زمونږ په کور کې فرني به یواځې د میلمنو لپاره پخیده. کله چې دا په لوی قاب کې يې واړوله نو لږ یخیدو وروسته به يې د سپینو زرو ورق پرې واچوو. دا ورق هغه وخت په دوو ” آنو” کیدو چې د عام اخبار دوه ټوټو تر منځ پروت و. د فرني خوړلو په وخت ما به کوشش کاو چې ورق په ګوتو کې واخلم خو هغه به د خوږو سره حل شوی و. د اختر په موقع به د ښار حلوایی په لویو تالونو کې سرې شکر پارې، بالو شاهي، زیړ لډو، تور ګلاب جامن او نارنجي جلېبي په دغه ورق سینګار کړي وو. د پیو ( شودو) جوړه برفي خو به تل هم دغسې نقریی ورق کې پټه وه.
په انساني بدن کې مختلف معدنیات لکه اوسپنې، کرومیم او کیلشیم نه علاوه معمولي مقدار کې طلا او نقره هم موجود وي. دا دواړه توکي په وینه کې ګډ د نورو توکو سره یو ځای، انساني زړه او بندونو ته توان ورکوي. زرګونو کاله پخوانۍ یوناني حکمت کې نقره یخه او طلا ګرمه ګڼلې شي. حکیمان اوس هم ځینې داروګان د سرو یا د سپینو زرو په ” کشته” کې ورګډ د ځینو ناروغیو لپاره ورکوي. د دغې خاصیت له کبله شته منو خلکو لپاره پخه شوی مټای یا نوره شیریني به په دغو ورقو ښایسته کری شوه. پان کې تاو شوی سیپاري ټوټې به يې په نقریی ورق پوښل چې تاثیر يې یخ و. په اسلام کې د سرو زرو په لوښو کې خوراک ممانعت دی. خو د درملنې لپاره، کشتۂ طلا یا نقرہ حرام نه دي ځکه دا په خواړو کې حل شي.
په اسلامي تاریخ کې یو روایت دی چې د سپینو ورق جوړول د عربي ژبې د ” ضرب” یا ټکول ګردان سبب شو. د ورق جوړول او ټکول یو سخت کار دی او ما به د ښار د یو وړوکي دکان شا ته کله نا کله یو سری لیدو چې د لوی سټک سره به يې د څرمنې ډېرۍ ټکوله.
د ورق ټکولو لپاره به د اوزې (چېلي) د وړۍ او پوټکي ترمنځ یوه نرۍ پرده کاریده. دا به یواځې ماهرو کسانو له اوزې ویستلی شوه او بیا به يې په ګرمو مسالو کې پخوله چې نوره هم کلکه شي. عامه څرمنه د زیاتو ټکولو په وخت وشلېږي او بله دا چې نقره یا طلا هم ګرمه او د ویلي کیدو خطر لري.
د ورق لپاره تیزابي نقره کارېږي ځکه هغه پاکه وي. د دوو کلو نقرې نه يې ۱۶۰ نرۍ ټوټې پریکولې چې هر یو يې دوه انچه پرېړ (غټ) وه. بیا به يې دا په سټک هوارې او پلنې کړې او د اوزې په خاص څرمنې قت پرقت کیښودې. یو کس به د لوی سټک سره دا تر دوو دریو ګېنټو ټکول چې په اخر کې نازک پاڼې ترې جوړیدې. دا به يې په عام اخباري یا بل کاغذ کې قت ساتل او د ۱۰۰ ورقو په بنډل کې په وړو دکاندارانو خرڅول. په ۱۶ پېړۍ کې د هندوستان حیدراباد، آګره، لاهور او ملتان د دغو ورقو لپاره شهرت لرلو ځکه هلته به کاریګر ډېر وو. د مندرونو او بودایی عبادتځایونو کې به د سرو ورق د مجسمو د پاسه ښایست لپاره کاریدل. د چا منښته (نذر) به پوره شوه نو هغه به د سرو زرو ورق د خپل اسطورې په مجسمه ولګوو. مسلمانانو به دا د خپلو ولیانو او پیرانو د زیارت په ګومبد لګول. په لاهور کې د داتا دربار او امرتسر کې زرین ګومبد په طلایی ورق پوښلي دي چې یواځې مسلکي او ماهر کسان يې لګولی شي. په دیني کتابونو کې د سرو زرو د اوبو په لیکلو زکر کېږي خو په اصل کې قلم سره د سرو زرو ورق او لیکل ناممکن کار دی.
کله چې څوک وایی چې یو کتاب د سرو زرو په اوبو لیکل شوی دی نو مانا يې په حاشیه کې ګلکاري یا په انځور “ورق” وي. دا به ډېرمهین او په نري برش په کاغذ نښلولې شو. د څرمنې په پوښ د لیکوال او کتاب نوم هم په طلایی ورق ښایسته کېدو. باچاهانو به د خپل فرمان ثبتولو لپاره شاهي مهر یا ټاپه په کاغذ ووهله او بیا په هغې به يې د سرو زرو ورق ونښلوو.
اوس په بازار کې د ” ورق” په نوم د ” ټین پنۍ” خرڅېږي او ځینې حلوایان يې په مټایانو او نورو خوږو غوړوي. د داسې ورق خوړل تاواني وي او ځان ترې ساتل پکار دي. بدل ورق د خواږو د پاسه پروت او د ګوتو سره ونښلي. اصل ورق په خواږو کې حل او ورک شي.