الله رکها


په ۱۹۸۱م کې د هندوستان ملي ټیلویژن ” دور درشن” د یو پروګرام میلمه د ۱۳ کالو ماشوم و. دلیپ کمار نومې دغه نابغه یو وخت کې په څلورو باجو (کی بورډ) موسیقي غږولې شوه.
ماشوم په ۶ جنوري ۱۹۶۷م کې د “چینای” یو موسیقار شیکهر کره وزیږېدو. مورنۍ ژبه يې “تامل” او پلار يې د تامل- ملیالم څو فلمونو موسیقي ترتیب کړی وه. له وړوکي عمر نه دلیپ کمار هر یو ساز غږولی شو او غوښتل يې چې انجینیر شي. پلار ورته برقي پیانو واخیسته نو ده به پرې راګونه جوړول و.
په تامل ناډو کې د هندوان هم، مسلمان صوفیانو او درویشانو ته درناوی کوي. د دلیپ کمار د کور په دېوالونو به د هر یو مذهب انځورونه ځوړند وو. د هندوانو اسطورې، ماشوم عیسا (ع) د خپلې مور بي بي مریم په غېږ کې، په مکه کې خانه کعبه او د مدینې مسجد نبوي به ده هره ورځ لیدل. د ده مور کشتوری به یو صوفي پیر کریم الله شاه قادري ته د دعا لپاره ورتله چې د لور په سترګه يې ورته کتل. هغه چرې هم کشتوري ته د مسلمان کیدو نه وو ویلي. په ۱۹۸۶م کې قادري اسلام سخت ناروغه شو نو کشتوري به د هغه خدمت کاو. هم هغه کال د دې مېړه، مړ شو نو د کور د پالنې پړه د دلیپ پر غاړه شوه. دی به سهار سکول ته تلو او ماځیګر به يې مزدوري کوله. په امتحانونو کې ناکامه او اخر سبق ترې پاتې شو. ده به د سندغاړو په وړو ډلو کې سازونه غږول خو ژر له دې ستړې شو او اشتهارونو ( تجارتي اعلانونو) سندرې يې جوړولې. دوه کاله دوی د ژوند سختې ورځې ولیدې. یوه خور يې سخته ناروغه او د ژوند هیله يې پاتې نه وه. په هندوانو کې د جینې او هلک د کویژدن او واده د نیټې لپاره نجومیانو نه پوښتنه کېږي. دلیپ کمار وایی چې زما کشره خور ودیده نو یو هندو جوتشی (نجومي) ته لاړو. هغه راته په کتلو وویل، ” سواریسي مانی” یعني په زړه پورې. بیا يې وویل، دا دوه نومونه ستا لپاره بختور دی…یو عبد الرحمن او بل عبد الرحیم. زما خپل نوم نه خوښیدو ځکه دلیپ کمار د فلمونو نامتو ستوری و. زما رحمان نوم خوښ او دا مې غوره کړو. بیا ۲۳ کلن دلیپ کمار او د ده ټوله کورنۍ په خپله خوښه اسلام ومنلو. مور يې کریمه بیګم او دی آلله رکها رحمان شو چې اوس په نړۍ کې ای-آر رحمان په نوم شهرت لري. ځینې خلک ورته د مینې نه د ” بمبۍ موذارټ” هم وایی چې د ۱۸ پېړۍ د آسټریا یو نابغه موسیقار و.
د مسلمان کیدو څخه وروسته د دوی چاپېره خلکو ورته هیڅ نه ویل ځکه د موسیقۍ په ټولنه کې دا بې مانا خبره ده چې ته هندو يې که مسلمان. په ۱۹۹۲م کې د تامل فلمونو ډایرکټر “مني رتنم” د رحمان استعداد ته پام شو او ده ته يې د خپل فلم “روجا” د سندرو وویل. رحمان ته يې ۲۵ زره روپۍ معاوضه ورکړه خو د ده شهرت اسمان ته ورسیدو او ملي ایوارډ پرې وګټلو.
ځینو خلکو ترې پوښتنه کوله چې آیا دده کامیابي د مسلمان کیدو سره تړلی وه. دی وایی چې که څوک په خپل ذات کې دننه لټون وکړی نو یو وخت حقیقت ورته روښانه شي. په هر یو دین کې داسې ځانګړي مفکورې شته چې د خلکو ژوند پرې بدلېږي. مونږ اسلام غوره کړو او ورباندې ټینګ ولاړ یو. دی وایی چې زه څو ځلې د خپل عبادت له کبله د ورانۍ نه وژغورل شوم. په ریښتونی عبادت خلک په ارام وي. دی خپل دیني عقیده په نورو تپل نه غواړي. ” تاسو په هیچا جبر نشئ کولی. خپل زوی یا لور ته نشئ ویلې چې تاریخ په ځای اقتصاد یا ساینس ووایه ځکه دا د هر چا خپله خوښه ده.” په اسلامي تصوف کې لمر او باران د هر انسان لپاره وي. نو انسان دې ولې په خلکو کې توپیر وکړي؟ کله چې تاسو د نورو مذهبونو او نسلونو د خلکو سره راکړه ورکړه کوئ نو خبرېږئ چې په هر مذهب او ټولنه کې ښه خلک شته.
د ای- آر رحمان موسیقي او په سندرو ” بمبۍ- دل سی- تال- ساتهیا او د انګریزي ” سلم ډاګ میلینېر” نړۍ وال شهرت وموندلو. د سلم ډاګ سندره ” جی هو” دومره مشهور شو چې کانګرس ګوند د انتخاباتو لپاره ځای ځای په جلسو کې غږاو. دی د هند کلاسیکي موسیقۍ نه علاوه اروپای ” جاز او راک یا عصري موسیقۍ استاد منل کېږي.
رحمان لومری ایشیای موسیقار دی چې دوه ځلې د “آسکر” ایوارډ يې واخیستو. د دې نه علاوه، د موسیقۍ د نړۍ وال انعام ” اېمی” او ۳۰ نه زیات ایوارډونه يې ګټلي دي. په ۲۰۱۰م کې د هند حکومت ورته د بهارت تر ټولو لوی ” پدما بهوشن” ورکړو.
په ۲۰۱۳م کې د کینیډا اونټاریو ښار مارخام سیمې یو سړک د ده په نوم ونومول شو. په ۲۰۱۴م کې ده ته په اکسفورډ کې د موسیقۍ اعزازي سند ورکری شو او د برکلی کالج د موسیقۍ شعبې په افتخاري ډاکټړیټ ونمانځلو.
د رحمان میرمنه سایره نومېږي او یو زوی او دوې لوڼې لري. د ده کور په چینایی کې دی خو ټولې نړۍ ته سفرونه کوي. د یو ساعت د کنسرټ لپاره دوه کروړ او د یو فلم لپاره ۱۰- ۱۲ کروړ روپۍ معاوضه اخلي. د دې سره هم هغه یو ساده ژوند تیروي او خپله پېسه د خلکو د ښیګړې لپاره خیرات کې ورکوي. ده به د سهار له لمانځه او ناشتې څخه وروسته اولادونه، پخپله سکول ته بوتلل. دی سینما، تهیټر یا نور د تفریح ځایونو ته نه ځي او د نورو هنر مندانو په شان د ښو جامو یا زیوراتو شوقین نه دی ان چې د لاس ګړۍ هم نه تړي.
په ۲۰۲۰م کې د ده سندره ” ما تجهی سلام” د نړۍ په بې شمیرو کې وژباړل شوه. ځینې نعتونه او د الله پاک د ستاینې سندرې د ده د هنر اوج ګڼلی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *