کله مینار


د وژل شوي دشمن نه سر پریکول او دا نندارې ته ځړول پخوا د نړۍ هر ګوټ کې رواج و. په یو ښار حمله کول، د ولس وژل او بیا د دوي له سرونو (کله) مینار جوړول جنګي پالیسي وه. هدف يې په ولس کې وېره خپرول وو چې نور مخالفت ونکړي.
په ۱۳۰۰م کې د میکسیکو ” ایزټیک” تمدن باچاهانو به خپل مخالف سیمو سره جنګ نه وروسته ګرفتار خلکو نه زړونه ویستل او خپلو خدایانو ته به يې ډالۍ کول. بیا به يې د دوی سرونه په دېوالونو کې داسې خښ کړل چې مخ به يې نورو ته ښکاریدو.
له ۱۲ پېړۍ د چنګیزي حملو څخه وروسته دا دود ترکانو او مغلو هم خپل کړو. په مرکزي ایشیا کې د زرګونو وژل شویو انسانانو پریکړي سرونه به يې په ځانګړي منارو کې ساتل. دا به د شګې او چونې څلور نیم میټر لوړ د اهرام په شکل څلی و چې په دېوالونو کې به يې انساني سرونه په قطار کې ایښودل.
په هند کې د اشوکا له خوا جنګونو کې په زرګونو انسانان ووژل شول خو هلته د سرونو د مینار جوړولو روایت نشته. دا کار له مرکزي اېشیا حمله کوونکو او په تېره بیا ترکانو رواج کړو.
په ۱۳ پېړۍ کې علاو الدین خلجي په لومړي ځل د باغي هندوانو له سرونو یو څلی جوړ کړو. په ۱۳۸۷م کې د اصفهان حاکم بې له جنګ امیر تیمور ته تسلیم شوی و. یرغل ګر پوځ له ښاره بهر خپل کیمپ ولګاو خو د ښار ځینو خلکو د شپې په هغوی د حملې او د امیر د وژلو پلان جوړ کړو. تیموري پوځ پرې برلاسي شول او امیر د ټول اصفهان خلکو د وژلو امر وکړو. په یو ورځ کې د اصفهان ۷۰ زرو نه زیات خلک قتل شول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو. یو روایت دی چې هر جنګیالي ته به د زیاتو سرونو لپاره پېسې ورکړې کیدې. د تیمور د دربار یو مورخ حافظ ابرو وایی چې کله دی ښار ته نزدې شو نو پخپلو سترګو يې ۲۸ کله مینارونه ولیدل. د ده په اندازه هر یو مینار کې ۱۵۰۰ سرونه خښ وو. په ۱۳۹۸م کې امیر تیمور هم دغه کار په ډېلي کې وکړو او په یوه ورځ يې سل زره انسانان ووژل. خو هلته دی د کله مینار جوړولو ته اوزګار نه شو او بیرته لاړو.
په ۱۶ پېړۍ کې مغل بابر دا کار وکړو او په خپلو یادښتونو کې ډېر په ویاړ د دې ذکر کوي. یو کله مینار يې په باجوړ کې د هغه ځای خلکو له سرونو جوړ کری و چې ده سره جنګیدلي وو. د ده نمسي اکبر سرپرست بیرم خان د پاني پټ په میدان کې د پښتنو او هندوانو د سرونو مناره جوړه کړه. خپل دشمن ته د سزا ورکولو او د بغاوت د مخ نیوي لپاره به عثماني ترکانو هم “کله مینار” جوړول. دا به د ښار څخه بهر د قافلو په لاره به جوړیدل چې ډېره موده به پاتې او خلکو به يې یو بل ته کیسې کولې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *