د ډېلي ډبرلیک


په ۱۵۹۳م ( ۱۰۰۲ ه) کې کښل شوی د سنګ مرمر کتیبه د دلي د خواجه نظام الدین اولیاء سره نزدې په ۱۹ پېړۍ کې وموندل شوه.
تر ۱۸۵۸م په هند کې د مغلو واک ختم او انګریزانو حکومت پېل کړو. د ډېلی په لال کلا کې د مختلفو دورو د چور څخه وروسته هم پخواني انځورونه، کتیبې او کتابونه پاتې وو.
د فاتح پوځ افسرانو دا د کلا په ” نقارخانه” کې راټول کړل. د برطانوي حکومت نوی پلازمېنه د دلي نوی ښار شو. د مغلو زیات اثار د حکومتي ودانۍ په یوې کوټې کې يې وساتل. تر ټولو قیمتي توکي لندن ته يې یوړل او نور يې د هند په لویه وچه په مختلفو میوزیمونو وویشل. هغه وخت نامتو لیکوال سر سید احمد خان په یو کتاب ” آثار الصنادید” کې د ځینو توکو ذکر کړي دی. خو په نسخ کنده شوی د مرمرو ډبر لیک ته چا پام ونکړو. سبب يې د دې ژبه وه چې یو پښتون “محمود” د خپلې مقبرې لپاره جوړه کړې وه. یو انګریز ” ارواین” چې په فارسي پوهیدو، دا کتیبه په انګریزي وژباړله. هغه خلک چې په فارسي پوهیدل، دا یو غیر معیاري او غیر ادبي کتیبه ګڼله.
محمود پخپله په مقفه فارسي کې ډبر لیکونکي ته خپلې خبرې کولی. دی د جملو قافیه بندي کوي او ښایی کاتب هم په تنګ شو. دومره چې د کتیبې په پای کې لیکلو ته اړ شو چې ” هر څه چې صاحب عمارت راته وویل ما ولیکل.” مانا چې زما غاړه خلاصه ده. د محمود خپله ژبه زیږه او ممکن په دربار ګې يې فارسي ژبه زده کړی وه. دی د دریو مغل باچاهانو، همایون، اکبر او د جهانګیر په وخت ژوندی و. په شاهي مطبخ ( پخلنځي) کې يې ملازمت کاو. دی سني مسلمان او پخپلې عقیدې ټینګ و. د حلال ګټې خیال ساتي او په شرع برابر د خپل مرګ څخه وروسته د وارثانو نومونه یادوي.
خانه واحدی- د خانواده په مانا يې لیکلی ده. د محمود د فارسي نورو غلطیانو څخه ښکاري چې ” باکولی” ممکن “بکاولی” و. بکاول یعني خدمت د پاک ولی او اشاره يې د نظام الدین اولیاء زیارت ته وي. د رکابدار مانا ” د اس رکاب نیونکی” یاني “سایس” ده. خو د مغلو په ه شاهي پخلنځي کې آشپز یا پخونکي ته يې هم “رکابدار” ویل.
په کتیبه کې د محمود عمر هغه وخت ۸۹ کاله و. دغه سپین ږیري ته جهانګیرباچا د خپلو خدمتونو په بدل کې دلي کې د اوسیدو اجازه ورکړه. هلته ده په خپل معاش ( ممکن د تقاعد په پيسو) یوه کور خانه ( ممکن قورخانه چې وسله تون ته وایی) او ورسره د اوسیدو ځای جوړوي. د خپل قبر د پاره يې د نظام الدین اولیاء د زیارت( درګاه) سره نزدې ځای غوره کړی و. خو کله چې انګریزانو د دلی ښار نوی نقشه جوړه کړه نو ډيرې پخوانۍ ودانۍ يې ړنګې کړې. د سړکونو او دفترونو د نویو ودانیو لپاره يې هدیرې ورانې کړې. ښایی د محمود پښتون قبر هم پکې ورک شو او ډبر لیک يې د انګریز لاس ته ورغلو.
د ډاکټر سعود الحسن روهیله د فیسبوک پاڼې څخه په مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *