په کوټه کې انګریزانو په ۱۹۰۰ م کې خپلې نوې ودانۍ ته د سنډیمن نوم ورکړو. رابرټ سنډیمن تر ۱۸۹۲م د بلوچستان سیمه يې اداره کوله. دلته د بلوچ او پښتنو مشران، د جرګو مرکو لپاره وربلل کیده نو هغوی به ورته ” دربار هال” ویل. د سپینو تیږو جوړه دا ودانۍ د تورو غرونو په منځ کې لکه د سپوږمۍ ځلیده او ځینو به ورته د بلوچستان تاج محل ویل.
وروسته د سنډیمن هال مخ ته د یو بل انګریز مشر کمشنر سر هیو شیکسپیر بارنز مجسمه ودرول شوه چې تر ۱۹۰۰م کوټه کې د بلوچستان ګورنر جنرل و.
د سنډېمن په نوم جوړ شوي ځینې نور یادګارونه د بلوچستان د تاریخ برخه وو. په ۱۸۸۶ م کې د ولس لپاره کوټې لومړي روغتون په انګڼ کې لایبریري (کتابتون) هم جوړ و. د دې مخه لوی لارې ته او ورسره د رابرټ سنډیمن مجسمه وه. د ۱۹۳۵م په زلزله کې د بلوچستان تاج محل ړنګ شو او بیرته د رغولو نه و. د سنډیمن کتابتون ته زیان ورسیدو او دا بیرته جوړ شو. هلته د یو لک نه زیات کتابونه پراته وو او د غړیتوب فیس يې ۵ روپۍ د میاشت وه چې یو کارډ به يې ورکاو. غړو به په اوونۍ کې یو کتاب کور ته د مطاعې لپاره وړلی شو. د سټوډنټ (زده کوونکي) لپاره به فیس نه وو او د اخبار لوستل هم ویړیا وو.
د ۱۹۷۰ په لسیزه کې فیس ۱۰ روپۍ او د لایبریري ۸۰ شا و خوا غړي وو. په ۱۹۷۳م کې د نیپ ( نیشنل عوامي پارټي) په حکومت کې روغتون د پراخولو او د فزیوتهراپی بلاک جوړولو لپاره سنډیمن کتابتون يې زهری مسجد کبیر بلډنګ ته یوړو. هلته به دا ” بلوچستان لایبریري” نومیده.
په ۱۹۸۶ م کې دغه کتابتون د میونسپل کارپوریشن ( ښار والۍ) دفتر ته یوړل شو. هلته د ودانۍ د پاسه یو وړوکې کوټه کې ۲۵ کسان به کیناستی شول چې زیات يې تقاعد شوي سپین ږیري وو. په ۱۹۹۵م کې د کتابتون لپاره یو بل بلډنګ جوړ شو. پخواني کتابونه يې نوي ته نقل کړل چې ډېر يې ورک شول.
د بده مرغه ځمونږ په ټوله سيمه کې د لوستلو رواج نشته.. مونږ بېځايه په زرګونو روپۍ په نامناسبه رواجونو خرچ کولو ته تيار يو خو په يو کتاب سل روپۍ ورکول راته ډېر ګران وي