د تعلیم سفر


تر ۲۰۲۰م په افغانستان کې د تعلیم یافته سړو شمیره ۴۵ في صد او د ښځو ۱۷ في صد اټکل شوی ده. د ۱۵او ۲۴ کالو تر منځ عمر ځوانانو کې یواځې ۴۷ في صد لوستي دي.
په ۱۹۰۳م کې د کابل حبیبیه لېسه لومړۍ عصري (موډرن) تعلیمي اداره وه چې څو لوستو افغانانو سره د پنجاب استادانو هم پکې سبق ښودلو. په ۱۹۰۶م کې سید احمد کندهاري په لومړي ځل د شپږو کتابونو یو نصاب او د استادانو رهنما (ګایډ) ولیکل. په ۱۹۱۲م کې د کابل” دارالمعلمین” او د “معارف” شعبه جوړ شول چې شهزاده عنایت الله يې مشر و. په دیني مدرسو کې هم نوی نصاب معرفي شو او حکومت زده کوونکو ته معمولي پېسؤ نه علاوه، قرطاسیه او کتابونه مفت ورکول.
په ۱۹۲۱م کې د جینکو د لومړي مکتب “مستورات” پرانستل شو چې سر معلمه يې د ملکه ثریا مور رسمیا طرزي وه. بل کال په لومړي ځل د “معارف وزارت” جوړ شو چې مشر يې شهزاده عبد الرحمن و. خو د تعلیم لپاره پېسه پکار وه او دریو ملکونو په دې لړ کې د افغانستان مرسته کوله. په “استقلال لېسه ” کې فرانسوي، په غازي لېسه کې برطانوي او نجات لېسه کې د جرمني ډول نصاب معرفي شو. د لوړو زدکړو لپاره شاګردان به جرمني، فرانس او مصر ته تلل. په ۱۹۲۴م کې د مسلکي زدکړو ” مکتب حکام” او “مکتب هنر وعلوم ” هم جوړ شول او په راتلونکو څلورو کلونو کې د کابل او لویو ولایتونو ۴۰ زره ماشومانو په ۱۴ لومړۍ او ثانوي مکتبونو کې سبق ویلو. له مستورات هم ۸۰۰ نه زیاتې جینکۍ فارغ شوې او د هلکانو نه علاوه ۱۰ جینکۍ ترکي ته يې واستولې. امان الله خان د خپل هیواد د ماډرن کولو لپاره په تادۍ داسې ګامونه واخیستل چې مذهبي او روایتي ټولنه ورته تیاره نه وه.
په ۱۹۲۹م کې د حبیب الله کلکاني ( بچه سقاو) د بغاوت سره، عصري تعلیم وذپل شو. کال وروسته، نادر شاه د هلکانو مکتبونه فعال کړل خو د جینکو په مخ د تعلیم دروازې تړلې وې. هغه ترکي ته د سبق لپاره تللې جینکۍ بیرته راوغوښتې او ۹ پکې قید شوې. اخر په ۱۹۳۱م کې د کابل “مستورات” روغتون کې د جینکو سبق بیرته پېل شو چې یواځې د طب ( میډیکل) برخه وه. د افغانستان ۱۱ میلینو خلکو لپاره عام سکولونه بیا هم نه وو.
له ۱۹۳۸م تر ۴۴م د حقوق ( قانون) ساینس او د ادبیاتو په پوهنځي کې یواځې شهزاده ګانو یا د لوړ رتبه چارواکو زامنو سبق ویلې شو. د حکومتي خزانې ۴۰ في صده د تعلیم لګښت و. په ۱۹۳۹م کې د تعلیم وزیر شهزاده محمد نعیم د “نرسانو ښوونځي” د نوم تر شا یوه لېسه (های سکول) پرانستله چې مذهبي توند لاري پرې اعتراض ونکړي. په ۱۹۴۶م کې د ښځو سازمان او ورپسې دوه زنانه ښوونځي او د تعلیم فاکولته جوړشول. په ۱۹۴۷م کې د کابل پوهنتون لومړۍ فاکولتې ( فیکلټي) اسلامیات، زراعت او اقتصاد کې سبق پېل شو.
تر ۱۹۵۰م د مکتب نه فارغ ښځو، د معلمانو په توګه دنده پېل کړه. هغه وخت په ټول ملک کې د ښوونځو شمیره ۳۶۸ ته ورسیده چې پکې ۹۵ زره شاګردانو سبق ویلو. په ۱۹۵۳م کې د ظاهر شاه تربور محمد داود خان وزیراعظم شو نو د هغه په هڅو یونیسکو او اروپای ملکونو افغانستان ته د تعلیم لپاره ډېره پېسه ورکوله. د هر افغان لپاره تعلیم مفت و چې د زده کوونکو شمیره ورسره لا زیاته شوه. په پوهنتون کې د جرمني، فرانسی، امریکا او روس (شوروي اتحاد) په مالي لګښت نورې شعبې جوریدې. د کابل درېو ښوونځو ابن سینا، خوشال خان خټک، او رحمان بابا، لیليې (هاسټل) هم لرل. په ابن سینا کې د کلي والو شاګردانو لپاره، د معلمۍ ځانګړي کورسونه وو چې دوی بیرته خپلو کلیو کې استادان شي. په خوشال خان او رحمان بابا لېسو کې کوچیانو او د پاکستان قبایلي سیمو هلکانو سبق ویلو. په ۱۹۵۴م کې د یو- ایس- ایډ او کولمبیا پوهنتون د معلمانو پوهنځي په ګډه افغانستان کې استادان روزل. د ۵۰ لسیزې تر پای د کابل دارالمعلمین، د فارمیسي فاکولته او د صنایعو د ادارې څانګو کې په سوونو ځوانانو زده کړه کوله.
تر۱۹۶۰م په لومړیو ښوونځو کې شا و خوا ۲ لکه شاګردانو سبق ویلو چې ۱۹ زره پکې جینکۍ وې. په ۳۵ سکولونو او کالجونو کې ۱۱ زره ځوانانو چې دوه نیم زره جینکۍ وې، سبق ویلو. د دې نه علاوه په ۳۰ مسلکي پوهنځو کې ۵ زرو هلکانو جینکو زدکړه کوله. په ۱۹۶۳م کې د ننګرهار د طب پوهنځي په پښتو او انګریزي درسونه ورکول. د لسیزې تر پای افغان عالمانو پخپله، د ۳۵۰ نه زیات درسي کتابونه او رهنما ولیکل او له تعلیمي ادارو فارغ شويو د حکومت په ادارو کې کارونه موندل.
کابل کې په ۱۹۶۷م کې د روسانو په مرسته لومړی پولي تخنیک جوړ شو او د پوهنتون شعبې د یورپ امریکا او د کمیونسټ بلاک ( پولینډ، ختیځ جرمني) سره وتړل شوې. له افغانستان به شاګردان دغو پوهنتونونو ته د سبق لپاره تلل خو د قابلیت په ځای واسطه او ماماخیلي پکې زیاته وه. د شاهي ټبر ځوانانو به بې له کوم امتحان یا استعداد په برطانیه، فرانس، جرمني او امریکا کې بورس (سکالر شپ) واخیستو او تکړه کسان به په ځای پاتې شول. د یو بل انقلاب لپاره لاره هواره شوه نو په ۱۹۷۳م کې شاهي نظام ختم او محمد داود خان د جمهوري ملک صدر شو. د ملک اساسي قانون او تعلیمي نظام د شوروي جامه واغوسته. خو له لېسو او پوهنځو به هر کال ۱۲ زره فارغ شوي ځوانانو لپاره په کابل پوهنتون کې ځای نه و. هلته هر کال ۳۰۰۰ داخلې کیدې او په نتیجه کې لوستي ځوانان ناارامه شول. تر ۱۹۷۸م په لومړیو او منځني ښوونځو کې یو میلین نه زیاتو شاګردانو سبق ویلو. په لومړنیو ښوونځو کې د جینکو شمیره یو لک او ۵۲ زره وه چې د ۵۰۰۰ نه زیاتو ښځینه معلمانو ورته سبق ښودلو. هغه وخت حکومت د اتم صنف نه وروسته د “کانکور” امتحان سیسټم شروع کړو چې هدف يې یواځې تکړه شاګردان پوهنتون کې داخلول وو.
په ۱۹۷۸م د داود خان خلاف کودتا او پرله پسې د خونړیو پيښو په نتیجه کې د شوروي پوځ افغانستان ته وردننه شو. د صدر نور محمد ترکی نه وروسته حفیظ الله امین د حکومت مشر شو. دی په کابل کې د خوشال خان لیسې سرمعلم ( پرنسپل) او د کولمبیا پوهنتون لپاره د پي- ایچ –ډی کاندید و. خو د ده په وخت روڼ اندي، شاه پلوي، ملایان او ان د دوی د سیاسي مفکورې (کمیونزم) پلویان، لکه نور محمد ترکی قید کړل. امین د بې سیوادۍ خلاف جهاد اعلان کړو خو په ۱۹۸۰م کې قتل او په ځای يې ببرک کارمل څلورم صدر شو. ده په حبیبیه لېسه او کابل پوهنتون کې سبق ویلې و او د ۱۹۶۰م د پارلیمان غړی هم و. د افغانستان د معارف ټول لګښت د شوروي څخه راتلو. د امریکا او لویدیځ اروپا ملکونو تعلیمي مرستې بندې کړې او په میلینونو افغانان له هیواد ووتل. خو هغه وخت هم اسلامي دارالعلوم، پوهنتون کې د اسلامیات شعبه او په ښوونځو کې د اسلامي تعلیمات جاري وو. اسلامي مدرسې او شخصي ادارې د عمومي عصري تعلیمي سیسټم کې ورګډ وو. هغه وخت د افغانستان ۱۰ في صده ترکي ژبې ویونکو لپاره یو ښوونځي هم نه و خو کابل پوهنتون کې د هسپانوي ژبې شعبه جوړه وه. په ۱۹۸۰ م کې د معارف وزارت د افغانستان وړې ژبې لکه پشۍ او ترکي هم د تعلیم ژبې کړې. په تعلیمي اصلاحاتو کې د مدرس (پېډاګوجي) یو مرکز او په ۱۹۸۱م کې د معلمانو د بیا روزنې یو مرکزي انسټی ټیوټ جوړ شول. تر ۱۹۸۲م د کابل د طب پوهنځي نه هر کال ۱۰۰۰ ډاکټرانو سبق پوره کاو. د ختیځ جرمني په مرسته کابل کې “هوتکي” های سکول او په ۱۹۸۶ م کې د بلخ پوهنتون جوړ شو.
هغه کال ډاکټر نجیب الله صدر شو چې د کابل د طب له پوهنځي فارغ شوی و. ده لوړو زدکړو ته زیات پام وکړو نو په ۱۹۸۸م کې هرات او ۱۹۹۱م کې د کندهار پوهنتونه جوړ شول. د ۱۹۹۰م د سختو جنګونو په وخت هم د ۱۴ زرو نه زیاتو شاګردانو په پوهنتون کې سبق ویلو. کابل پوهنتون کې ۱۰ زره طالب علمان وو چې ۶۰ في صده يې جینکۍ او د استادانو شمیره پکې ۶۲۰ وه. په ۵۷۷ لومړیو ښوونځو کې ۶۲۸ زره شاګردانو سبق ویلو چې ۲۱۲ زره پکې جینکۍ وې. په لېسو او پوهنځو کې ۱۸۲ زره شاګردان و او ۲۴ زره پکې جینکۍ وې. ان تر دې چې د کندهار ښؤونځو ته مجاهدینو هم خپل زامن سبق ته استول.
په ۱۹۸۹م کې د شوروي اتحاد پوځ له افغانستان ووتلو خو د ځوانانو یو نسل د کمیونسټ مفکورې او د اسلام ضد احساس سره لوی شو. اخوا په پاکستان کې افغان مهاجرو لپاره مدرسو او لېسو کې د امریکا په پېسو د جهاد درسي کتابونه چاپیدل. په ۱۹۹۰ م کې دا پېسه بنده شوه نو سعودي عرب ورته خپلې مرستې درې چنده کړې. په دغو پېسو د لسو کالو په موده کې د افغانستان او پاکستان په پوله ۴۰ زره مدرسې جوړې شوې. د نوی ټیکنالوجي له کبله تعلیم اوس تر ادارو نه دی پاتې. یو ماشوم په عام ټیلیفون سبق ویلې شي او په کور کې ناست ځوانان په سوشل میډیا د لارې د انجینرۍ، طب او نور مسلکي علم نورو ته رسوي. عصري تعلیم اوس وزرې کړي دي او په دېوالونو کې قید نه دی.

سرچینې
۱. افغانستان د تاریخ په تګلوری کې، میرغلام محمد غبار. پښتو ژباړه. پوهاند محمد بشیر دودیال. د میوند خپرندویه ټولنه. ۲۰۱۸م (پي ډي ایف)

History of education in Afghanistan. Mir Hekmatullah Sadat. Online article.
1st March 2004.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *