د مرکزي ایشیا یو پخوانی قالین چې تر اوسه پاتې دی، په ۵۰۰ ق م کې جوړ شو. د ساکای کوچیانو د تمدن دا نښه په ۲۰ پېړۍ کې د قزاقستان د التای غرونو “پزیرېک” په یوې هدیرې کې رابرسیره شوه.
له ۶ تر ۴ ق م پېړۍ ساکای قامونو خپلو مړو سره د ژوند توکي هم خښول. د یو باچا یا مشر مړی به يې مومیایی او د لوی ونې په یوه تنه کې کیښودو. د ده اس ،غلام یا وینځه به هم په ځانګړو مراسمو کې قربانولو څخه وروسته ورسره خښ کړل. د دوی په بې شمیرو هدیرو کې مړي او ورسره پراته توکي په ۱۹۲۰م کې رابرسیره شول. د مړو وجود د سختو واورو او یخ له کبله سلامت او هم ورسره پراته توکي نه وو رژیدلي.
په ۱۹۴۷م کې روسي لرغون پوهانو د قزاقستان په قرغان هدیره کې د پلټنو په وخت یوه قالینه هم رابرسیره کړه. هغه وخت ماهرین حیرانه وو چې د دوه نیم زره کاله پخواني پزیریک قالین ولې نه و رژیدلی او رنګونه يې اوس هم تازه ښکاري.
دا په ۳ -۴ قبل میلاد پېړیو کې اوبدل شوی او په منځ کې ۲۴ څلور ګوټیزه خانې او پکې د برسنډې غوټۍ جوړې دی. له دې بهر په حاشیه کې غرسنۍ هوسۍ او په بله حاشیه کې اس سپاره جوړ دي. د سور زیړ او نیلا رنګ شوی وړۍ د غبرګو تارونوغوټې په یو میټر کې ۳۶۰۰ وشمیرل شوې.
د جرمني په نیورنبرګ کې د قالین د وړۍ په ایکسرې او سکین کې څرګنده شوه چې دا نوی وه. خو دغه وړۍ ډېر وخت خمبیره وساتله نو ځکه رنګونه يې تازه وو.
د اوسپنې په دوره کې ساکایی کوچیان په ساینس او کیمیاوي ارزښتونو خبر وو. دوی د رنګونو لپاره له معدنیاتو ګټه اخیسته او د قالین وړۍ به يې په دغو رنګونو کې ډېره موده ” خیشته” ساتله. په دې کار به رنګ د وړۍ بیخ ته هم ورسیدو چې هلته پاتې بیکټیریا به يې وژل. د وړۍ رنګ به پوخ او او تر مودو نه به پیکه کیدو او نه به رژیدو. بیا رنګ شوی وړۍ به يې تر څو میاشتو په نمر کې وچیدو ته پریښې وه. دا وچه وړۍ به يې په غوجله کې د څاروو د سملاستلو لپاره کیښوده چې ریشه يې کلکه او مهینه شي. اخره کې به يې دغه وړۍ د سیند په اوبو وینځله چې رنګونه به يې نورهم پاخه شول. د قالین د جوړولو دغه پروسه تر ۱۷ پېړۍ هم رواج وه او د یو شفاهي تاریخ په توګه قبیلو کې پاتې وه.
د پزیریک قالین اوس د روس د سینټ پیټرزبرګ میوزیم کې نندارې ته ایښې دی.
Hi Safia,
I wanted to narrate audiobooks specifically for my region of Pakhtunkhwa and my father recommended to start with your website. I’ve narrated few of them and all are in English because I have never studied Pukhto as a language, which is a shame. Anyways, the reason I wanted to touch base with you was that my narrations are available if you want to make any use of them on your website or anywhere else. They are not perfect but my intent was that it might spark some interest in the next generation.
Here is the first one (it is on my Google drive):
https://drive.google.com/file/d/1Cnt21sD1ZYHqPVeGr315rzg_W5boKEv-/view?usp=share_link
Regards,
Haroon Mustafa | +64 21 029 53 462
Thanks for the comment. I will check your audio but this page is not programmed to publish audio. I appreciate your efforts though.