په تصویر کې یو سړی د ستار ساز په شان لوی ډانګ په اوږه وړي. د دې یو سر کې غاښ لرونکی پلنه تخته ده. دا د څرمنې یوې تسمې سره بل سر کې تړلی ده. یو لوی کمان ( لینده) او د مضبوط لرګي موګی يې هم په څټ ځوړند دی. دا ” دینډیچ- ډینډت یا ډانډس آلات دي چې “ننداپ” يې د مالوچو د ریشلو لپاره کاروي.
پنبه – مالوچ یا کاټن د ګرمو سیمو بوټی دی او هلته د توشک، بړستن او بالښت نه علاوه د ژمي واسکټ یا سدرۍ کې يې ډکوي. مالوچ د دېر استعمال څخه وروسته، خیم او غونډاری کېږي. دا به يې له استر وسپړدل، له وینځلو وروسته به يې په نمر وچ کړل. خو مالوچ به نور هم پخپلو کې ونښتل او ریشل يې ګران وو. دغه وخت به خلکو د ډینډیچ انتظار کاو چې د ژمي له پېل د ښارونو بانډو په کوڅو کې ګرځیدل.
د پښتو” ډینډتی” یا د عربي ندف ( ننداپ) د اردو هندي ” دهونیه” او “پېنجه” وي. زما اوس هم د دوی غږ یادېږي چې په پنجابي کې ” پرا لو توشک… پرا لو لېف” ( توشک ډک کړئ- بړستن ډک کړئ) د دغې غږ سره به یو ماشوم یا ښځې له کړکۍ ورته ناره کړه. دی به د کور په ډیوډۍ ورغلو، دېوال سره به يې یو لوی میخ ټک وهلو او کمان به ورته واچاو. د ریشلو نه وړاندې به ننداپ ماما مالوچ تلل او د یو سیر مالوچ په حساب به يې خپله مزدوري اخیسته.
بیا به هغه په یو لاس ډینډت راښکلو او په بل به يې لرګین موګي سره تسمه وهله. د دغه حرکت سره د ډانګ سره نښتې د آرې غاښونو به په فرش پروت مالوچ هوا کې بادول. ماشومانو به دغه حرکت سره “ډېن ډېن ډچ” چغې وهلې. د یو بړستن یا د توشک مالوچ به يې ووریشل نو دا به يې په تیار وینځل شوي غلاف کې په ترتیب ډک کړل. تر غرمې به يې دوه درې توشکونه یا بړستن تیار کړل او کور میرمنې به ورته د ډوډۍ پتنوس واستاو.
وروسته به ښځو دغه ډک بړستن او توشک په غټو ستنو او تارونو ( سپڼسو) ګنډل چې ځان له یو ګران کار و. د پښتو په محاوره کې د یو شي یا انسان “ډیندت” کول مانا دا يې ختم کړو. څوک به يې له نوکرۍ وویستل نو ویل به يې ” فلانی يې ډینډت کړو” خو د هند په شاعرۍ او موسیقۍ کې د ډینډیچ لوی مقام دی.
وایی چې امیر خسرو ( ۱۴ پېړۍ) د ستار جوړولو الهام له ډېنډت واخیستو. ده ته پکې موسیقي ښکاره شوه او یو پوره نظم يې ” دهونیه” په نوم ولیکلو چې یو بیت يې داسې دی.
“دهونیه اپني دهن مین مګن رویی دهونته جای. ( ننداف په خپل ځان کې ورک مالوچ په ریشلو بوخت وی) مفهوم يې دا و چې انسان که هر څه وي، د مالوچ په شان ریشل کېږي.