړو څخه وروسته، په ۱۹۰۰م کې د ۲۶ کالو په عمر کې انګریزانو د رامپور مشر وزیر وټاکلو. دده کشر زوی یعقوب خان په ۲۳ دسمبر ۱۹۲۰م کې رامپور کې وزیږېدو.
دی د خپل مشر ورور یونس خان په شان په برطانوي پوځ کې د افسر په توګه وروزل شو. ده په ډېره دون کې پوځي اکیډمي کې سبق ویلو نو د سیکنډ لیفټنټ دنده يې واخیسته. د ۲۰ کالو په عمر کې د کتابونو د مطالعې او د اس سپرلی يې خوښیدل. دویم نړۍ وال جنګ له پېل یعقوب خان د مصر او د لیبیا په سرحد يې واستاو. په ۱۹۴۲م کې په یوې حملې کې دی د اطالوي او جرمني ګډو پوځونو له خوا ونیول شو.
د قید په کلونو کې یعقوب خان اطالوي، جرمني او روسي ژبې زده کړې او د دې ژبو کلاسیکی ادب يې هم ولوستلو. دی د جنګ نه وروسته په ۱۹۴۵م کې خوشی کړې شو.
د هند په وېش کې یونس خان هم هلته پاتې شو خو یعقوب خان چې د وایسرای لارډ ماونټ بېټن په محافظ دسته کې و، پاکستان ته کډه وکړه. هلته دی د محمد علی جناح د ساتندویانو د دستې مشر و. په ۱۹۴۸م کې میجر یعقوب خان د کشمیر په محاز د پاکستاني پوځ د یو پلټن کوماندان و. دوی د پلې نه پورې غاړه په مقابل لوري يې د توپو ډزې کولې. هلته د ده ورور د میجر یونس خان له لوري په دزو صاحبزاده یعقوب خان زخمي شو. کله چې هغه خبر شو نو په چغه يې وویل، “غم مه کوه وړکیه… مونږ عسکر یو او خپله دنده سر ته رسوه. له دې وروسته دواړو وړونو چرې هم د یو بل سره اړيکې و نه ساتلې ځکه پوځونه يې د یو بل سره په جنګ وو.
په ۱۹۶۰م کې یعقوب خان د کلکتې د یوې مسلمانې جینۍ (طوبا خلیلي) سره په پاکستان کې واده وکړو نو ورور ورته د امبارکۍ پیغام واستاو.
تر ۱۹۶۵م د جنګ په وخت هم صاحبزاده یعقوب د پاکستان په پوځ کې د یو ډویژن مشري کوله. خو په هند کې یونس خان تقاعد شوی و.
په ۱۹۷۱م کې یعقوب خان په ډهاکه کې د پوځ مشر او پوځي منتظم هم و. د مارچ په میاشت کې ورته پوځي ډکټاټور، یحیا خان امر وکړو چې د عوامي لیګ سیاسي ګوند خلاف دې پوځي عملیات پېل کړي. یعقوب خان ورته وویل چې مجیب الرحمن د ولس رای ګټلي دي او پکاره ده چې حکومت دې هغه ته وسپارل شي. خو یحیا خان د ده خبره و نه منله او یعقوب خان له پوځ استعفا وکړه.
په ۱۹۷۲م کې د پاکستان وزیراعظم ذوالفقارعلی بھټو ورته په فرانس او بیا امریکا کې د سفیر دنده ورکړه. د جنرل ضیاء الحق په دورکې دی په دویم ځل فرانسه او بیا ماسکو کې سفیر شو. په دسمبر ۱۹۷۹م کې شوروي اتحاد پوځ په افغانستان حمله وکړه نو صاحبزادہ یعقوب يې له ماسکو بیرته وبللو.
کله چې پوځي عدالت، ذوالفقارعلی بھټو ته د مرګ سزا اعلان کړه نو د ماسکو څخه “کوسیجن” د یعقوب خان په لاس صدر ضیاء ته پیغام واستاو چې بهټو ته دې معافي ورکړي. یعقوب خان هم ضیاء الحق ته مشوره ورکړه چې یو منتخب وزیراعظم ته د مرګ سزا به تر ډیرې مودې د ملت په روحیه اغیز کوي.
په ۱۹۸۵م کې صاحبزادہ یعقوب په پارلیمان کې د “سینټ” غړي وټاکل شو. دی د وزیراعظم محمد خان جونیجو په کابینہ کې وزیرخارجہ شو خو ضیاء الحق په آئین کی ۸ ترمیم او د جونیجو حکومت برطرفه کړو. څو کاله وروسته یعقوب خان د بی نظر بهټو په حکومت کې بیا خارجه وزیر شو.
په ۱۹۸۲م کې دی د سرکاري دندې لپاره هند ته لاړو نو ۳۶ کاله وروسته په ډېلي کې خپل مشر ورور یونس خان سره ملاقات وشو. د ژوند په وروستیو کلونو کې یعقوب خان د کتابونو په لوست او لیکلو وخت تیراو. د ده لیکل شوی کتاب، “سټرټیجي، ډپلوماسي او انسانیت” نومېږي.