زما ژوند او ژوندون- ۸


په ۱۹۳۰ م کې عبد الصمد خان لاهور کې د کانګرس په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړو. هغه وخت د هند مسلمانانو هم د خپل لومړۍ لوی کانفرنس تیاري کوله.
دی بېرته ګلستان ته لاړو نو د خپل ورور عبدالسلام خان په ملاتړ يې یو سياسي ګوند جوړ کړو. انګرېز دغه ګوند غير قانوني وګرځاواو دی يې د خپل ورور او تربور سره جیل کې واچوو. د تورو تمبو شا ته اڅکزي په سبق ویلو ځان بوخت وساتلو او هم هلته د میټرک (لسم) امتحان ورکړو.
په ۱۹۳۲م کې دوی له جیل خوشې شول نو د کال تر پای، يعقوب آباد کې يې د “انجمن وطن” په نوم یو ولسي غورځنګ اعلان کړو. د دې مشري پخپله د عبدالصمد خان پر غاړه وه چې د هند کانګرس ګوند او خدايي خدمتګار تحریک ملاتړ يې هم تر لاسه کړو.
د دې نه لږ وړاندې باچا خان د کانګرس ګوند سره یو ځای شوی و چې هندوانو د اکثریت ډله وه. هغه عبد الصمد هم راوهڅاو چې دوی سره یو ځای شي. خو دی پوهیدو چې ولس به ورباندې د ” کانګرسي” ټاپه ولګوي. د هغه فیصله سمه وه ځکه په صوبه سرحد کې په دغه کار ټولو پښتنو ملتپالو ته به خلکو “کانګرسی” خطاب کاو.
په ۱۹۳۳م کې په لاهور کې د مسلم لیګ غونډه وشوه چې علامه محمد اقبال يې مشري کوله. ۲۵ کلن عبد الصمد خان د دې کانفرنس د انتظامي شورا (مجلس عامله) غړی و. په دغه غونډه کې اڅکزي د هند د نورو مشرانو سره شناخت او د عملي سیاست له لارې پښتنو د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې پېل کړې.
په ۱۹۳۴م کې اڅکزی بیا ګرفتار او په پشین کې د انګریز عدالت ته يې حاضر کړو. ده خپلو ملګرو ته وویل چې دا د ویاړ خبره ده چې زه عدالت ته ځم. ” زما بې شمیرو وطنوال د دغه عدالت په لار شهادت درجې ته ورسیدل. اوس چې په ما د ایف سي آر دفعه ۴۰ لاندې مقدمه ده نو زما ویاړ لا زیات شو ځکه دا هیله مې پیدا شوه چې زه هم د هغو لویو خلکو په شان د خپلواکۍ په مبارزه کې شامل یم.” ورپسې کلونو کې جیل ته تلل او د قاضي په وړاندې خپل دفاع د اڅکزي د ژوند برخه وګرځیدل.
په ۱۹۳۶م کې ده په خپل لګښت د چاپ لپاره یو ځای واخیستو او شا و خوا دوه کاله په لیکنو بوخت و. په ۱۹۳۸م کې برطانوي حکومت په هند کې مطبوعاتو د چاپ او خپرولو یو قانون منظور کړو. عبدالصمد خان سمدلاسه په پښتو او اردو کې د ” استقلال” په نوم یوه پاڼه خپره کړه. په دې کې د لیکنو نه علاوه، عبد الصمد د افغانستان او پېښور نه چاپېدونکو پاڼو لپاره هم مقالې لیکلې.
په دغه لار کې ورسره میرمن پوره ملاتر کاو او دی لیکي چې هغې به ” پخپله خوښه د خامتا زیړې جامې اچولی چې هغه وخت زمونږ په ښځو کی ډېر ناپیښه کار وو او تر خپلې پوهی پوری بی د کلی په ښځو کی کار کاوه.” دغه میرمن په ۱۹۴۰م په اوړي کې په نری رنځ ( ټي-بي) اخته شوه.
اڅکزی لیکي چې د هغې سره زما د ژوند زیاتې ورځې شپې په جیلونو کې تیرشول. کله چې د نري رنځ د علاج لپاره مو د کوټې درمانتون ( سینی ټوریم) کې داخله کړه نو زه به د استقلال اخبار د کارونو لپاره په ښار کې وم. ” زمونږ اخبار هم په تاوان چلیده او تاوان بی هم ما د جېبه ښانده.” د نورو خرڅونو نه علاوه د روغتون لګښت هم دده پرغاړه و چې له ښاره ۵ میله لیرې و. وایی چې روغتون ته د تلو لپاره راسره د ورځې درې روپۍ د ټانګې هم نه وې. نو هره ورځ به د ماځیګر شپږو او د شپې لسو بجو تر منځ په پښو روغتون ته روان شوم. شپه به مې هلته وکړه او لیکي چې میرمن سره مې د نورو وختونو په پرتله زیاتې خبرې کولې. دوه زامن مې سهار ښوونځي ته په لار مور لیدو ته راتلل او دی به بیا د هغوی موټرکې بیرته کار ته ورتلو.
د میرمن د مینې په اړه وایی چې هغې سره ۱۴ کاله ژوند کې یوه ورځ هم خوا بدی ( خفه) نشو. دی لیکي چې یوه ورځ زه کور ته راغلم نو مور مې ډوډۍ پخوله. په کور کې ټول اخلی پخلی به ښځو کاو خو ډوډۍ پخولو لپاره یوه مزدوره وه. کله چې به هغه نه وه نو بیا به د کور ښځو دا دنده سر ته رسوله. وایی چې زه کوټې ته لاړم او په میرمن په قهر شوم چې تا ولې ډوډۍ پخه نه کړه. بله پیښه دا وه چې د پښین یوه سړي خپله لور مستنګ ( مستونګ) کې یو سپین ږیري ته ورکړې وه. خو څو کاله پرې تیر شول او هغه نه ودوله او نه يې پریښوده. سړي ورباندې نالښت ( دعوه) وکړه خو د انګریز په عدالتونو کې دا معامله ځنډیده. اخر هغه سړی اڅکزي ته ورغلو چې لانجه غوڅه کړي. یا دې خپله ښځه واده کړي او یا دې پرېږدي. په ګلستان کې چا له دغې خبرې افسانه جوړه کړه چې اڅکزی هغه ښځه له مېړه طلاقوي او ځان ته يې کوي. دا خبره د هغه میرمن ته ورسیده او ډېرو ورځو وروسته چې عبد الصمد کور ته ورغلو نو هغه خوا بدې وه. دی لیکي چې ما هغه چرې دومره په قهر نه وه لیدلی او د دوو بنو د ژوند په اړه يې راته تقریر کاو. وایی چې ” زه دې ته چورت اخستې وم چې خودایه پاکه د دی ساده او نالوستی پښتنې دا دومری خبری څنګه زده دۍ.” کله چې ده میرمن ته قناعت ورکړو نو هغې خبرې بس کړې خو ورته يې خبردارې ورکړو ما به د نورو ښځو رنګه نه ګڼې چې ستا د دویم واده سره به هم بې غمه د ژوند ترخې شپې تیروم. ته به هم رانه خوږه ګوله نه شې خوړې او نه به بې غمه شپه ویده کېږې. عبد الصمد خپلې میرمنې په دغه میړانه او جرات خوشاله شو چې خپل حق لپاره غږ پورته کولی شي.
د ۱۹۴۲م په سپرلي کې دا میرمن وفات شوه. له دې یوه لور ولی عهد بیګم او دوه زامن احمد خان او محمد خان پاتې شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *