سموسه


په ۲۰۱۱م کې د سومالیه حکومت یو قانون تر مخې، د سموسې په جوړولو او خوړلو بندیز ولګاو.
هیڅوک خبر نه دي چې سموسه (سمبوسه) د کوم ځای ښځو په لومړي ځل جوړه کړه. اوس په ټولې نړۍ کې سموسې ته ورته خواړه په مختلفو شکلونو موندل کېږي. اوړه، غوړي او اوبه یو ځای کړي او بیا د دې نري ټیکۍ په منځ کې غوښه، ترکاري، آلوګان یا پنیر ډک او په غوړو کې سره کړي. په ځینو پرمختللي ملکونو کې ډکه سموسه په ګول بڼه داش کې پخوي چې ” پېسټي” نومېږي. د چین ” سپرنګ رول” او د ترکي ” بوریګ” اوږده سیګار په بڼه سموسې ته ورته خواړه وي.
د عربانو د ۱۰ پېړۍ په کتابونو کې سموسه ته ” سنبوسک” ولیکل شو چې د ایران “سنبوسګ” ته ورته و. دا په ۱۳ پېړۍ کې د ډېلي مسلمانانو د هند نورو برخو ته وروپیژندلو.
” سموسه” د افریقه د پاپوا نیوګني یو قام نوم هم دی چې د مسیحیت دین يې منلی دی. په سومالیه کې د اسلامي اورپکو ډله ” الشباب” وایی چې د سموسې درې اړخونه د لویدیځ او عیسای دین ” تثلیث” ته اشاره ده. نو ځکه هلته څوک سموسه نشي خوړلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *