یو وخت به دنداسه د کلیوالو پښتنو په هر کور کې موندل کیده. دا د غاښونو د کریم (ټوت پیسټ) بدل او د ښځو د سینګار یوه برخه وه. سړو به غاښونه د کیکر د ونې په مسواک پاکول.
دنداسه د غوزانو (چارمغز) د ونې پوستکی (پوټکی) وي چې د نورو لویو ونو په شان له تنې پخپله رابېل شي. دغه پوستکی، په وړو ګیډیو، بازار کې اوس هم خرڅېږي. د غوز ونه دا خاصیت لري چې د دې شنې پاڼې، میوه او ورباندې تاو شوی شین پوتکی، ټول د غاښونو د پاکولو او سپینولو لپاره کارېږي. په ماشومتوب کې زما یادېږي چې د کلي په یو کور کې د غوز ونه وه. ښځو به له هغې پاڼې شوکولې او په غاښونو يې مښل. یو وخت ما هم د مور نه په پټه د دې ونې یوه پاڼه په غاښونو ومښله چې سخت تریخ خوند يې و.
د شنو غوزانو سوغات به خلکو له غرونو د ځانه سره راوړل. مور به مې د یو شین غوز په وړه ټوټه غاښونه پاکول خو ورسره به شونډې هم نسواري شوې. په مونږ به يې دا تاکید کاو چې دنداسې مښلو نه وروسته به اوبه نه څښۍ او نه به خله کنګالوئ.
د غوز د ونې پاڼې هم ګټورې وي، دا د ویښتو رنګولو لپاره په نکریزو کې به يې ګډ کړل.
له غاښونو د نسوار او د تماکو داغونو د لیرې کولو لپاره به سړو ته د دنداسې وهلو مشوره ورکړی کیده. د دې لپاره به يې دنداسه د شپې په لږو اوبو کې خیشته کړه چې رنګ ترې ووځي. جامو ته د رنګ ورکولو په وخت به يې د دنداسې یوه ټوټه د رنګ په اوبو کې ورګډوله. د منجن (غاښونو د پاکولو پوډر) جوړولو لپاره به يې د پخو غوزانو پوټکی په اورکې وسیزلو. دغه سکاره شوي پوټکي به يې وټکول او بیا به يې پکې مالګه ورګډه کړه. اوس په بازار کۍ د سکارو جوړ د غاښونو کریم جوړېږي چې له غوزانو جوړ وي.
په غوزانو کې پوټاشیم هایډرواوکسایډ وي چې د سپینولو خاصیت لري. خو ډاکټران وایي چې دنداسه هره ورځ که وکاروئ نو د غاښونو جلا ختموي. د پښتو یوه لنډۍ ده چې…
په دنداسه دې شونډې سرې کړې
بیا دې نارې کړې یاره تا ستي کومه