دصفيه حليم ليکنوڅخه ځنى لرغونى لغتونه او پشه يي


زه يو پشه يي ويونکى په توگه دلته يوازى هغه ټکو لغوى او اصطلاحى معنا ته اشاره کول غواړم. چې د پشه يي ژبې لرغونى او اوسنى شاعرانو کلام، متلونو، ادب، کولتورسره او همداسې په عامه محارو کى څومره ونډه او نږديکت لرى.
گائيو مارتيان :
(اريه مقاله. گائيو د پشه يي ژبې د جمع اشارى ضمير دى چى غوا مو يا غوايان مو ته اشاره ده او مارتيا معنى وژنى او مړه کوى دى. گا- گو- گؤ- گئو په پشه يي کې غوا ته وايى او “گولانگ” غوايى قولبى ته ويل کيږى. مارتيان : دا د پشه يي ژبې مصدر (ماريک) مړکول يا حلالول څخه زمانى فعل دى چې مړکوى، وژنى اوحلالوى دې په معنى ده.
ددى جملى پوره معنى همدا افاده کوى چى خپل مشر لخوا ورته توصيه کيږى چى راځۍ چى لدى ځايه وکوچيږو ولى چى دا وبا، لوږه، وچکالى، طوفان تاسې او ستاسې مال، رمى او غوايان مو وژنى. او ددى (گائيومارتيان) پوره معنى ده غواگانى مو وژنى يا هلاک کوى دى.
مثالونه : ۱- گائيو پولينچ : يعنى غواگانې مو ورسيد. گائيو مول بينچ. يعنى غواگانې مو بيه شول. ۲- گائيو مارچين. غواگانى يې درته حلال کړ. مينى گئو کيله مارتيان. يعنى زماغوا ولى وژنى. محاوره: گاوَنتِره تستوي است. يعنى غوا په غوجل يا اغيل کې ولاړه ده. محاوره: وري گئو مارتيام. يعنى غوا نور حلالوم يا مړ کوم. متل : يملا گا بِه کېتابيغا خو پچکنياجَن ناکارلړغا. يعنى قولبه غوا هم کولى شى خو وروستنى بد ښکارى.
متل: گئو لېچ،لاهَور چِنېچ ! يعنى غوا مړه شوه او د شيدو نوبت ختمه شوه. شعر: اويستم تى آنتى دمى سِه بوکه دولتمن تى- چار گايې جايکالى تن گائينا رمۍ ايلمن تن (خرم کيلونى) ژباړه- خپل لور به هغه چاته ورکړم چى هغه هم دولت مند وي، څلور لينگى غواگانى وي او د لوى رمى خاوند وي.
آسمايى (مقاله، مارچ ٢٠١٣م) ددى نوم د سنسکريت د اشه مايى تورى نه آخستل شوى دى چى مانا يى د اميدونو مور ده.
آش – آس: د پشه يي ژبې په ادب او روزمره خبروکى اميد، مراد، آرزو، خواهش، تکل، گام، غوښتنه اوکله کله امن په معنى هم راځي. م : دا حرف اضافى دى چى مې، مو او زما په معنى ورسره مل دى چې دا (م ) اصل کى د پشه يي ژبې (مېنى يا مېنا) اشارى ضمير لنډيز دى يعنى مى، مو، نو سره جوړيږى يعنى ( آش مېنى) د اميد مې ،اميد مو، اميدونو سره نښلوى.
ايى: په پشه يى کښې ايى يا آيى په عامه توگه “مور”ته ويلى کيږى او په سنسکرت کښې (مائى يا مائيو) مور ته ويلى شى چى شکل او معنى سره ورته ده. آسمايى: د دى اصل يې (آش مېنى ايى يا آس مېنى ايى) ده چى (آسمايى يې د دى لنډيز او لغوى معنى يې اميد زما مور يا اميدو مور مې اود اميدونو مور سره جوړيږى. دا لرغونى اريايى ويدى ژبې جمله او نوم ننى پشه يي (اريک) ژبې جملى او کلمى سره زروگونو کلونو وروسته هم هيڅ توپيرنه لري. يو بله معنى سره هم راځى لکه “اس” په پشه يي ژبې مونث د پاره اشارى صفت دى چى ده – دې په معنى ده. آيى هسې هم مور ته ويل کيږى چى ددى معنى بيا لږ توپيرسره ده يعنى دې مور، دا مور، ده مورمې، دا مورمى ده. مثالونه: ۱- تېنى آش و مُردې پورا بينچ. يعنى ستاسې اميدونه پوره شول. ۲- مم اما ديش کوچه آشتى ايړياکم: يعنى زه خپل هيواد کې د امن اميد لرم. ۳- خدئيى رَوندې آشه مُرَده پولېچى: يعنى الله دى زرترزره خپل اميد ته ورسوى. متل:اَ گه آشُمُرَده پولتا ليگ، لِوانه آس ! يعنى چى څوک د اميدونو پوره کيدو وروسته مړشى، مړنه دى. شعر : الله ئ هرچوکامياب کېچى، و رى بِه آشه مرده پولېچى- کِلائ شکودې گڼ که دېچى، آشه ونډى بيان پوگله پولېچى. ژباړه- الله دې کاميابه لره او دا بچى دى زرلوى شه او خپل اميد او مراد ته دى ورسوى. سنګاو: (مقاله- ١٣جولائى ٢٠١٨م) د مردان جنوپ ته د سنگاؤ کلى… سنگاؤ هم پشه يي ژبې له دو کلمو جوړ دى (سنگا- ؤ،وَ،وا) چى ځنى نورو ليکنو کى په آخره کى (وا) ليکل شوى دی. دا د پشه يي ژبې مصدر (سنگيک) ډوليدل، ښکلى کيدل، څخه فاعلى وم دى. سنگاؤ يا سنگهې لغوى معنى ده “ښکلى شه، ډَول وکه، برابر شه اواصطلاحى معنى ده ډولى شوى، او ښکلى شوى. مثالونه : سنگيک: يعنى ښکلى کيدل، سنگاريدل، جوړيدل، ترتيبيدل اوبرابريدل. سنگاوا: سنگاوَا يا سنگېوا يعنى ډولى، ښکلى، جوړ او برابر او مؤنث يې سنگوي يعنى ښکلي. سنگليا: يعنى ښکلى کړه، جوړيې ګړه. سنگلېوا: يعنى ښکلى شوى او مونث يې سنگلېوي دى. متل: سنگاوا گورا وا پله سنگوي گورا وي بئ لړا. يعنى ښکلا د ښکلى زلمى سره ښکلى ناوى زيست کا. شعر: سنگلېمى وطنم جوپلېمى وطنم کانتى ياؤ خفاآيى جېؤ مېنى وطنم. (صادقى) ژباړه- اے هيواد تابه جوړکړم سنګار به دې کړم.
ولى دومره خفه يې اے زما ځان او قربان وطنه!
باهو ډېرۍ- ( مقاله. ١٣مارچ ٢٠٢٢م) ” هلته په کرسۍ ناست تر ټولو لویه مجسمه (لیشان بودا) په نړۍ کې مشهوره ده.”
لیشان- د پشه يي ژبې، ځائ اوکلى نوم دى. لشان يا ليشان د پشه يي مصدر(لشيک) ليدل، کتل څخه مشتق زمانى فعل او نوم دى. لغوى معنى يې ليدنه، کتل يا کتنه، نظرلگيدل يا لگيدنه ،ښکاره او په اصطلاح کې له لرى څخه ليدو، کتو څيز، يعنى هغه شى چى له لرى څخه ليدائ شى. بودا يا بودى د پشه يي ژبې (بوديک) مصدر فکريدل يا فکرکول او ورکړه څخه زمانى فعل دى. فکر يا سوچ کونکى او کله کله ډير ورکونکي ته هم ويل کيږى اودلته په عام اصطلاح سره گوتم بدها ته نسبت کيږى چې ددې معنى او مفهوم په پشه يي کې (گوتم) سُست، رو، دمى ته ويلى شى ( گوتم گوتم) يعنى دمى دمى سره تلل. لشان بودا: هغه د ليد څيز، هغه ښکاره غونډى، هغه د نظرلگيدو ځائ، هغه د بودا ليدومجسمه، يعنى هغه لوى مجسمه چې نظر پرى لگيږى او له ليرى نه ليده شى. مثالونه : ۱- تارا پړَوال لشان کيگا. يعنى پيره دارکتل کوى يا گورى ۲- سباآنتى دور لشيک شى. يعنى سبا ته مخ کتنه ده. ۳-لشى لشې وټکم. يعنى په کتوکتو ستړى شوم. ۳- کوئيک بودى آليچ. يعنى څه سوچ او فکر کښې راغلى! متل: لشو لشان ايدے لهام بياکن. يعنى خلک ليد ليدو سره کارونه ترسره کيږى. شعر: کوتى آيى پندائ خاړوا سلام دمى- دوعا او سلمم نېتا ميائ حرمى تانک انچه دې لشان کيائ کوحالى شى (خرم کيلونى) ژباړه- دا لاروى څوک دې چى خپل يارته سلام وليږم-
چى پخپلو سترگو يې ووينى چى څه حال کې ده.
پشکارا سانى: (مقاله ۱۳ مې ۲۰۱۶م). د پاکستان شمال او د افغانستان ختيځو سيمو کې د دغو ژبو نه يوه اوس لرغونپوهانو “پشکارا ساني” نومولې ده. ”
دا د پشه يي ژبې نامه او شکل ته ورته يو کلمه او نوم دى. پدى هکله د پیښور ځینىو ژب او تاريخ پوهانو لکه فارغ بخارى او خاطرغزنوى، پخپلو کتابونوکى د پشه يي ژبې څه نمونى وړاندى کړي دى او ويلى دى چى پخوا زمانه کې دلته پشارى يا پشائى ژبه ويل کيده چې اوس يى پشورى او هندکو ورته وایی. نوموړى کلیمه د پشه يي ژبې له دريو کلموڅخه جوړدى لکه (پش + کارا+ سانى) چې يو معرب نوم دى چې هر يو ټکى ځانله ځانله معنى لرى. پش او پشپ په پشه يي او سنسکريت کى په عامه محاوره کښې “گل” ته ويلى شى. پشام يا پوشام: وړوکى ماشوم ته کارول کيږى يعنى گل مى، گل زوى مې يا گل په شان وړوکى مې. چى د مينى صفت دى. کارا: د پشه يي ژبې مصدر (کريک، کيک) کول يا کيدل، کونکى يا راوړونکى او لرونکى په معنى سره راځى. پشکارا: لغوى معنى گل يا گلان راوړونکى، گل يا گلان لرونکى او په اصطلاح کى د گلانو لرونکى، د گلانو راوړونکى، د گلانو خاوند يا د گلانو کرونکى وغيره. په نورستانى پشه يي لهجه کښې (پشکااو پشکار) شپون يا مال څرونکى ته ويل کيږى. سانى: دا روستاړى د پشه يي ژبې کلمو سره څه بى ربط نه ده. ځکه چى دا پشه يي ژبې مصدر (سنيک)څخه سان يا سانگ پشه يى کښې زمکى، اصيل او نرم ته ويلى کيږى. وروستې (ي) يې نسبت او جمع ښکارى چې ځینو نورو ژبو کښى هم نسبت د پاره کارول کيږى . پشکاراسانى: يعنى د گلانو لرونکى زمکه، د اصليوگلانوځائ، د ښه گلانو راوړونکى، د ښه اواصيلو مالونو څرو نکى شپون او يا د پشه يي ژبې وېونکې سيمه او ځاى. مثالونه : ۱- ورى بهاَر بيک پشپ درېچين: يعنى نور سپرلئ شو بوټو گلان ونيول. ۲- سورن پشپ دارو پټک شى. يعنى د سروگل يا پاڼى دوائى د پاره کارول کيږى. ۳- ايله پشپارا آين. يعنى دلته د گلانو راوړونکى دې. ۴- ايلو پشکا آس. يعنى دې شپونکى او د مال څروونکى دى. ۵- مِه پشکارا آين. يعنى دوى د گلانو راوړونکى، لرونکى اوکرونکى دي. متل: مچ پشکاراس دوگوزر پنده. يعنى د بد شپانه (يا گل) دوځلى لاره وهل وي. شعر: بۍ بلبلونشا کوزات زالم اثرشى- سورن پشپ جان ناايلاج اړام در شى (ميرمامد) ژباړه- شاعر لخوا د ځنيو بوټو نومونه اخستل شوى چى د زړه درد دوايانو د پاره ښودنه شوى. دويم کړۍ کى د يو بوټى نوم (سورن پشپ) هم دوايانو د پاره کارېږي چى لغوى معنى يې (سره زروگل) دى. دا پشه يي غريزه مناطقوکې شنه کيږى. شعر: پشکارا آهم لهه سرکندا- اي پشنکم اس وانى جيا. (سردارشاه) ژباړه- زه د سرکندا په کلى کښې شپون وم چى کله زه د ګل پشان يار وليدلم نو راپورى خاندى او نخرى راته کوى. پشکلاوتي: ( مقاله ١٧\ فرورى ٢٠١٣م کال ) “پشکلا وتي د گندهارا لومړې پلازمينه وه.”
دا د دريو کلمو (پش- کلا- وت) څخه جوړ دى چې هر يو پشه يي ژبه کى ځانته ځانته مفهوم ورکوى.
پش: لکه پورته توضيح وشو چى تيغ،غوټۍ اوپه عامه توگه گل ته ويلى شى. کلا: کېلا په پشه يي کښې وړوکى او هلک ته وايى چى دا يو عام لفظ او نوم دى. کُلا يا خُلا نازک شنه غوټى اوتيغ ته ويلى شى. وت: وتو يا وتى په پشه يي کې يو اضافى فعل دى چې ملکيت ښايى. يعنى وړتيا، ذمه، په غاړه، گردن، لرونکى، صاحب، ورکړه او ورکړنى. هغه زمکه چى د يو فصل پيدا کولو وړټيا ولرى. پشکلاوت: پشکلاوتو، پشکلاوتى، پشکيلاوتيس: يعنى د گلونو هلک، د گلونو ذمه وار هلک، د گلونو خاوند او مالک، نازک ګلونه، د گلونو زمکه، د گلونو شنه کيدو سيمه يا هغه زمکه چى د گل تيغ او فصل ويستولو وړتيا ولرى. مثال: ١- يو مېنا پش کِلا (کيلا) آس. يعنى دى زما گل زوى دى. يا گل غوټۍ پشان زوى دى.
٢- يوجم پشکِلا وتوبيک: يعنى دا زمکه ټول د هلک په ذمه شو. دا ټوله زمکه گلانو ته ورکړل شوه.
٣- پشپ کُلايه دې بوتا بکار لړغا. يعنى د ګلونو بوټى په شنه تيغ سره ښکلى ښکارى. ۴- پش پشام پشخُلا آس: يعنى گل مى د گلوتيغ او گلاب په رنگ دى. متل: پشپ کورکه، ترنج پټى بِه ورگ پياکن. يعنى د گلاب له وجى بد بوټى هم اوبه کيږى. متل: اي پوشپه پلى وائيند نه بتو. يعنى په يو گل نه پسرلى کيږى. شعر: شيم اَچې يَه وطنى مِه گار يې الينا کيا رنگا رنگ پشپه دې مه چمنى گليناکيا. (صادقى) ژباړه- اے سپرلۍ صلحه راوله ځان سره دغه کور سمسور کړه او رنگارنگ ګلونو سره دغه سيمه گلورينه کړه.
شېنگرډار: (مقاله – ٢٦فرورى ٢٠٢١م) “غاليګی د يو غر په لمنه کې د شينګردار (شنکردره) په هند کې تر ټولو لويه سټوپا وه.”
دا د پشه يي ژبې له دوو کلمو (شينگر+ دار) څخه جوړ، گاورى ادب پورى تړاؤ لرى. شينگر يا شينگرى مماڼو ته ويلى شى او دار پشه يي کى غر او غريزه ته وایی. د شينگردار پوره معنى د مماڼو غر دی چې په پشه يانو کښې يوى ډيرې مشهورى ونى يا ميوى نوم دى. دا اکثرغريزه سيمو او په سوات او پورته درؤ کې هم کيږى، چى پښتو کښى ورته مماڼۍ ويل کيږى. بوټى يې اغزن خو ميوه يې ډيره خوږه وي، چى وړو بيروته ورته دى. کيداشى چې پدى سيمه يا غره په لمنو کى دغه ونى وې يا اوس هم وي، خو معلومات يې نه لرو. مثالونه: ۱- شينګرډکا- د مماڼوباغ يا غر. ۲- شينگر کړک- د مماڼو ونه. ۳- شينگر دري: د مماڼو دروازه. ۴- شينگرکهنډرها: د مماڼو امبيل. ۵- شينگردار: د مماڼوغر، د غره مماڼۍ، د مماڼو لرگى. متل: تازؤن دو دو پل شينگرى کى استه وام ! يعنى فى الحال دوه دوه دانى مماڼى چا ته ورسوم؟ يا چا چا ته قناعت ورکړم؟ متل : دارَ شرؤ اَنوا نه آئيک ،لامه ونټکه جېوا آئيک ! يعنى ښکارى په غره ښکار کړى نه ؤ په کلى ويش شروع ؤ.
شعر: ويرمبو بئي ميواشِن کوچئ چارکَلى- ميلتنا تازى شينگرى تارا کاؤ رَسلى. (صادقى) ژباړه- غوزان څومړه ښه ميوه ده چې پکښى مغزونه دى څلور،
چى مماڼى ورسره وى لا خوند کوى

باړه (باړا) (مقاله : \٢اپريل ٢٠١٩م ) “باړ يا بهاړ په هندى کى سيلاب ته وايى.” دا هم پشه يي ژبى ته ورته يو کلیمه او نوم دى چى لږ توپير سره باړو، باړى سيلاب ته ويل کيږى. باړو يا بهاړو- په پشه يي کى يو عام نوم او اصطلاح دى چى لوى سيلاب ته کارول کيږى او وړکى سيلاب ته نالِک بهاړو وایی. مثالونه: ١- يه گهله بهاړو نيوى شيت. يعنى پدى خوړ کى سيلاب را وتلى دى. ٢- پوړا وخته عطه باړو يى بوناييک کوئي شى. يعنى ډير کلونو پخوا عطا نومى سيلاب لوى ورانى کړى ؤ.
٣- يه کټا تې ورگ باړو يى آتوليکن يعنى د لښتى اوبه سيلاب خړى کړى. متل- مېکن برکوټې ته ين، کوټلى تې باړو. يعنى د کوټلى په سيلاب د برکوټ ژرنده نه گرځى. شعر: وَشين پولتيک لال باړى،
ورگان پمان نازخناگى ( پشه يي گې ص١١٠) ژباړه- راځه چى له چينى اوبه راؤړو نازمه کوه، هسى نه چى باران کيدو والا دې چىرى سيلاب را نشي. باړا- باړه يا باړا (باړيک) پناه کيدل يا پټيدل مصدرڅخه د زمانى فعل مشتق دې چى پټ په معنى ده. د پشه يي ژبې يو مذکر اسم او عام اصطلاح ده، چى پټ، يو اړخ، يو طرف، کناره او هغه څيز يا ځاى چى له سترگو پناه او کنارى ته وى. باړه د پيښور په کناره او اړخ ته پټ پروت دى او کيداشى د پيښورخلکو لخوا ورته ويلى شوى وي. دى ته ورته نومونه لکه، باړا، تاړا، کاړا، خاړا، گاړا، شاړا، واړا، چاړا، داړا، لاړا، ناړا او نور چى هر يو ځانته مفهوم لرى.
مثالونه : ١- يوانچاى باړا آس. يعنى له سترگو پناه دى. ٢- وري گيک باړا بيک. يعنى نور لاړو، له سترگو پناه شو. ٣- کوئيک لاماى باړا ديرا آئي. يعنى څه له کلي پټ اوسيږى. متل- دُر باړا کو ته، دار باړا کو! يعنى څه د ور پناه او څه دىغر پناه ! شعر- کى انچه پوړا ئ باړا مَه بيان يارکى- انچه پوړئي اندرا با ژياکاکن ايرکى ژباړه- د چا يار له سترگو لرى مه شه،
چې پناه شى بيا په سترگو تياره شى اوښکى زينه. پرايي يو- د باړې بل نوم (پرايي يو) هم پشه يي ژبې سره بى اړيکى نه بريښى. پريک پشه یی کې تلل، روانيدل مصدر څخه حال فعل چى ځى، روانې يا ډک په معنى سره راځى. لغوى معنى يې ځىي، روان او درومى دى. پروآيى يو- لږ توپير سره ډک روان يا تيز روان يى چى پوره اصطلاحى معنى ده له اوبه څخه تيز او ډګ روان سيند جوړيږى. چېل (مقاله ٢٠مئ ٢٠١٤م) “ښځې د کور نه بهر يولوې چادر په سروي چې ځينې يې پړونې او نور يې چېل بلي.” چېل هم پشه يي ژبې يو لرغونى دوديز کلمه او نوم دى چى تلل، تگ او روانيدلو په معنى ده. د پسرلى نه لږ وروسته د نوې کال شروع يا ثور په مياشت کښى يوه کولتورى ميله جوړيږى چى پشه ئيان ورته چېل وايى. د کلى ولس خلک په يو معين ورځ په يو اتفاق يوځاى (وستل) ته راجمع کيږى. پدى ورځ شال، بانډو، غرونو ته د څارويو د وړلو او بوتللو د پاره والگار چوپان ټاکل کيږى. د څاروو څارنى، څرولو او د شېدو په اندازه هر مالدار په خپل (لاوَر) نوبت، د شېدوپه انداز هغه ته برخه وکړي. د مالونو غره لوري ته د حرکت څخه یوه ورځ وړاندې، ماذيگر نه د کندى مشريا (تواچى) لخوا ټولو خلکوته خبر ورکول کيږى، چى سهارهرڅوک خپل څاروى ټاکلى ځاى ته ورسوى. بيا ټول مالداران خپلو څاروو سره يوځاى بانډو ته ځى. د کلى ښځى او ماشومان هم يو ټاکلى ځاى پورى ورسره ځى او بيا بيرته خپل کورنوته ځي. چى پشه ئيان يې دا ورځ، تگ او ميلى ته چېل وايى.
مثالونه: ١- سبها آنتى چېل شيت. يعنى سهار له روانيدو يا د مالونو د وړلوورځ ده. ٢- وري والگار يې چېل کنچان. يعنى شپون د مالونو رمه روانه کړه. ٣- يه لاماى خلک جم چېله خاړوي آين. يعنى د کلى ټول لوى واړه چېل ميلى ته روان دي. متل- چېل بِه سېل، سرگردانى بِه سېل. يعنى تگ او گرځيدل سيل دې او سرگردانه کيدل هم سيل. شعر: نونگابهاربيک دار ؤ گلى سيل شى- گِره ماله تيارکدا سبا آنتى چېل شى. ژباړه- د بهار نوى ورځى راغى غره او ناؤنه شنه او سمسورشول-
خپل مالونه تيار کړئ چى سبا ته بيا چېل ته روانيدل دى. شال : بانډه، کارين، هغه ځاى چى مالونه پکښى روزل کيږى. وستل: د ناستى، راټوليدو، جرگو او مرکو ځای.
لاوَر: (لاهور) نوبت، وار، نمبر، هغه د شېدو نوبت چى د شپون لخوا مالدارو ته خپل خپل نوبت سره خپل برخه ورکول کيږى.
منجيله ( مقاله٢٩نومبر٢٠٢٠م) د پشه يي ژبې نوم چى له دو کلمو څخه جوړ دى. (منج- يلا) منج يعنى مينځ يا درميان. يلا : يعنى خوشى، سورى، روڼا. منجيلا : يعنى پوره لغوى معنى يې مينځ سورى یا خوشى کېږي. له مينځ څخه رڼا ښکاريدونکى گول څيز چې مذکر دی او مونث يې منجيلى او تصغيرى حالت يې منجلک دى. مثالونه : ١- شرام منجيلا جېواشت يعنى په سر مې منجيله ايښودلى دى. ٢- تمام لهونديس منجه يلا شى. يعنى د چت ټول مينځ سورى او خوشى دى. ٣- ين واړيس منجيلا تياکن يعنى د ژرندو کاڼى مينځ سورى او خوشى وي. متل- بى منجيلا، ګمبړک جايه نه پولگا. يعنى بغيرد منجلى منگى منزل ته نه رسى. شعر: يارکم ورېگا تارا موڼوي شى کمبړکى- خالى بوگِروي اَس استۍ شى منجلکى. ژباړه- يار مې خفه دى چې منگى يې مات شوى او لاس کې يې منجيله او خالى را روانه ده.
ايلم غر-( مقاله- ١٢ اکتوبر ٢٠١٧م) د سوات (ايلم غر) د لوړ څوکه يې دجوگيانو سر نوميږى…
د پشه ایی له دوو ټکوڅخه جوړ اي + لم يو معرب نوم (ايلم ) جوړ شوى دی. “ای” يو ته ويلى شى او لم د پشه يي ژبې مصدر(لميک) تم کيدل يا تميدل. لام، لوم، لم په پشه يي کې د تم کيدنه، پاتى کيدنه، ميشتيدنه، د اوسيدنى خونه او کلى ته ويل کيږى. دا (لم- لام- لوم) کلمه خپلو کليو د نامو سره تړلى کاروي. لکه موڼکلم، پشيلم، دارلم، جايلم، نولم، دوکلم، ننگلم، کولم، نيلم، جهيلم او همداسې نور، چى د کاپيسا، لغمان، نورستان او کونړ وغيره کى د کليو، ځايونو او د غرونو نومونه دي. همداسې په سوات، دير او چترال کى شته. لم – د پشه يي او گورى ژبو د (لام) مخفف شکل دى، چى وړوکى يا ورکوټى ته هم ويلى شى. ايلم – ايلام، ايلوم لغوى معنى يو کلى او اصطلاحى معنى يې يو قريه، يوغر، يو ښار دی. ايلم دار يعنى د يوکلى غر، د يوغرکلى، دغره ډډى کلى، غره ته نږدى کلى.
مثالونه: ١- يو ايلم شيت. يعنى دا يوکلى دى. ٢- مم پشيلم کوچاى آيم يعنى زه د پشه يي ويونکو کلى څخه يم. ٣- مېنا لاميم جايلم شيت يعنى زما کلى جايلم کلى دی. ۴- يو لم کِلا آس يعنى دى يو وړوکى هلک دى. متل- ورکيس اړا اَړا، آئ يس اي اَوو ؤ آړا. يعنى د نورو نيمه نيمه ؤ د ابۍ يو ډوډۍ او نيمه ! متل- چوريس لېمبى موڼکلم جا مه شچى! يعنى غل تر موڼک لمه مه زغلوه. شعر- اي ديواس لامه ننگياکى بانا کاکى ميمانى جلات پير اور چى اودېم گورېچى نيشانى. (ميتر) ژباړه- هسې د مهمانى په بهانه يوه ورځ کلى ته کوزشى
زما نه د لاس نښى واخلى بيالاړشى. شعر: (لم) زريس اغتى تياى ميرمحمد پشېلمې شى بئى ته ناميم لغمې شى (ميرمحمد) ژباړه- يعنى محبوبه وايى که د میر محمد خبره وائ خو خير، مگر تر پشيلم پورې مې نوم رسوا شو. (پشيلم په لغمان کى د پشه يانو يو کلى دى.
ليک: فضل الرحمن آخندزاده (صادقى) ٢٠حوت ١٤٠٠ش کال پيښورصدر.
ماخذونه : ١. پشه يي گې، محمدزمان کلمانى کابل چاپ. ۲- بيستون ډبرليک او پشه يي. قاري عبدالسلام درۀ نورى. وحدت اخبار پيښور. ۳- کوئيستان کِه کوهستان، فضل الرحمن صادقى. (مقاله) ۴- بلبل اونچ، فضل الراحمن صادقى (قلمى کتاب) ۵- دپشه يي ژبې سره د گاورى ژبې تړاؤ. فضل الرحمن صادقى .(مقاله) ۶- لرغونى آريايي لغت په ننى پشه يي کې . فضل الرحمن صادقى . (قلمى) ۷- پشه يي متل. فضل الرحمن صادقى (قلمى) ۸- پشه يي ديوان . فضل الرحمن صادقى (پخوانى شعرونو ټولونه) ۹- سنسکريت د پشه يي ژبې کلمه فضل الرحمن صادقى . (مقاله)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *