د ژوب نقاشی


د جولای ۲۰۲۳م په ۲۷ نېټه یو پخواني همکار راته د قطب خان آفاقي د فیسبوک پاڼې پته راکړه. هلته بې شمیره تصویرونه مې ولیدل چې په لویو تیږو نقاشي شوی وه.
په ټولې نړۍ کې لرغونو انسانانو په تیږو نقشونه کیندلي او ځینې يې ۶۰ زره کاله پخواني دي. د پاکستان شمالي غرونو په لار چیلاس په تیږو د آریایی قامونو نقشونه نامتو لرغون پوهه احمد حسن داني له خوا وڅيړل شول.
د ژوب په تیږو نقشونو کې هوسۍ، پړانګ، زمری، اس او اوښ لیدل کېږي. د ددو ښکرو یو ځناور ممکن غوایې وي. د دې نه علاوه په اسونو سپاره انسانان چې په لاس کې تورې دي د یوې جنګي پیښې یا د ښکار نښه څرګندوي.
د ۲۱ پېړۍ په سر کې د لورا لایی د ” موسا خیلو” په غارونو کې ۴۰۰۰ کاله پخواني د تیږو انځورونه هم د لرغون پوهانو د پام وړ شول. د بلوچستان د قدیمه اثارو له خوا پرې پلټنې وشوې او دا يې خوندي کړل. پکار ده چې د ژوب دغه تیږې هم مطالعه او د دې زمانه معلومه شي.
د افسوس خبره دا ده چې ناپوهو ځوانانو په دغو تیږو د نقشونو د پاسه خپل نومونه کنده کړي دي.
د قطب خان آفاقي له فیسبوک څخه په مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *