دا مفکوره اوس غلطه ثابته شوی ده چې پښتون قام د بني اسرایل د لسو ورکو قبیلو یوه څانګه ده.
د میلاد نه ۱۳۰۰ کاله پخوا یهودانو د حضرت موسا(ع) په مشرۍ له مصر کډه وکړه. د اندازو تر مخه د دوی شمیره پینځو زرو شا و خوا وه او په ۱۲ قبیلو يې وېشلي وو. ۱۰ يې د حضرت یعقوب (ع) د زامنو ” اشعر- دان- ګاد- ایساچار- نفتلی- ریوبن- شیمیون– زیبولون- جودا او بن یامین په نومونو یادیدل. دوه نور افرایم او مناسېح د حضرت یوسف (ع) ګډ وارثان وو نو ځکه د قبیلو نومونه هم د دوی وو. ۱۰ قبیلو په کنعان ( فلسطین) کې د خپل عبادتځای چاپېره او “جوده” او “بن یامین” له ښاره بهر په نزدې غرونو کې میشت شول. دوی په یروشلم ( بیت المقدس) کې یو لوی عبادتځای کې د سرو زرو توکي راټول کړي وو. په ۱۲۶۵ق م کې د اسیریا باچا په فلسطین حمله وکړه او د ښار د ۱۰ قبیلو خلک مرګ ژوبلې نه وروسته ترې وتښتیدل. ځینو ممکن په غرونو کې جودا او بن یامین ته پناه یوړه او نور يې میسوپوټیمیا ته وشړل چې اوس د شام او عراق سیمه ده. له هغې وروسته دا قبیلې ورکې شوې. په ۵۸۶ ق م کې د بابل نامتو باچا بخت نصر (نیبوچدنصر) په فلسطین حمله وکړه نو د غرونو څخه پاتې دوو قبیلو جودا او بن یامین خلک يې ځان سره د غلامانو په توګه یوړل. کله چې د پارس ( ایران) باچا د بابل سلطنت ویجاړکړو نو دوی بیرته بیت المقدس ته لاړل. دوی د هغو لسو قبیلو لټون شروع کړو او په دې هیله وو چې بیرته به راشي.
د فلسطین په خاوره یو بل پیغمبر حضرت عیسا (ع) په جودا قام کې وزیږېدو. هغه یو ځل پیشګویی کې د هغو ورکو خلکو ذکر وکړو چې بیرته به راځي او خپل دین کې شامل شي. د یهودانو په ولسي کیسو کې ۱۰ قبیلې د السبت (سمباتیون) سیند نه پورې غاړه ووتل. د دوی په عقیده خالي ( شنبې) په ورځ د سفر ممانعت دی نو په اوومه ورځ د سمباتیون سیند اوبه هم نه بهېدې. په نهمې پېړۍ کې یوسیلاني ” ایلدادها داني” دعوا وکړه چې هغه خیالي سیند د ایبی سینیا (ایتهوپیا) سیند و. په ۱۲ پېړۍ کې د اسپانیې یو سیلاني وویل چې ۴ قبیلې اشر- دان- نفتلي او زیبلون د نیشاپور(ایران) غرونو ته لاړل او هلته میشت دي.
په سر کې دوی د فلسطین سره جوختو سیمو لکه مصر- شام او لبنان کې د ورکو قبیلو لټون وکړو. بیا د مرکزي ایشیا او قفقاز ته خبره وغځیده. له ۱۶ پېړۍ دوی لیرې پرتو ځایونو ته سفرونه کول او د ایتهوپیا، اسپانیې، پرتګال او یورپ د یهودانو په اړه څېړنې وشوې. ځینو ته په جنوبي (لاطیني) امریکه ملکونو پېرو- کولمبیا-ایکوا ډور او وینزویلا کې د ځایی خلکو رواجونه د یهودانو په شان ښکاره شول او دوی يې د “ریوبن” او “لیوي” قبیلو خلک وګڼل. د ۱۳ پېړۍ د مسیحي راهبانو، دوه لیکلي تاریخونو کې د کیسپین سمندر پرغاړه میشت د ” خزار سلطنت” ځینې باچاهان پخوا یهودان شوي وو نو ممکن ترک مغل یهودان وو. بیا د داغستان د غرونو یهود، هغو لسو قبیلو څخه وګڼل شول. د رومانیه جوزف اسرایل د ۱۸۴۵م څخه تر ۱۸۵۹م د ترکي- مصر- شام- فلسطین- کردستان- عربستان- پارس- افغانستان او هند نه علاوه شمالي امریکا ته په سفرونو کې هلته میشتو یهودانو په اړه معلومات راټول کړل. د کولمبیا او میکسیکو خلکو په لباس او ځینو رواجونو کې د یهودو نښې ولیدل شوې.
څومره چې په دغه موضوع پلټنې کیدې، هم هغه هومره د نړۍ په ځینو نسلي ډلو کې دا روایت وزیږېدو چې ممکن دوی به د هغو لسو قبیلو اولادونه وي. د آزربایجان- کردستان- کشمیر- چین- جاپان- افغانستان او د ایشیا نه علاوه، په لویدیځ افریقه کې مالی- ګهانا-نایجیریا- د افریقه جنوب کې زمبابوی- لوسیتو-موزمبیق- جنوبي افریقه- یوګنډا- ایتهوپیا- ایریټریا- د برطانوي جزیرو “کیلټ” خلک- د نیوزي لینډ بومي خلک- په جنوبي امریکا کې ایکویډور- کولمبیا- وینزویلا او نزدې وختونو کې د شمالي امریکا “مورمن” خلکو دعوا ده چې دوی د یهودانو لسو قبیلو اولاد دی. په ۱۸۶۷م کې د سکاټلینډ یو مسیحي مبلغ این- میکلایډ جاپان ته لاړو او دا يې ثابته کړه چې دوی له هغو ۱۰ قبیلو څخه وو. په ۱۸ پېړۍ کې په برطانوي جزیرو اوسیدونکو په اړه یو مسیحي مبلغ دعوا وکړه چې هغوی د ۱۰ ورکو قبیلو خلک وو. دوی مرکزي ایشیا ته، بیا کسپین سمندر او ورپسې د تورې بهیرې څخه په کشتیو کې برطانیې ته تللي وو.
په مرکزي ایشیا کې د ګرجستان( جورجیا) یهود تر ټولو لرغونې تاریخ لري. په ۱۸ پېړۍ کې د ” کرایمیا” یو قام “کرایټي” دعوا وکړه چې دوی د هغو لسو قبیلو خلک وو او له ۷ ق م پېړۍ څخه هلته میشت وو.
په یهودي عقیده کې زیات خلک باور لري چې هغه ورکې قبیلې به بیرته نه راځي ځکه د وخت په تیریدو هغوی د ځایی اوسیدونکو رواجونه خپل کړي دي. خو تر ټولو قوي امکان د ایتهوپیا د یهودانو په اړه چې دوی د “دان” قبیلې غړي دي. هلته د ډي-این- ای- څېړنې هم وشوې او دا خبره باوري شوه چې د یهودانو لس قبیلې به یمن، ایتهوپیا او مصر ته ورغلی وي. په ۱۹۷۳م کې د اسرایل لوی کاهن “ربی اوادیه یوسف” دا خبره ورسره ومنله. دا خبره هم ثابته شوه چې هغو خلکو خپله عقیده نه وه بدله کړې او هر ځای یهود پاتې دي.
اوس به راشو پښتنو ته چې په ۱۷ پېړۍ کې لیکل شوې، ” تاريخ هېروي” کې د پښتنو د يهودي کيدو خبره مني. په ۱۸ پېړۍ کې “ویلیم جونز” د پښتو او عبراني ژبو ته پام وکړو خو هغه د هند نورې ژبې هم وڅېرلې. د بنګال ګورنر هنري ویسیټارټ ” اسرارالافاغنه” کتاب په انګریزي وژباړلو چې په ۱۵۵۰م کې لیکل شوی و. ورپسې هنري والټر بیلیو د پښتنو په سیمه کې د ځایونو نومونو ته پام وکړو. په پښتو کې يې عبراني توري او د پښتنو کړه وړه يې د یهودانو سره پرتله کړل. خو ستونزه دا ده چې پښتانه د تیرو ۱۴۰۰ کالو راهیسې مسلمانان او په خپلې عقیدې دومره ټینګ دي چې د کلیو خلک د “یهود” توری کارولو سره پر زمکه وتوکي. په ۲۱ پېړۍ کې د یهودانو او د پښتنو د ډي-این ای- ترمنځ د مماثلت لپاره ساینسي څېړنې وشوې. په ۲۰۰۸م کې د برطانوي پروفیسر ” تهیوډور پرفیټ او په ۲۰۱۰ م کی د هندوستان د ممبۍ د ایمیونو هیماټولوجی د ملی انسټیټوت د ارثی علومو متخصص شهنازعلی د ملیح آباد په اپريدو ډي این ای څېرنې وکړې. اپريدي په خپل تبر کې واده کوي نو ځکه د دوي وینه مناسب وګڼل شوه. دا يې د اسرایل د يهودانو د وینې سره پرتله کړل او نتیجه منفي وه. د لکهنئو پوهنتون یو استاد نورس اپریدی هم داسې څیړنی وکړې خو څه نتیجه یې ورنکړه. په ۲۰۱۲م کې د امریکا د وراثتی شورا د افغانستان او پاکستان د څو سوو پښتنو د وینې نمونې واخیستې او دا يې د یهودو د ډي این ای سره پرتله کړل. په ۲۰۱۲م کې دغې ادارې رپورټ ورکړو چی اوسني پښتانه د ۵۰۰۰ کالو راهیسی پخپلې سيمې کې اوسیږی او د بل ځای څخه نه دي راغلي.
بیا هم ځینې لوستي پښتانه په دې ټینګار کوي چې دوی یهودان دي. یو متل دی چې ” ما مه شمیره درګډ یم.”