د نورستان جنګونه


د ۱۸۹۶م په پېل کې د امیر عبد الرحمن د باچاهۍ وروستی جنګ د کافرستان په درو کې پای ته ورسیدو.
د هندو کش په غرونو کې پخواني آریایی قامونو تر ۱۹ پېړۍ هم خپل دین” کلاسه”، ژبه او دود دستور ساتلي وو. لوی سبب يې د دوی لږ شمیر او له لویو ښارونو لیرې ژوند و. د دوی پوټکی سپین او مسلمان شوي نه وو نو ځینو مورخینو دوی د یورپ او د مقدونیې د اسکندر د پوځیانو اولاد وګڼل. خو دا مفکوره وروسته غلطه ثابته شوه. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوړو درو دغه غیر مسلم “سیاه پوش” کافر نومیدل او ځینو قامونو يې د چترال “مهیتار امان الملک خپل باچا ګڼلو.
امیرعبد الرحمن له ۱۸۸۸م غوښتل چې د کافرستان خلک د چترال په ځای کابل ته پت من ووسي. هغه کال د نوروز په موقع کافر استاځو جلال اباد کې امیر ته سرټیټ کړو او په خلعتونو ونمانځل شول. خو بیرته په لاره د صافیانو یو ملک ورباندې حمله وکړه او ټول استاځي يې ووژل. په کافرستان کې د دوی ماتم په وخت خلکو د بدل هوډ وکړو. یوه بله پیښه هم د جنګ سبب شوه. په جلال اباد کې د کامدیش د کافرانو تکړه مشر رام ملک د امیر په دربار کې د هغه له ستاینې وروسته، افسوس څرګند کړو چې د چترال د امان الملک مېره ورور شیر افضل ملاتړ نه کوي. شیر افضل د چترال په ګدۍ دعوه لرله او هغه وخت د بدخشان په “جرم کلا” کې و. د امان الملک ملګرو سمدلاسه چترال ته دا خبره ورسوله. رام ملک چې بیرته روان و نو د مهیتار کسانو د اسمار په لاره ووژلو. د خپل ځان خلاصولو لپاره امان الملک کیسه جوړه کړه چې یو نوی مسلمان شوی سیاه پوش چې د دیرد شاه بابا مرید و، رام ملک وژلی و. امیرعبد الرحمن د امان الملک خلاف و خو هغه وخت د جلال اباد تر کونړ د یو پوخ سړک د جوړیدو کار روان و. د دې د حفاظت لپاره به پوځي دستې به د ځای ځای ساتل کیده ځکه د کافرانو نه علاوه، شینوارو او صافیانو به هم سړک ورانوو. د رام ملک د قتل څخه وروسته، د کموج سیاه پوش کافرانو په لواري دره، شاهي دیشان او بره برول په سړک حملې پېل کړې. قافلې به ترې نشوې تیریدای او ډېر مسلمانان په دغه لاره ووژل شول.
په ۱۸۹۱ م کې د اسمار حاکم شاه طهماس خان د خپل زوی عبد القدير په سازش ووژل شو. د طهماس ورور غلام خان د جنډول عمرا خان څخه مرسته وغوښته. هغه ۵۰۰ جنګيالي واستول چې د اسمارو نه علاوه، مرواړه، ساو او تر بريکوټ سيمه يې ونيوله. افغان پوځ د غلام حيدر په مشرۍ خپلې سیمې او د جنډول څو کلي يې هم ونيول او امیرعبد الرحمن انګریزانو ته د عمرا خان شکایت وکړو.
د اسمارجنګ له کبله انګريزانو د افغانستان او هند تر منځ د سرحدونو د ټاکلو فيصله وکړه او يو کميشن يې جوړ کړو چې “مورتمر ډيورنډ” يې مشر و. ځينې خلک اوس هم باور لري چې که عمرا خان په اسمار حمله نه وې کړې نو ممکن د ډيورنډ ليکه به نه واې.
په ۱۸۹۲م کې مهیتار امان الملک مړ شو نو عمرا خان کافرستان ته څو وارې لښکر واستاو خو هلته ورسره سخته مقابله کیده. دی پخپله د ۴ زرو پوځيانو سره د ژمي په سختو واورو کې د لوارې درې نه تير شو او د کامديش خلک يې مسلمانان کړل. خو د ګرديش کافرانو د سخت مقاومت نه وروسته عمرا خان د بشګل ټوله دره ونيوله. ده پخپله يوه کافر جينۍ په نکاح کړه او د خپل پوځ څو کسانو ته يې هم هلته ودونه وکړل.
په نومبر ۱۸۹۳م د افغانستان او انګریز تر منځ د ډیورنډ لوظنامه دستخط شوه. امیرعبد الرحمن پخپلو یادښتونو کې وایی” د ډیورنډ لوظنامې ترمخه کافرستان، د افغانستان یوه برخه ومنل شوه. ما نه غوښتل چې هغه په جنګ ونیسم بلکه په ارام مې د هغو خلکو خپلول غوښته. د هغه ځای سرداران مې څو ځلې کابل ته وروبلل او ډېرو سوغاتونو او ډالیو سره بیرته لېږل چې خپلو وطندارانو ته هم ووایی…خو هغوی زما د مهربانۍ قدر ونکړو او زما په پېسو يې د جنګ لپاره ټوپکې واخستې.”
د امیر پوځي دستو د کافرانو “کټار” مضبوطه کلا ونیوله. په ” څوکۍ” کې د پوځ مشر، د چغان سرای قاضي سیف الدین، شینګل ته واستاو چې د هغه ځای خلک راجلب کړي. دوی ته يې مشوره ورکړه چې که د امیر تابع شول نو هیڅ مالیه او ګمرک به ترې نه اخیستل کېږي. خو د شینګل خلکو هیڅ جواب ورنکړو او هلته میشتو شینوارو د باجوړ مومندو او بابکر سالارزو د نور ګل او اسلامپور ترمنځ په لارویانو حملې کولې، د رسد پېسې او نور مال به يې په لاره چور کړل.
د افغان پوځ او کافرانو ترمنځ دغه نښتې جاري وې او د روغې جوړې کوشش کیدو. د “پیام” سیاهپوش کافرانو یو استاځی “بیاج بلي”، د چغان سرای په لاره کونړ ته ورسیدو. هلته نه څو صافي خانان او د پیچ درې ملا محمد سرور اخونزاده ده سره، د پوځ مشر غلام حیدر خان ته ورغلل. خو د شینګل، برول او د صافیانو قام د سیاهپوش په “چینیار” کلي حمله وکړه او هلته ډېره مرګ ژوبله وشوه. دوی کلی وسیزلو او د دې مشر ملک جیمل يې ووژلو، د هغه ښځې او ماشومان يې شینګل ته د قیدیانو په شان یوړل.
د امیر له قول، هغه وخت روسان د پامیر له نیولو وروسته کافرستان ته نزدې شوي وو. ده هم د حملې لپاره لښکر روان کړو ځکه په لغمان او پنجشیر کې هم لوی شمیر کافران اوسیدل او د دې خبرې اندیښنه موجوده وه چې روسان به دوی ته لمسون کوي.
امیر د حملې لپاره ژمی غوره کړو ځکه هغه وخت د واورو له کبله، د لوړو غرونو درې بندې وي او کافران په هغو لارو روس ته نشول تلی. یو بل سبب د انګریز او په تیره د عیسایی پادریانو اعتراض و چې د دغو خلکو سره يې زړه سوي لرله. د افغان پوځ د توپخانې او د سوارو یو کنډک د کپتان محمد علي خان په مشرۍ د پنجشیر د لارې روان شول. دویمه برخه يې د جنرل غلام حیدر په مشرۍ اسمار ته لاړه. د دریم لښکر مشر قتال خان له بدخشان او یوه وړه څلورمه برخه ځواک د لغمان د والي فیض محمد څرخي په مشرۍ کافرستان ته کوچ وکړو. روسان او انګریزان د کرسمس په نمانځنو بوخت دغې پوځي حرکت ته يې پام نه و. د ۱۸۹۶م په پېل کې د غلام حیدر ځواک د “کلم” پیاوړې کلا ونیوله. هلته يې خپل بیرغ ورپاو او خلکو زیات مقاومت ونکړو. کومو کافر سردارانو چې په میړانه د خپلې خاورې دفاع وکړه هغوی يې قید او کابل ته بوتلل. د کافرستان نوم يې ” نورستان” کړو او ډېر خلک له درو چترال ته کډه وکړه. انګریزانو په خپل کنټرول کې د کافرستان د سیمو خلک په خپل حال پریښودل چې وروسته د پاکستان برخه شول او اوس “کالاش” نومېږي.
سرچینې
۱. تزک عبد الرحمانی- (د تاریخ سلطاني اردو ژباړه) پروفیسر عزیز محمد بګټی. ۲۰۰۶م شاد خپرونې. کوټه
۲. افغانستان او سرحد- يوه تاريخي جايزه. پروفيسر عبدالحئ، د صوبه سرحد د تعليم د شعبې د کالجونو ډپټي ډايريکټر. حاجي فقير محمد اينډ سنز يونيورسټي ټاون پېښور چاپ، ۱۹۸۸ م
۳. پښتانه- اولف کيدو، اردو ژباړه سيد محبوب علی. پښتو اکيډمې پېښور. ۲۰۰۸ م ۵۶۶ مخ
۴. د غازي عمرا خان ژوند او لاس ته راوړنې- عبد الحميد ديروي-.
۵. ګمنام رياست- (دويمه برخه) سليمان شاهد. اويس- لاهور، ۲۰۱۰ م

6. The Savage Border : The Story of the North-West Frontier. Dr Jules Stewart. Sutton Publications Gloucester. 2007
7. A Bibliography of Nuristan (Kafiristan) and the Kalash Kafirs of Chitral. Schuyler Jones. (part 2) Selected Documents from the secret and political records 1885-1900. (Online)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *