مېخي خط


مېخي خط (کونيفورم) یعني میخ په شان لیکنه په ۳۵۰۰ ق م کې د سومیریا خلکو ایجاد کړو. د دې لومړۍ بیلګې په ۳۱۰۰ ق م کې جنوبي میسوپوټیمیا ( د عراق او شام تر منځ) نه رابرسیره شول. دا په نړۍ کې د ژبې د لیکلو لومړی سیسټم ګڼلې شي. د خټو په وړو خښتو د یو لرګین میخ سره کنده شوی نښې یو پوره متن و. وروسته به دا خښتې په اور کې پخیدې او د آرشیف په توګه به يې ساتل.
شا و خوا ۱۵۰ کاله کېږي چې د یورپ لرغون پوهانو په عراق کې د سومېریا تمدن کنډوالې رابرسیره کړل. په دوی کې نیم میلین په شمیر د مېخي خط لرونکې خټینې خښتې ( ټیبلټ) هم وې. زیات يې په زمکه کې دننه پاتې وې چې تر اوسه نه دي ویستل شوي.
دا خط د اسیریا پوهنې د ماهرانو له خوا په لومړي ځل ۱۸۵۷م کې ولوستل شو. ژبپوهانو لومړی هغه ۳۰ نښې بیلې کړې چې شمیره يې لږ او ابجد ( البا) وګڼل شو. بیا د ولاړ کش (ا) نښه يې وموندله چې د جملو تر منځ وقفه يې څرګندوله. د دوو ته تر ۱۰ پورې نښې یوه ټکی (لفظ) وګڼل شو. دا خط د بره نه ښکته هم لیکل کیدو خو د ۳۰۰۰ ق م زیاتې لیکنې يې له ګس تر ښی لاس ( لکه اروپایی ژبو) یوه لیکه کې وو. د دې نه علاوه ګس لاس ته په ۹۰ درجه زاویه هم وو چې ممکن د خاصو آلاتو په واسطه او یا ځانګړی لیک و.
د عکاسۍ د ټیکنیک راتلو سره د دې خښتو عکسونه د ګوتو په شمیر عالمانو ته ورکړی شول. تر اوسه یواځې ۱۰ في صده خښتې لوستل شوي او مفهوم يې څرګند شوی دی. دغه خط د ۲۰۰ کالو په موده کې بدل شو او نورې ژبې لکه ” الامي، آرامي او د مصر تصویري ژبې هم پکې ولیکل شوې. وروستۍ بیلګې يې د مصر له اهرامونو رابرسیره شول چې هلته دا په تیږو توږل کیده.
تر ټولو پخوانۍ خښتې د اداري کارونو لکه د یو معبد جوړیدل، د خواړو د توکو وېش، وړل او زیرمه کول وو. د معبد مشرانو د خواړو، پسونو او د غنمو ریکارډ ساتلو. د دې لپاره په لومړیو (پخوانیو) خښتو د توکو انځور جوړیدو. د پسونو، غنمو د خوشو او ذیتون د ونو انځوریزنښې په سر کې زیاتې وې خو د وخت په تیرېدو دوی د هر توکي لپاره یوه نښه جوړه کړه.
د ۲۰۰۰ ق م یو ” ټیبلټ” چې د دریم ” اور” له وخت څخه پاتې دی، د ۱۶۰ ښځو د کار ذکر کوي. یوې ښځې پکې د ” اوبدونکی” دنده لرله. دغه ښځې په مختلفو ډلو کې وېشل شوې وې چې یوه پکې د میچنو ( ژرندو) مشره وه. د ښځو کارونه د سړو په شان وو چې د زیتون یا نورو نباتاتو څخه غوړ ویستل، وړۍ پاکول، څوکیداري، د معبد جارو کول، پخلی، کاتب، طبیب وو.
د ځینو مهمو اسنادو د ټیبلټ لپاره د خټو لفافه هم جوړیده چې ورباندې مهر یا ټاپه ووهله. ادبي لیکنې به په هم دې ډول ساتل کیدې چې یوه يې د ګیلګامش باچا کیسه وه. دغسې تاریخي لیکنې به په کتابخانو کې ساتل کیده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *