د چوګان (نیزه بازي) لوبه په انګریزي کې “ټینټ پیګنګ” نومېږي.
د اس په ځغاسته پر زمکه یوه نښه ویشتل یا د هغې وړل، د مرکزي ایشیا په قبایلو کې رواج و. بز کشي او پولو د دغې لوبې څو قسمونه دي چې د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې اوس هم کېږي. په یورپ کې دغه لوبه ” جاوسټنګ” نومیده او دوو مخالفانو به د یو بل د اوسپنې په لباس د نیزې په څوکه حمله کوله چې له اس يې وغورځوي. وروسته په یوې ستنې پورې ځړیدونکی د اوسپنې له حلقې به يې نیزه تیروله او یا ځړیدونکی لیمو یا نارنج به يې په توره پریکاو.
چوګان د فارسي ” چوب” یا لرګی پر زمکه خښ د خیمې موګی وي. په اس سپور لوبغاړی یوه نیزه لاس کې وړي او په ځغاسته دغه موګی راباسي. یو روایت دا دی چې عرب جنګیالو به د شپې یا د سهار په خړه کې په خپل دشمن ناڅاپه چپاو وکړو او موګي به يې په نیزو وویستل چې خیمې چپه شي.
په هندوستان کې د چوګان لوبه د مرکزي ایشیا باچاهانو له وخت رواج شوه. په ۱۰ پېړۍ کې غزنویانو او غوریانو به هم چوګان بازي سرپرستي کوله. د جنګ په میدان کې به دغو سپارو د هندي لښکر د هاتیانو په پښو نیزه ووهله او زخمي به يې کړو. هاتي به د درد د لاسه خپل سپور په شا وغورځاو او له میدانه وتښتیدو. دا لوبه په هندوستان کې ژمي او سپرلي کې کیده او به لویو میدانونو کې په سوونو خلکو اسونه ځغلول او چوګان به يې کاو.
د هندوستان لومړی مسلمان باچا قطب الدین ایبک د شپیتو کالو په عمر کې هم د دې لوبې شوقین و. ده د ۱۲۱۰م په نومبر یا دسمبر کې لاهور کې چوګان کاو چې اس يې تیندک وخوړو. ایبک له اس ولویدو او د ذین “پیش کوبه” د ده په سینه ورننوته چې د ده د مرګ سبب شو.
د لودي سلطنت دویم باچا سکندر لودي هم پخپله چوګان کاو او مغل بابر دا یوه شاهي لوبه وګرځوله. د چوګان یوه بله بڼه ” پولو” نومېږي چې پکې د هاکي په شان لرګي او پنډوس ( توپ) سره لوبه کېږي. د اکبر باچا په اړه روایت دی چۍ هغه به د شپې چوګان لپاره ځلیدونکی پنډوس کاراو. د جهانګیر په وخت د مغلو کورنۍ ښځو هم چوګان کاو او ملکه نورجهان يې تکړه لوبغاړې وه.
دا د انفرادي لوبې په ځای د دوو ډلو تر منځ مقابله وي چې هر یو کې څلور لوبغاړي برخه اخلي او پنډوس خپل هدف ( ګول) ته ورټېله کوي. په چترال کې ورته ” استوغاړ” وایی او هر کال د جولایی په لومړۍ اوونۍ کې د ” شندور” په میله کې د دې ځانګړي مقابلې د جشن یوه برخه وي.
په ۱۹ پېړۍ کې انګریزانو په هند کې د چوګان لوبې اصول وټاکل. د لرګو شمیره او د دوی تر منځ فاصله او د نیزې وزن او اوږد والی، د ځغاستې او د لوبې خپل وخت وي. د اسونو نسل هم ورته ځانګړی وي چې ملا يې نرۍ او په منډه کې چټک وي.
د افغانستان د کنر ولایت د شیګل ولسوالې یو کلی “چوګان” نومېږي چې ممکن د دې لوبې سره څه تړاو ولري.