د اباسین او کابل سیندونه “هنډ” ته نزدې یو ځای بهېږي. هلته د سیند پرغاړه یو وړوکی کلی “لاور” دی چې اوس ورته خلک چهوټا (وړوکی) لاهور وایی.
داسې تاریخي شواهد شته چې په ۶ ق م پېړۍ کې د سنسکریت ژبې استاد، شنکر اچاریه پانیني “لاور” کې زیږېدلی و. د لاور ” یو بل نوم “شالاتوره یا سالاتوره” هم و چې د تورو خټو یا دلدلي زمکې ته يې ویل.
د آریایی ژبې یوه څانګه ” پش یی” ده چې په نورستان (کافرستان) کې ویل کېږي. په دغې ژبې کې ” شال” بانډې یا هغه ځای ته وایی چې پکې مال روزلې شي. خو د دغې ژبې لاوَر مانا نوبت، نمبر یا وار کېږي. هغه ځای چى “د شپون لخوا مالدارو ته خپل خپل نوبت سره خپله برخه ورکول کيږى.” لاور بللې شي. د وړوکي لاهور د موقعیت سره په کتلو دا ښکاري چې یو وخت له اباسین پورې وتل په خپل وار یا نوبت وي. ممکن لاوَر (نوبت) له هغه وخت راپاتې دی.
د صفيه حليم ليکنوڅخه ځنى لرغونى لغتونه او پشه يي. (مقاله) فضل الرحمن آخندزاده صادقی.