د پانی پت دویم جنګ


دا جنګ په ۱۵۵۶م د نومبر په ۵ نېټه سوريانو او مغلو ترمنځ وشو.
په ۱۵۴۰ م کې د بابر زوی همایون له شیرشاه سوري، ماتې وروسته هند څخه پارس ( ایران) ته ووتلو. د شیرشاه د واک موده ۷ کاله وه او دی د کالنجر کلا د محاصرې په وخت بارود په چودنه زخمي او څو ورځې وروسته وفات شو. د ده دوو زامنو د تخت په سیالۍ کې هند وویشلو او اخر کشر زوی د اسلام شاه سوري په لقب باچا شو. ۶ کاله وروسته دی مړ شو نو د ده ماشوم زوی ۱۲ کلن فیروزخان تاج په سر کړو. خو هغه خپل ماما ( د شیر شاه وراره او زوم) محمدعادل شاه له خوا ووژل شو چې پخپله پر تخت کیناستو. ده د حکومت اداري کارونه د یو کس “هېمو” په لاس کې ورکړل او دی يې خپل مشر وزیر وټاکلو.
هېمو په ۱۵۰۱م کې د راجستان په یو کلي کې راجپوت کره زیږېدلی و خو ځینې مورخین دی د ریواړي اوسیدونکی برهمن ګڼي. ده د خپل پلارسره کاروبار کې لاس کاو خو وروسته په خپل قابلیت د سوری ټبر ملازم شو.
د محمد عادل شاه د ظلم خلاف په ۱۵۵۵م کې د اګرې حاکم (د شیرشاه اوښي او تربور) ابراهیم سور بغاوت وکړو او بهار ته يې پوځ واستاو. ده خپل ځان د هند باچا اعلان کړو خو د لاهور حاکم سکندر خان سور( د محمد عادل شاه اوښی) له ډېلي پری وشلاو. ده ټول پنجاب په لاس کې لرلو او له اګرې يې ابراهیم سور هم وشړلو نو د باچا په توګه د خپل نوم سکه يې ضرب کړه. اوس هند کې ۲ باچاهان پر تخت ناست وو چې په بهار کې محمد عادل شاه سره هیمو په شان بااستعداد وزیرمل و. ده د باچا د مخالف افغانانو سره ۲۲ جنګونه ورته ګټلي وو.
له دغو حالاتو څخه همایون ګټه واخیسته، له پارس بیرته راغلو. په ۱۵۵۵م مغل ځواک په پنجاب کې سکندر شاه سوري ته شکست ورکړو او هغه له میدان وتښتیدو. په ۲۳ جولای همایون بیا د هند باچا شو او په بنګال کې محمد عادل شاه د هیمو سره مشورې پېل کړې. خو د همایون د واک موده لنډه او بل کال په ۲۷ جنوري په ډېلي کې د شیرشاه د کتابخانې له پوڼو راپریوتو او مړ شو. د ده زوی محمد اکبر هغه وخت د دولسو کالو او بیرم خان يې سرپرست و. هېمو، د عادل شاه په امر د خپل چټک سپاره پوځ سره له بنګال وخوځیدو. په آګره کې مغل والی ” تردي بیګ” هم د افغان پوځ سره مقابلې توان نه لرلو نو بې له جنګ ښار يې هېمو ته پریښودو. د ده په تعقیب پښتانه د ډېلي یو پخواني ښار ” تغلق آباد” ته ورسیدل او تردي بیګ يې مات کړو.
په ۷ اکتوبر د یوې ورځې په جنګ کې افغان پوځ ډېلي ته ورننوتو او هېمو په شیرشاهي کلا ( پرانا قلعه) کې خپل ځان د هند باچا ” راجا وکرم آدتیہ” اعلان کړو. محمد عادل شاه ته هغه وخت احساس وشو چې د هند باچاهي يې د لاسه په وتلو وه نو هغه خپل پوځ ډېلي ته واستاو.
د تغلق آباد له ماتې وروسته، د ۱۳ کلن اکبر سره مله بیرم خان او خان جهان( اول) هم ډېلي ته نزدې وو. د نومبر په ۵ هېمو د خپلې توپخانې او هاتیانو سره د پاني پت میدان کې مورچې ونیولې. ده سره د محمد عادل شاه لښکر هم یو ځای شوی و. بیرم خان او اکبر د میدان نه ۸ میله خپل پوځ شا ته ولاړ وو. مغلو به له نفرت خپل دشمن ته ” هېمو بقال” یعني دکاندار ویل. د دوی د ۱۰ زره سپارو پوځ د علي قلي خان شیباني ( لقب خان زمان) په مشرۍ میدان کې لومړی د مقابل لوري په توپخانه پریوتل.
هېمو په یوهاتي (پیل) ناست د جنګ حال لیدو او خپلو دستو ته يې د وړاندې وروسته کیدو امر کاو. د مغلو یوه دسته چې غشی او لیندې ورسره وې، د هېمو د وژلو لپاره ټاکل شوی وه. دغه دستې ډېر په مهارت هغه فیل ته ځان نزدې کړو او د غشو ناتار يې جوړ کړو. یو غشی د “هیمو” په سترګه خښ او د ډېرو وینو په وتلو دی بې هوشه شو. د ده پوځ حوصله وبایلله او کوماندانانو میدان پریښودو. مغلو د هېمو هاتي، بیرم خان خوا ته وځغلاو. هغه يې په مړژواندې حالت کې د ماشوم اکبر مخې ته واچاو او بیرم خان، توره په لاس ورکړه چې له خپل دشمن سر پریکړي. اکبر د یو مړي سرغوڅول ناروا ګڼل او انکار يې وکړو. اخر بیرم خان پخپله د هېمو بقال سر پریکړو او د مغلو د دود سره سم کابل ته يې واستاو. هلته په “ډېلي دروازې” دا سر ځوړند کړو چې د مغلو د بري یوه نښه وه. د هېمو جسد د شیر شاهي کلا په یوه دروازه به ځوړند و او د هغه خپلوانو او ملګرو د قتل عام نه وروسته له سرونو يې “کله مینار” جوړ شو. وروسته په “اکبرنامه” کې د دې انځور د باچا د تفریح لپاره یو ځای کړې شو. مغلو د سوریانو د پوځ ۱۲۰ جنګي هاتیان هم ونیول او وروسته يې جنګونو کې ترې کار اخیستو.
د هېمو د قتل سره د عادل شاه د بخت ستوری هم پریوتو. په اپریل ۱۵۵۷م کې د بنګال حاکم محمد خان سور د زوی خضر خان ورباندې حمله وکړه او دی يې ووژلو. دوه کاله وروسته سکندر خان سوري په مرګ په هند کې د سوریانو ټغر راټول او د مغلو دوره پېل شوه.
په ۲۰ پېړۍ کې د هند حکومت، پاني پت کې هغه ځای چې هېمو پکې قتل شوی و، یوه یادګاري څلی او د ده مجسمه ودروله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *