هیپي


د ۱۹۶۹م په سپرلي کې د کالج له خوا یوې مباحثې او لیکوالۍ د مقابلې لپاره نورو جینکو سره لاهور ته تلم. د خپلې استادې په بدرګه د شپې ټرین کې مو سفر کاو. د ښځو په ډبه کې يې راته بکسونه کیښودل نو یوه ځوانه اروپایی جینۍ هم راغله. بهر یو ځوان ورته لاس وخوځاو او وې ویل چې دی جوخت د سړو ډبې ته ورځي. د جینۍ سره ویښته باتۍ شوې او په غاړه يې یوه خیرنه لوپټه تاو کړې وه. اور ګاډی روان شو نو مونږ ورسره خبرې شروع کړې. مخې سره مو پوښتنه وکړه چې هغه هلک د دې مېړه و؟ جینې وویل، نا هغه زما ملګری (فرینډ) دی. له وجود يې د بد بویی له کبله زمونږ یوې ملګرې په پوزه لاس کیښودو نو هغه پوهه شوه، وې ویل، ” ما ډېروخت نه دي لامبلي…لاهور کې ممکن هوټل ته لاړ شو.”
په پیښور کې به مونږ کله کله په سړک د اوږدو څڼو اروپایی ځوانان، “بیل باټم” پتلون او جهالردار کمیس، کیمره په غاړه ولیدل. د جینکو په سترګو به لوی تورعینک (ګاګلز) او غاړه کې به يې د مریو اوږد امیلونه وو. ځینو به د سر نیم ویښته په وړوکی رومال کې تړل، په پښو کې به يې د اوچتو پوندو سینډل چې مونږ به ورته “خښتې” ویل. د چا په لاسونو کې بنګړي، غوږونو کې لوی لوی والۍ او کله په پوزه به يې وړه نتکۍ هم وه. دغه ځوانان به “هي پي” نومیدل چې زمونږ استاد ” خدای خوار” بلل. مونږ به “هېپي” یعني خوشاله بلل.
د ۱۹۶۰م په لسیزه کې ویتنام د امریکایی جنګ میدان او په ځوانانو کې د دې خلاف احساسات راپاریدل. دوی سیاسي سیسټم په ضد جلسو او غونډو کې خبرې کولې. له خپلې ټولنې ویزاره او د دودیزه ارزښتونو څخه لومړی بغاوت، ددوی جامې او کړه وړه وو. د عام کوټ-پتلون ( درېشي) په ځای دوی به رنګا رنګ جهالردار کمیسونه، ګریوان خلاص او “بیل باټم” پتلون اغوستل. د نر او ښځې جامه به یو شان، هلکانو به ږیره نه خریله، د چرس سیګرټی په لاس او په ګټار میوزیک غږول د دوی فیشن و.
د یونان او ترکي نه واخلې تر بنګال د دغه هیپیان په جوپو کې ګرځیدل. له ایران په موټر یا لارۍ کې به هیپي ځوانان، کابل ته تلل او هلته په ارزان بیه مسافر خانو کې پراته وو. د کابل په کوچه مرغان کې به دوی د لاجورد امیلونه، د عقیق ګوتې او ترکمن قالینچې واخیستې. دا به يې وړاندې په پیښور، لاهور یا ډېلي کې خرڅولې او د لارې خرڅ به يې پرې کاو.
زیات تره هیپیان به د نیپال “کهټمنډو” ته په لاره مختلفو ښارونو کې یوه یا دوې شپې پاتې کیدل. په هغو ورځو کې نشۍ مواد هرځای پیدا کیدل او څه خاص بندیز پرې نه و. کابل او پیښور د ښه کیفیت چرسو لپاره مشهور وو خو هیپیان به هلته ډېر نه پاتې کیدل. نیپال ته د تلو یو سبب د هغه ځای بودایی عقیده او د خلکو چلن و. په وړو مسافر خانو کې به ارزانه بیه د خوب کوټې په کرایه کیدې. په اوړي کې يې هوا یخه او د شپې د چرسو په اډو کې ځوانانو نڅا او نوره مشغولا ازاده کولی شوه. د هغه وخت یو هندي فلم “هری کرشنا هری راما” د دغه هیپي کلچر یوه بیلګه وه.
د ۱۹۷۰م تر وروستیو د افغانستان او ایران د سیاسي حالاتو له کبله د هیپي ځوانانو بهیر په ختمیدو شو. دغه کلچر نه یواځې د فیشن بلکه په دین او سیاست هم اغیز وکړو. د چرسو او نورو نشو خلاف حکومتونو قوانین جوړ کړل. په راتلونکو لسو کالو کې ډېرو ملکونو د ویزې بندیزونه ولګول او د یورپ نه تر ایشیا د سفر آزادي ختمه شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *