د استنبول جوماتونه
مسجد سلیمانیه د عثماني سلطنت نامتو ” معمار سینان پاشا” (۱۵۸۸م ومړ) په لاس جوړ شو.
سینان په ۱۵۳۰ م کې د ترک سمندري ځواک ” امیر البحر” و. ده به پوځي ودانۍ او پلونه جوړول خو بیا د ښایسته جوماتونو معمار شو. د ده جوړښتونه، د القدس ګومبد، د مکې مدرسه، د حلب او د دمشق نه علاوه بلغاریه، بوسنیا، هنګري او سارایو کې هم شته. د سینان په معمارۍ، ۷۹ جوماتونه، ۳۴ ماڼۍ، ۳۳ حمامونه، ۱۹ مقبرې، ۵۵ مکتبونه، ۱۶ مرستون ( د بې وزلو) ۷ مدرسې او ۱۲ کاروان سرایونه، خومبې (ګودامونه) فوارې، د اوبو رسانۍ او روغتونونه جوړ شول.
پخوا به ترک باچا “سلطان روم” و خو سلطان سلیمان د عرب خاوره په لاس کې واخیسته نو هلته د فرقو ختمولو لپاره د “خلیفه” لقب غوره کړو. د ده په سلطنت کې د سني اسلام تعلیمات او شرعي قانون رواج شو. د ده مفتی او وزیر اعظم د تصوف د خانقاه لپاره هم اصول وټاکل اوغیراسلامي رواجونه يې ختم کړل.
د استنبول “مسجد مهر و ماه” د سینان پاشا لومړۍ کارنامه وه. په ۱۵۴۳م کې د عثماني سلطان سلیمان لور ” او د وزیراعظم رستم پاشا میرمن شهزادګۍ مهروماه ورته د دوو جامع جوماتونو د جوړولو وویل. یو “مسجد شهزاده” د سلیمان د ۲۱ کلن زوی په نوم چې په ۱۵۴۳م کې په چیچک مړ شوی و. دواړه په ۱۵۴۸م کې پوره شول چې د معمار سینان د هنر لومړۍ بیلګې دي. په دغو جوماتونو کې ستنې غټې ساتل شوې وې چې په زلزله کې ګومبد ورباندې ټینګ وي. په پلستر کې د کاشي خښتو سره د ګچ ټوټې هم په جیومیټړي ډیزاین ونښلول شوې.
د سلیمانیه جومات پلان د ۱۵۴۷م نه پېل شو او هغه وخت ځایی خلکو باور لرلو چې د “حاجیه صوفیه” د کلیسا نه لویه ګومبده څوک نشي جوړولی. سینان پاشا دا چیلنج ومنلو او د جومات لپاره يې د مرمره سمندرګي سره نزدې یو پخوانی باغ او ماڼۍ غوره کړل. بیا یو کال يې د جومات نقشه جوړوله چې ګومبده يې له حاجیه صوفیه کلیسا لویه وه. له ۱۵۵۰م تر ۱۵۵۷م، د جومات نه علاوه، پخلنځی، حمام، څلور کالجونه، طبي پوهنځی، د قران او حدیث مدرسې، د صوفیاو خانقاه، کاروان سرای او تجارتي دکانونه هم جوړیدل چې د اسلامي ریاست یو لوی سمبول و.
د سلیمانیه جومات لپاره د لبنان د بعلبک ۵ زره کاله پخواني عبادت ځای نه هم ستنې راوړل شوې. د یهودانو په عقیده د بعلبک مزدک حضرت سلیمان د ملکه سبا( بلقیس) لپاره جوړ کړی و. خلکو به سلطان سلیمان ته ” د زمانې سلیمان” ویل. خو هغه د جومات له پوره کیدو یو کال وړاندې ( ۱۵۵۶م کې) مړ شو.
دا جومات ۶۰ میټر اوږد او ۵۸میټر پلن، ګومبد يې ۵۳ میټر لوړ او قطر يې ۵۷ میټر دی. ورسره نور واړه ګومبدونه او په محراب ” سوره الفتح” کنده دی. د لوی دروازې مخ ته د اوبو تالاب، د غولي په فرش د مرمرو او ګرینایټ تیږه ده. د دې څلور منارې هر یو ۶۳ میټر لوړ دی. په دوو کې بره د ناستې ځایونه او د سیل دالانونه دي. هغه وخت د ترکي په عامو جوماتونو کې به یوه مناره د ازان لپاره وه. د څلورو منارو د جوړولو اختیار یواځې د سلطان سره و. ان چې د هغه زامنو یا میرمنو هم که جومات جوړاو نو یو یا دوه منارې به يې جوړولې شوې. زما رهنما راته وویل چې په منارونو کې ۱۰ دالانونه دي ځکه سلطان سلیمان ۱۰ عثماني باچا و خو دا د منلو خبره نه وه ځکه د جومات نقشه د سلیمان په ژوند کې جوړه شوی وه. دالانونه د سینان پاشا د پلان یوه برخه وه چې قبر يې د جومات شمالي دېوال سره جوړ دی.
سلطان سلیمان او د ده میرمن خرم سلطان د مقبرو نه علاوه د شاهي کورنۍ نور خلک هم هلته خښ دي. د جومات پخوانی مطبخ چې د بې وزلو لپاره پکې ډوډۍ پخیده، اوس یو ریسټورنټ او پخواني روغتون کې ” چاپه خانه” د پوځ په لاس کې ده.
دا عالیشان جومات په ۱۶۶۰م کې د یو اور په سوزیدو زیان من شوی و. د سلطان محمد (څلورم) په دور کې دا بیا ورغول شو. د لومړي نړۍ وال جنګ په وخت په دې کې بیا اور ولګیدو او اخر په ۱۹۵۶م کې د دې رغولو کار پوره شو.
له سلیمانیه څخه ۲۰۰ کاله وروسته په ۱۶ پېړۍ کې یو بل سلطان احمد هم د لوی جومات په جوړولو نوم وګټلو. په ترکي کې یواځې د دریو جوماتونو ۶ منارې دي چې یو پکې “نیلا جومات” دی. سلطان احمد د جومات معمار ته امر وکړو چې د دې جومات مناره “آلتین” یعني طلای جوړ کړي. خو معمار سید فکر محمد آغا چې د سینان پاشا شاګرد و، ” آلتي” یعني” شپږ” واوریدل. سلطان احمد چې منارې ولیدې نو سخت په قهر شو ځکه شپږ منارې یواځې په کعبه کې وې. هغه امر وکړو چې په مسجد حرام ( کعبه) کې دې یوه مناره بله هم جوړه شي. د نیلا جومات ټولې ۶ ستنې د نرۍ پینسل په شکل او هر یو کې ۳ د سیل ګیلریانې دي.
د جومات په ګومبد کې دننه ۲۱ زره ټایلونه (کاشي خښتې) لګیدلي چې زیات يې نیلا دي. د دې له کبله اروپایانو ورته ” بلو موسک” نوم ورکړو. په ۱۹۸۶م کې دا جومات د یونیسکو له خوا ژغورل شوی ودانۍ اعلان شوه. نیلا جومات د حاجیه صوفیه کلیسا ته مخامخ جوړ دی او د ۱۶۰۹م نه تر ۱۶۱۶م تر منځ پرې کار روان و. د دې مرکز کې ۵ او چاپېره ۶ ګومبدې دي چې د ترکانو کلاسیکي جوړښت وروستی جومات دی. نیلا جومات مستطیل خو ددې د لمانځه تالار مربع دی. د دې په دېوالونو بره رنګ او ښکته ۲۰ زره د ایزنیګ کاشي خښتې لګیدلې دي. د رڼا او هوا لپاره پکې ۲۰۰ کړکۍ، چې ځینې يې فرش ته نزدې او پرانستل کیدایشي. په دوی کې شیشه لګیدلې ده خو په تالار کې د رڼا لپاره ۲۰۰ نه زیات د شیشې فانوس هم دي. په دوی کې به د شتر مرغ اګۍ ساتل کیدې. د دغو اګیو له کبله “غڼې” یا عنکبوت به په ودانۍ کې جالې نه اوبدلې.
د لمانځه تالار داسې دی چې د جمعې په خطبه کې د هر ګوټ نه امام خلکو ته ښکاري او د ده غږ هم بې له لاوډ سپیکر اوریدې شي. د امام منبر د مرمرو په جالۍ سمبال او یو خوا ته د سلطان د اعتکاف کوټه یو دالان او دوه نورې کوټې دي. د شته منو خلکو له خوا به د جومات فرش لپاره قیمتي قالین ډالۍ کیدل چې هر کال به يې بدلول. په مرکزي ګومبد کې هم د رڼا لپاره ۲۸ او په نیمه ګومبدو کې ۱۴ کړکۍ دي. د جومات مخ ته په انګڼ کې فواره او د اوداسه ځایونه دي. په نورو ودانیو کې حمام، پخلنځای، مدرسه، مکتب او تنور شامل وو. پخوانی مکتب اوس د معلوماتو مرکز دی.
ځینې خلک اوس خپلو ماشومانو ته “سنان” نوم ورکوي خو تلقظ يې ” سینان” دی.