په ۲۰۰۳م په ژمي کې د پټنې (بهار) د شاه ارزاني خېشګی مدرسې څو طالب علمانو راته وویل چې هلته ځینې کاروباري پښتانه یو ځای اوسېږي. د هغوی استوګنځای پورې راسره لاړل خو لیرې ودریدل چې ” سود خور” .ته نزدې نه ورځي.
سود- ریبهه- انټرسټ د قرض قیمت وي. مثال يې دا دی چې یو کس د چا څخه ۱۰۰ روپۍ اخلي نو د هغه په ټاکلي بیه ورته ۵ یا ۱۰ روپۍ اضافه ورکوي. د اسیریا او بابل کروند ګرو به د غنم په پور ورکولو “ګټه” اخیسته. دغه معاملات به د نن په شان وو او پور اخستونکي به په ټاکلي ګټې (سود) غنم یا بل فصل بیرته ورکوو. شا و خوا ۳۰۰۰ ق م کې د میسوپوټیمیا مختلفو نسلونو خلکو به یو بل ته غله پور ورکوله او په بدل کې به يې نور توکي د ګټې سره اخیستل.
د سکو جوړیدل او د مال خرڅولو لپاره سره زر کارول دغه کاروبار کې بدلون راوستلو. د ناڅاپه ناروغۍ یا بل مصیبت په وخت خلکو به د کوڅې هټۍ وال څخه پېسې پور اخیستې. خو په دې کې ستونزه پیدا شوه او هغه دا چې خلکو به قرض بیرته نه ورکاو. ځینو خلکو به د پور په بدل کې د خپلو میرمنو سره زر یا د مسو لوښي ورسره ” ګاڼه” کړل. دغه ته به يې “ګروي ( ګرو) کول ویل. له هغه وخت ځینو دکاندارانو د اصل پور بیه وټاکله چې ” سود او ریبهه” نومېږي.
دوی به په لویو کتابونو(رجسټر) کې د پور اخیستونکي نوم، د پېسو او د سود بیه او نېټه ورسره ولیکله. هغه کس به په رجسټر (بهي) کې خپله ګوته ولګوله. د دکاندار نه علاوه ځینو زمکه والو او کاروباریانو پور ورکول هم یو کسب وګرځاو او دوی ته به يې “ساهوکار” ويل. د پور وړي حساب به په ” بهي کهاته” کې موجود او لوی ساهوکار به بې شمیره “بهي کهاتې” لرلې. خلکو به خپل پور مسلسل په معمولي پېسو ورکولو خلاص کړو. د نه ورکولو په حالت کې به ساهوکار د پور وړي د کور قیمتي شیان په زوره واخیستل.
په هند کې پښتنو هم د ساهوکار په شان خلکو ته په سود پېسې ورکول شروع کړل. سره له دې چې د مسلمان په توګه د سود اخیستل منع دي خو دوی په لوی لاس خلکو ته پور ورکاو. بیا د سود یا اصل د نه ورکولو لپاره به يې ورپسې کوتک واخیستو. هغه وخت په هند کې دوی د “سود خورپټهان” په نوم بدنامه شول.
په لرغونې تاریخ کې یهودان د سرو زرو او پېسو په راټولو بدنامه وو. بې وزلو خلکو او د وخت حکومتونو هم له دوی پېسې په پور اخستې. دوی په حساب کې تکړه وو نو د قرض په پېسو يې د سود شرح لوړه ساتله. ان تر دې چې د اصل پور نه به يې سود زیات شو. د “سودخور” نوم د نفرت یوه نښه وه. اوس په ټولې نړۍ کې ” مني لینډر” یا پور ورکونکي لکه د بینکونو کاروبار کوي. ټول بینکونه هم د قرض ورکولو په سر پېسې اخلي چې “منافع” یا د انټرسټ شریفانه نوم يې ورته ورکړی دی.
په سخته کې د چا پکار راتلل او پېسې د “قرض حسنه” په توګه ورکول یوه انساني فریضه ده. د پټنې، بمبۍ او د نورو ځایونو سود خواره پښتانه د تاریخ یوه برخه ده چې اوس يې هم له دغې کاروبار لاس نه دی اخستی.
تصویر د ډاکټر سعود الحسن روهیله فیسبوک نه په مننه
مننه مشره ژوندی وسی ډیر زبردست معلومات دی راته ژوندي وی موژ سره مرسته وکړی ترسو نور معلومات راسره شريک کړو ده بیړه وس هم روانه ده باید کوشش وسی چی سمی لارو کاروبار وشی موز غواړو ده پښتنو له هند سره تاریخي معلومات